اداري فساد د ګټې ترلاسه کولو لپاره د صلاحیت لروونکو چارواکو او مامورینو له خوا له خپلو واکونو ناوړه استفادې ته ویل کېږي. د اداري فساد مفهوم ته په پام سره، دا پوښتنه مطرح کېږي چې ددغه فساد لاملونه څه دي؟ دغې پوښتنې ته په ځواب کې د اداري فساد لاملونه په دې ډول بیانوو:
۱ـ سیاسي لامل: د فساد د ودې او پراختیا ترټولو مهم عامل چې په نړیواله ټولنه کې تر یوه بریده لیدل کېږي د فساد سیاسي عامل دی. په ترسره شویو څېړنو په تېره بیا د ادارې په اړه ارزونو کې په هېوادونو کې فساد تر ډېره سیاسي عوامل لري؛ لکه د لوړپوړو مدیرانو فساد، د سرغړوونکو مدیرانو د خوندیتوب او له سزا د ژغورنې لپاره یې هڅې. دا د فساد د زیاتوالي عوامل دي. هغه مهال دا لامل زیاتېږي چې فاسد وګړي کنټرولوونکي او څاروونکي وي او لوړپوړي مدیران په ګوندي، سیاسي او شخصي مسایلو بوخت دي. له ادارې بهر څارونکو لکه قضاییه قوې نه خپلواکي او ددغو بنسټونو پر لوړپوړو مدیرانو د نفوذ اعمالول، د واکمنو او ولسي ځواک ترمنځ د واټن رامنځته کېدل او د لوړپوړو مدیرانو پر کړنو د ولسي څارنې نشتوالی هم د فساد لاملونه ګڼل کېږي. دا ټول ثابتوي چې د فساد په وده کې سیاسي لامل ترټولو مهم رول لري. د لوړپوړو مدیرانو د غیرموجه ګوښه کولو په وړاندې خوندیتوب، د پياوړو ګوندونو د ودې او د رڼو ټاکنو لپاره زمینه برابرول او په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون زیاتوالی، قانون جوړونه او څارنه، له نسبي څخه ګوندي تناسب ته د ټاکنیز نظام بدلون، د پارلمان په وړاندې د حکومت مسوولیت او په اداري او مدیریتي موردونو کې پر سیاسي مسوولیت سربېره د عدلي مسوولیت لرل د سیاسي فساد له کمښت سره مرسته کوي.
۲ـ کلتوري لاملونه: د فساد په وده کې یو اغېزناک لامل عمومي کلتور دی. پر ټولنه واکمن ازرښتونه او ناخوالې لکه لوړ لګښت، مادیات پالنه، د قناعت نشتوالی، ناسالم رقابت، ناسمه سیالي او تر ټولو مهم فحشا په ټولنه کې د فساد د ودې لامل کېږي.
۳ـ مدیریتي لاملونه: په مدیریتي برخه کې د فساد لاملونه لکه د کاري خوندیتوب نشتوالی، د کارکوونکو کم معاش، د کارکوونکو په حقوقو او امتیازاتو کې د عدالت نه رعایتول، د کارکوونکو د معاشونو ځنډول، د ځینو کارکوونکو له سرغړونو سترګې پټول، د کارکوونکو ترمنځ توپیري چلند او د مدیرانو له خوا توپیر کول د ښاروالیو، تدارکاتو، لوجستیک او عوایدو په شان بنسټونو کې د جرمونو او فساد زیاتوالی. د منظم اداري سیستم تعریف، د ادارې کارندوالی، د قضاییه قوې په تشکیلاتو کې د منظم سیستم رامنځته کول، د مدیرانو لپاره د ګمارنو معیارونو لوړول او د کاري خوندیتوب د معیارونو برابرول د مدیریتي لاملونو له لیرې کولو سره مرسته کولای شي.
