د بهرنۍ پالیسۍ د پلي کېدو په موخه،دیپلوماتیکي ګومارني درانه مسئولیتونه او امتیازات لري چي د افغانستان په څېر هیوادونو لپاره یې مسئولیتونه لا زیات او امتیازات باید چي کم وي؛ خو دا خبره له بده مرغه تر ډېره سرچپه ده او زموږ د بهرنیو استازولیو لپاره ګومارني تر ډېره پر ته له وړتیا، د اشخاصو لپاره د امتیازاتو او استراحت په موخه انګېرل کېږي! له همدې امله هر دیپلومات ته د درې کلني کاري مودې تر ختمېدو ډېره موده مخکي، د دندي پای ته رسېدو خبر ورکول کېږي او پر ځای یې بل تن ګومارل کېږي. دا چي دیپلومات بیرته هیواد ته راستنېږي او پکار ده چي د تخصُص، تجربې او لېوالتیا پر بنسټ یې د نوي ګومارني په اړه پرېکړه وشي، خو په دې اړه هیڅ نه ورته ویل کېږي.
کله چي افغان دیپلوماتان د بهرنیو ماموریتونو څخه هیواد ته راستنېږي په وزارت کي هیڅ آدرس نشته چي له خدمته یې مننه وکړي، هرکلی ورته ووايي، د تجربو، لاسته راوړنو، وړاندیزونو او نظرونو پوښتنه یې وکړي او د نوي دندي په اړه یې خبري ورسره وکړي. معمول داسي جوړ شوی چي راستانه شوي دیپلوماتان د میاشتو او حتی کلونو لپاره بې دندو، یوازې د حاضري د لاسلیکولو لپاره وزارت ته حاضرېږي، د وزارت په باغ کي قدم وهي، د همکارانو سره بانډارونه کوي او یا مجبورېږي چي د وزارت دننه او بهر متنفذو شخصیتونو ته لاري جوړي کړي، چې د واسطو په توګه یې د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه ته غوښتني وړاندي کړي او بیرته وګومارل شي. دا ډېره عمومي چاره ده خو استثنا لري. ځیني دیپلوماتان د واسطو په وسیله بهرنۍ دندي تمدیدوي، له یوه بهرني ماموریت څخه بل ته ګومارل کېږي او یا هم د اړیکو پر بنسټ کابل ته د راستنېدا سره سم پر دندو ګومارل کېږي. خو دا شمېره ډېره کمه او یوازې د نازولو او لویو کورنیو تر غړو پوري محدوده ده.
د لوی شمېر راستنېدونکو دیپلوماتانو ځنډنۍ ګومارنې د بهرنیو چارو وزارت د سیستم او انساني سرچینو د مدیریت یوه جدي ستونزه ده، چې اوس لا زیاته شوې ده، چي په دغو اوو برخو کي زیان هیواد، سیستم او انساني ظرفیت ته د اندېښنې وړ دی.
لومړی، د روحیې ځپل کېدل
له هیواده لیري اوسېدا او دیپلوماتیک ماموریت معمولاً د هیواد سره د میني او خدمت د روحیې د زیاتېدا سبب کېږي. د افغانستان په څېر هیواد ته، د دیپلوماتانو بیرته راستنېدنه پخپله د هیوادنۍ میني یو لوی ثبوت دی. خو کله چي د خدمت د مننې او هرکلي پرځای یې په وړاندي بې تفاوتي څرګندېږي او وخت یې ضایع کېږي، دا چلند د راستانه شوي دیپلومات د روحیې د ځپلو او ناهیلۍ لامل ګرځي. دا ډول چلندله خدمت سره د لېوالتیا کچه کموي او د هڅو انګېزه ځپي.
دوهم، د تجربو ضایع کېدل
د درې کلن بهرني ماموریت په اوږدو کي ترلاسه شوې تجربې، چي د هر هیواد لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، له ګټي اخیستني پرته ضایع کېږي.دیپلومات چي د کاري چاپیریال او علمي چارو څخه په میاشتو لیري پاته کېږي، د کار د ځنډڼي پیل سره ځان بې تجربې او حتی نوی احساسوي چي دا د تخصص او مسلکیتوب په زیان تمامېږي.
درېیم، د اړیکو له منځه تلل
په بهرنیو ماموریتونو کي، دیپلوماتان د کوربه او نورو هیوادونو د دیپلوماتانو، هلته مېشتي ډیاسپورا، او مهمو شخصیتونو سره کاري اړیکي جوړوي چي د دوه اړخیزو او ګڼ اړخیزو ګډو همکاریو په پراختیا کي دغه اړیکي خورا مهمي وي. مګر د اوږدې مودې بې دندي پاته کېدلو له امله د بېلابېلو انساني، دیپلوماتیکو او مادي پانګونو په بدل کي لاسته راغلي اړیکې، کمزوري کېږي او له منځه ځي.
