د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چهار شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۷مه غونډه کې په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشرۍ څوکۍ له ټاکل کېدو وروسته خپله لومړنۍ نړیواله وینا وکړه.
د رئیسي وینا د ایران په وړاندې د «دوه اړخیزو معیارونو» غندلو او په 2018 کې د عمل له ګډ هراړخیز پلان (برجام) څخه د متحده ایالاتو د یو اړخیز وتلو پروړاندې په خبرو متمرکزه وه. په دې وينا کې په ايران کې روانو لاريونونو ته اشاره ونه شوه. د تېرو څو ورځو لاريونونه په ايران کې په وروستيو کلونو کې د ناکراريو تر ټولو سخته دوره بلل کېږي.
د ۲۲ کلنې مهسا امیني وژنې په ټول ایران کې لاریونونه راوپارول. هغه تیره اونۍ د ارشاد ګزمې لخوا د ایران د حجاب قانون څخه د سرغړونې په تور ونیول شوه، کوم چې میرمنو ته د ویښتو پټولو سپارښتنه کوي. د اميني د کورنۍ غړي وايي، چې د توقيف پر مهال وهل شوى او په سر يې سخت ټپ خوړلی و چې د مرګ سبب یې شو. د ایران چارواکو او دولتي رسنیو دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې امیني باندې د زړه حمله راغلي او وروسته یې په کوما کې ساه ورکړې ده.
د ایران د خلکو غبرګون چټک او پراخه و. ډیرو یې خپل ویښتان پرې کړل یا یې خپل لازمي حجابونه لیرې کړل او په ځینو مواردو کې یې وسوځول. مظاهره چیانو په سمدستي توګه د رژیم د نسکوریدو او د اسلامي جمهوریت د ختمیدو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو ډلې چې د روانو مظاهرو څارنه کوي وايي، تر اوسه لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي. د ایران حکومت د انټرنېټ د لاسرسي او د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو کارولو وړتیا محدودولو سره ناکرارۍ ته ځواب ورکړ؛ خو د اعتراضونو ویډیوګانې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي.
د ناکراریو د کنټرول لپاره له خپلو خلکو سره د ایراني رژیم مبارزه کومه نوې خبره نه ده. په تیرو څو کلونو کې، لاریونونه د ټولنیز او اقتصادي بې عدالتیو لکه د انفلاسیون زیاتوالی یا د اوبو د کیفیت په پایله کې راپورته شوي. په ایران کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته نارضایتی هم زور اخیستې ده. په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته چې محمود احمدي نژاد په کې د درغلیو او بې نظمیو له تورونو سره د بریا اعلان وکړ، لاریونونه پیل شول چې وروسته د “زرغون غورځنګ” په نوم یاد شول.
پخواني لاریونونه تل د حکومت له خوا په زوره ځپل شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان ۲۰۲۰ راپور د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې په یوه اونۍ کې د ایراني امنیتي ځواکونو په لاس له ۳۰۰ څخه د زیاتو نارینه وو، ښځو او ماشومانو د وژل کېدو جزیات ورکوي. رویټرز راپور ورکړی چې په ایران کې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
خو په ایران کې د څارونکو په اند، د تېرې اونۍ د مظاهرو وروستی پړاو ښايي د وروستیو مظاهرو په پرتله ډېر مهم وي. په واشنګټن پوسټ کې د بوسټن کالج د ټولنپوهنې او نړیوالو مطالعاتو پروفیسور محمد علي قدیور لیکي: «د مظاهرو اوسنۍ څپې د تیرو مظاهرو څخه زړورتیا اخلي، مګر په ځینو مهمو برخو کې له دوی څخه پراخه دي.» د قدیور په وینا، لاندې عوامل دا مظاهرې د نورو مظاهرو څخه توپیر کوي: ښځې په سر کې دي، مشهور ایرانیان په ټول هیواد کې ویناوي کوي، ډیری ایرانیان چې معمولا په لاریونونو کې برخه نه اخلي د ښځو او زده کونکو سره د پیوستون لپاره راپورته شوي، او لاريونونو په کې قومي تفرقه له منځه وړی.
دا سخت غبرګونونه د ډیرو فکتورونو او بې عدالتیو پایله ده چې ایرانیان له کلونو راهیسې د جنجالي انتخاباتو او د اپوزیسیون د تاوتریخوالی د ځپلو په ګډون اعتراضونه کوي.
د رئیسي ټاکنې د تېر کال د اګست په میاشت کې د ټولو احتمالي اصلاح غوښتونکو مخالفانو د بې اعتباره کولو او د رای ورکوونکو د کمې رایې په لړ کې ترسره شوې. د ولسمشرۍ ټاکنې د ایران په سیاست کې د منځلارو عناصرو د سیستماتیک حاشیې یوه برخه وه.
د 2020 په پارلماني ټاکنو کې، د نګهبان شورا د 2016 په پرتله درې چنده ډیر ټاکنیز نوماندان بې برخې کړل. په ۱۹۸۰ لسیزه کې اوسنی ولسمشر د رژیم د هغه کمیټې غړی و چې د پنځو زرو سیاسي بندیانو د اعدام حکمونه یې وڅیړل.
په داسې حال کې چې د ایران د څارونکو په منځ کې دا احساس شتون لري چې د لاریونونو دا پړاو به په دې پیړۍ کې د خپلو پخوانیو په پرتله ډیر تاوتریخوالی لرونکې وي، دا ویره هم شته چې موږ لا تر اوسه د لاریون کوونکو په وړاندې د حکومت د تاوتریخوالی بشپړ حد نه وي لیدلی.
«دا پخپله د رژیم کار دی. د اصلاحاتو په مخنیوي، د ایران د سیاسي ډګر محدودولو او د فساد، جبر او ناسم مدیریت په دوام او د آزادۍ په کمولو سره، رژیم په حقیقت کې خلک هڅوي چې د اصلاحاتو پر ځای بغاوت غوره کړي.» د Quincy for Responsible Statecraft موسسی څخه تریټا پارسي لیکي. مګر زه ویره لرم چې موږ تر اوسه د رژیم د ځپلو ظرفیت ته نږدې څه ندي لیدلي. داسې نښې نښانې شته چې په نیویارک کې د ولسمشر رییسی د شتون له امله د ایران حکومت “نرمي کوي.
دا لاریونونه د ایران لپاره په یوه حساس وخت کې رامنځته کېږي، داسې راپورونه خپاره شوي چې د ایران مشر ایت الله علي خامنه ای ناروغ دی (که څه هم انقلابي مشر ته نږدې سرچینو دا راپورونه رد کړي، او هغه په دې وروستیو کې دوه ځله په خلکو کې راڅرګند شوی دی). د هغه د ځای ناستي لپاره د ایران پلان او همدارنګه د برجام د بیا ژوندي کولو لپاره د ایران او متحده ایالاتو موافقې ته د رسیدو احتمال روښانه نه دی، مګر دا به د دی هیواد په روان حالت خورا لوی اغیزه ولري.