په هلمند کې له تېرو شلو کلونو راهیسې جګړه نه ده آرامه شوې او تل یې په یوه نه یوه ولسوالۍ کې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وي او یا هم پر ملکي سیمو بمبارۍ کېږي، چې تر ډېره پکې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، خو په تېرو څو اونیو کې د دغه ولایت اوسېدونکي ترټولو سختې شپې ورځې تېروي.
د تېرې یوې اونۍ جګړه په تېرو شلو کلونو کې ترټولو خطرناکه او ورانوونکې وه ځکه په مرکز لښکرګاه کې هر لوري ته مړي او ټپیان پراته دي او د ټپیانو درملنې ته دومره پاملرنه نه کېږي.
د هلمند د لښکرګاه ښار د جګړې عیني شاهد عزت الله عبرت وايي چې د دې ولایت پر سړکونو مړي پراته دي او ځايي اوسېدونکي یې د جګړې له وېرې نه شي پورته کولای. همداراز د ښار په هره برخه کې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
عبرت وايي چې د لښکرګاه ښار زیات شمېر کلینکونه د دولت له لوري بمباري شوي او خلک د امنیتي ګواښونو له امله خپل ټپیان روغتیايي مرکزونو نه شي رسولی.
د نوموړي په خبره طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي ډېری کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
همداراز، د لښکرګاه اوسېدونکی محمود خان بادیزی وايي چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار له سخت امنیتي وضعیت سره مخامخ شوی او ددغه ولایت اوسېدونکي ترټولو سختې شپې ورځې تېروي، ځکه دواړه لوري د ملکي خلکو ژوند ته پام نه کوي او کورونه او مارکېټونه یې د جګړې ډګر ګرځولي دي.
بل لوري ته په هلمند کې د میشتو قومونو د همږغۍ شورا رئیس عبدالهادي صوفي وايي چې د دولتي ځواکونو په بمباریو او طالبانو په بریدونو کې د لښکرګاه مارکیټونه، کورونه او هټۍ سختې زیانمنې شوې دي.
ښاغلی صوفي وايي چې په لښکرګاه ښار کې یې تراوسه دا ډول حالت نه و لیدلی چې مړي پر سړکونو پراته وي او همداراز زیات شمېر ټپیان په کورونو کې ساه ورکوي ځکه د جګړې له وېري یې روغتونونو ته یې نه شي رسولی.
په ولسي جرګه کې د هلمند استازی کریم اتل وايي چې دولت د هلمند د ژغورنې او امنیت د ټینګښت لپاره منظم پلان نه لري.
اتل وايي، دغه جګړه اوس داسې حالت ته رسېدلې چې طالبانو په ملکي سیمو کې ځای نیولی او له بلې خوا دولتي ځواکونه ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او بازارونه بمباري کوي چې یوازې ملکي خلکو ته زیان رسېږي.
له بلې خوا، د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزی وايي، دولت په لوی لاس هلمندیان د اور په لمبو کې سوځي او د جګړې لپاره منظم پلان نه لري.
هغه وايي چي هلمند اوس تر ټولو سختي شپې ورځې تېروي او که دولت ورته پام ونه کړي انساني ناورین به رامنځته شي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي ددې حالت او جګړې له پراختیا سره هممهاله د جګړې دواړه لوري د خپل پرمختک راپورنه ورکوي.
بل لوري ته له هلمند ولایت څخه یو شمېر کورنۍ د وتلو په حال کې دي او ځینې کندهار ته رسېدلې او هلته په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.