۴ـ ټولنیز لاملونه: بې سوادي، د پوستونو انحصاري کېدل، د وړتیا نشتوالی، د ځینو بنسټونو جرمي کېدل، په دولتي سازمانونو کې د کارکوونکو نه ونډه، په ګمارنو کې نه روڼتیا او د تحصیلي او تخصصي څانګې اړوند د وګړو نه ګمارل هغه ټولنیز عوامل دي چې د فساد د پراختیا لامل کېٌږي.
د مسلکي سواد لوړوالی، د څانګو تخصصي کېدل او له منځنۍ تر لیسانس درجې د تحصیلي څانګو بېلول، د تحصیل پربنسټ ګمارنې، په اړونده برخه کې د تخصص او وړتیا لرل، د زده کړو د کیفیت لوړول او په ټولو تحصیلي برخو کې د مدیریتي سیستم جوړول د فساد رامنځته کوونکو علتونو له کمولو سره مرسته کوي.
۵ـ اقتصادي عوامل: د اقتصادي عدالت نشتوالی، په ټولنه کې د شتمنیو او امکاناتو د عادلانه وېش نه شتون، د عوایدو نه انډول، په بازارونو کې د بیو له لوړېدو سره سم د عوایدو نه برابرېدل، لوړ لګښتونه، د اقتصادي ثبات نشتوالی، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې او د خلکو د پېر ځواک کمښت هغه اقتصادي لاملونه دي چې د فساد له پراختیا سره مرسته کوي.
د وارداتي او صادراتي تعرفو ترمنځ د انډول برابرول، د ګمرکي تعرفو لګول، د راکړې ورکړې کچه او سیاسي رابطه، په بازارونو کې د بیو پر بنسټ د عوایدو برابرول، له اداري حقونو د کار د حقونو بېلول، د ګمارنې معیارونو برابرول لکه تقاعد، رخصتي، کاري خوندیتوب، د ناقانونه ایستلو لپاره لوړ لګښت ورکول، په خصوصي برخه کې محاکمو او عدالت ته لاسرسی د اقتصادي عواملو په برخه کې د فساد له کمښت سره مرسته کولای شي.
۶ـ حقوقي لاملونه: د قانون نه روڼتیا، پر قانون د آمرانه سپارښتنو لوړ ګڼل، د رڼو اداري قوانینو نشتوالی، د ستندردونو نه روڼتیا، له اړتیا زیات حکومتي مقررات، له اړتیا پرته د پروژې په توګه قانون جوړونه، د قانون جوړوونکو نه مسلکي والی، په یوه موضوع کې د څو ډول ډول قوانینو وضع کول، د ټولنې د شرایطو خلاف قانون جوړونه او له نورو هېوادونو کاپي کول، د قانون په پلي کوونکو کې د لازم درک نشتوالی او اداري قوانینو ته نه پاملرنه له حقوقي پلوه د فساد د پراختیا لامل کېږي.
د قانون د واکمنۍ اصل، د قانون په وړاندې د دولت له مشره د ښوونځي تر ساتونکي او عادي وګړو د ټولو برابري، د ځانګړي اداري سیستم جوړول، د قانون جوړونکو د مسلکي پوهې زیاتوالی، د قانون د پلي کوونکو د حقوقي پوهې زیاتوالی، د قانون جوړونې د پروژه یي کېدو مخنیوی او قانون د متن روڼتیا د حقوقي فساد په کمولو کې مرسته کوي.
۷ـ اداري لاملونه: نامناسب او غیر ضروري تشکیلات او جوړښتونه، لوي او ناانډوله تشکیلات، څو مدیران او یو کارپوه او یو سلاکار، ناسالمه اداري وده او په اداره کې د معاشونو او امتیازاتو غیرمعیاري لوړول د فساد اداري لاملونه ګڼل کېږي. له بده مرغه کابو ۹۸ سلنه دا لاملونه د افغانستان په دولت کې موجود دي.