څلورم، د کاري چاپیریال زیانمنېدل
د بهرنیو چارو په وزارت کي د لسګونو او حتی سلګونو بیرته راګرځېدلو دیپلوماتانو، بې مسئولیته حضور، ورپېښي ستونزي، راټوکېدلي ګیلې او د مسئولینو او سیستم څخه مطرح کېدونکي شکایتونه، د وزارت او بهرنیو استازولیو پر کاري چاپیریال- له اداري او رواني اړخه- بېځایه فشار واردوي. د ګومارل شویو او بې دندو کارکوونکو ترمنځ د اړیکو فضا معمولاً د همکاري پر روحیه نه وي ولاړه او په ځینو اړخونو کي انتقامي بڼه غوره کوي چي حتی د دیپلوماتانو د وقار په زیان تمامېږي.
پنځم، د انساني او مالي پانګي بېځایه لګښت
کله چي بیرته راستانه شويدیپلوماتان د میاشتو او یاهم کلونو لپاره په وزارت کي پر دندو نه ګومارل کېږي، او بل ځای هم دنده نه شي اخیستلای، د هیواد دیوې لويي مسلکي او لوستې کتلې ظرفیت ضایع کېږي؛ خو له دې سره سره نسبتا ښه نیمه حکومتي امتیازات هم تر لاسه کوي. دا له یوې خوا د کادري ظرفیتونو د انرژي او وخت او له بلي خوا د حکومت د بودجې بېځایه لګول دي.
شپږم، د ګومارنو سیاسي کول
د بیرته راګرځېدونکو دیپلوماتانو په هېواد دننه ګومارنو ځنډنی بهیر،دیپلوماتان مجبوروي چي له دباندي څخه د لوړپوړو چارواکو، سیاسیونو او یاهم پارلمان او نورو بنسټونو سپارښتونو، جوړجاړیو او فشارونو ته زمینه برابره کړي!او دا چلند مو د ديپلوماسۍ د لویې دستګاه او بهرنۍ پالیسي د ښه پلي کېدا په وړاندي ستونزي او خنډونه رامنځ ته کوي!
اووم، په بهر کي د دیپلوماتانو له لوري د پناه غوښتنو زیاتېدل
په بهرنیو چارو وزارت کي د بیرته ګومارل کېدو ستونزمن بهیر، یو د هغو لاملونو څخه دی چي هېواد ته د دیپلوماتانو د بېرته راستنېدلو پر ځای په نورو هېوادونو کې د هغوی د پناه اخستلو، لامل ګرځي. څو میاشتي د دندي ترختمېدو وړاندي چي دیپلوماتانو ته مکتوبونه لېږل کېږي، په هغو کي یې د کورنیو ګومارنو په اړه هیڅ ډول ډاډ نه ورکول کېږي.د نه ډاډمنتیا دغه فضا او چاپیریالي لاملونه ددې لامل ګرځي، چي په لویدیځو هیوادونو کي زموږ ډېری ګومارل شويدیپلوماتان، بیرته هیواد ته را ونه ګرځي!
حللاري او وړاندیزونه:
د بهرنیو چارو په وزارت کي د مسلکي او کاري روحیې د پیاوړتیا لپاره په کار ده چي د انساني سرچینو د ښه مدیریت په خاطر،دغو څلوروټکو ته په کلکه پام وشي:
لومړی، وزارت کېله اړتیا بهر سیاسي استخدام بهیر ودرول شي. په دې سره به له یوې خوا د بیرته راګرځېدلو او راستنېدونکو دیپلوماتانو لپاره د جذب ظرفیت خوندي وي او له بلي خوا به د وزارت تشکیل له اضافي پاړسوب څخه وژغورل شي.
دوهم، اړتیا ده چي د هر دیپلومات د بهرنۍ دندي تر پای ته رسولو وړاندي د هغه کاري ساحې، تجربې، مسلکيتوب او لېوالتیا ته په کتو سره، د هغه په کور دننه دندې په اړه پرېکړه وشي او د دندي د ختمېدو په مکتوب کي یې پر نوې دنده د ګومارل کېدو یادونه/ژمنه هم ورسره شریکه شي.
درېیم، د مسلکي دیپلوماتانو او اداري او خدماتي برخو د کارکوونکو بنسټیز جلاوالی په نظر کي ونیول شي، او په اړوندو څانګو کي په ګومارل کېدو یې د تخصُص د پیاوړتیا او په ورته وخت کي پر اداري او خدماتي بستونو د دیپلوماتانو د ګومار کېدو څخه ډډه وشي.
څلورم، د انساني سرچینو د مدریت په برخه کي د اړوندي څانګي مسئولینو ته دنده وسپارل شي چي د بیرته راګرځېدونکو دیپلوماتانو د لاسته راوړنو، تجربو، نظریاتو او معقولو وړاندیزونو هرکلی او درناوی وشي او د هغوی د کاري روحیې پر وده، تمرکز وشي.
دا چاري به له یوې خوا د ګڼو یادو ستونزو په حل کي مرسته وکړي، له بلي خوا به په دیپلوماتانو کي د نوو مسئولیتونو لپاره چمتوالی رامنځ ته کړي.




