په لومړیو کې درې کسان وو، درې هډور د هغې ښځې د مجازات کولو لپاره چې بېګناه وه. چادری یې له سره لېرې کوي او هغې خونې ته یې بیايي چې یو پېپ او جارو پکې اېښی و. هغې له خپل بدن پرته، نور څه نه لرل؛ خو نور یې پر هغه بدن هم واک نه لاره. طالبانو له پېپ، جارو، غاښونو او د خپل بدن له غړو د هغې د جنسي غړو د ربړونې لپاره کار اخیست. غوښتل یې دا ښځه په ربړونې ووژني، خو مړه نه شوه، ژوندۍ پاتې شوه؛ څو د هغه څه کیسه وکړي چې پرې تېر شوي. دا ښځه یوه له هغو لسګونو ښځو ده چې د طالبانو د ناانساني او وحشتناکې نیونې تجربه لري. پر افغانستان د طالبانو په څه باندې دوه کلنې واکمنۍ کې ښځې د بېلابېل ډوله تاوتریخوالي شاهدانې دي. په دې موده کې طالبانو مېرمنې په بېلابېلو تورنو نیولي او بندیانې کړې یې دي. هغه حالت چې پر دې مېرمنو تېر شوی/تېرېږي په سمه توګه روښانه نه دی. د ناامنۍ کوم حالت چې طالبانو د ښځو لپاره رامنځته کړی، دا پوښتنه راولاړوي چې ښځو ته د کور او سړک فضا خوندي نه ده؛ نو نظارتخونې او زندانونه چې سرپټي ځایونه دی او یوازې د دې ډلې جنګیالي ورته لاسرسی لري، هلته به پر ښځو به څه تېرېږي.
په دې راپور کې د تخار، بغلان او کندوز د ښځينه زندانونو حالت او په دې درېیو ولایتونو کې د هغو ښځو کیسو ته چې د نیول کېدو او بندي کېدو تجربه لري، پوښښ ورکړل شوی دی. د بندي شویو ښځو د کیسو پر بنسټ، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې ښځينه زندانونه د ښځو د ربړونې پر ځای ځایګي او د طالبانو د جنسي تېري لپاره پر یوې خوندي ځمکې اوښتې دي. په دغو زندانونو کې ډېری بندیانې تاجکې او ازبکې دي. په دې زندانونو کې وړې نجونې، د کورنۍ سرپرستې مېرمنې، معترضانې او د پخواني حکومت کارمنانې بندیانې دي. ډېری دا مېرمنې «د نامشروع اړیکو»، «اخلاقي فساد» د مقاومت له جبهې او داعش سره په همکارۍ، د طالبانو پر وړاندې د اعتراض، مخالفت او غلا په تور بندیانې شوې دي. په دغو زندانونو کې ښځې له ناوړه حالت سره مخ دي. د ۸صبح موندنې ښيي چې بندې ښځې د ربړونې، برېښنايي شاکونو، پر مرګ د ګواښنې، جنسي ځورونې او له طالب جنګیالیو سره د جبري واده کولو تجربې لري. دغه راز دې ښځو ته ککړ خواړه ورکول کیږي او روغتیایې په ځانګړي ډول د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال له پامه غورځول شوې ده. بېوزله مېرمنې د خوشې کېدو هیله نه لري، هغوی اړې دي ربړونه او د طالبانو تېری وزغمي یا د تل لپاره خپل تن وروسپاري/د طالب مېرمنه شي.
په دې راپور کې د هېواد په درېیو شمالخیتځو ولایتونو کې د بندي ښځو حالت په دوو برخو وېشل شوی دی. لومړۍ برخه د هغو مېرمنو کیسو ته ځانګړې ده چې په بغلان، تخار او کندوز کې د طالبانو د اسارت تجربه لري او دوېمه برخه په دغو درېیو ولایتونو کې د ښځینه بندیانو روان وضعیت ته کتنه شوې ده. د راپور لپاره راټول شوي اطلاعات د تېرو دوو میاشتو پر مهال له مرکه کوونکو راټول شوي دي. د امنیتي خوندیتوب لپاره د بندیانو نوم او ځانګړنې په راپور کې نه دي یادې شوې او د اصلي نومونو پر ځای له مستعارو نومونو ګټه اخیستل شوې ده.
لومړۍ برخه؛ د طالبانو په منګولو کې د اسارت لومړنی پړاو
۸صبح له هغو ښځو سره غږېدلې چې په تخار، کندوز او بغلان کې د طالبانو له لوري د نیول کېدو او بندي کېدو تجربه لري. ټولې دغه مرکهکوونکې د هغه څه په تړاو چې له نیونې وروسته پرې تېر شوي، ټکان ورکوونکې او وحشتناکې تجربې لري. هغوی د ربړونې او جنسي ځورونې، جبري اعتراف، پر مرګ د ګواښنې او د طالبانو له کسانو سره د جبري واده کولو تجربه لري.
موندنې ښيي چې طالبان له خبراوي پرته، په ډار او وېرې هغه کسان بې له دې چې کوم جرم یې کړې وي یا لږ تر لږه جرم یې روښانه وي، نیسي. د طالبانو هغه ماموران چې نیونې کوي، بې له دې چې روښانه وي کوم بنسټ پورې اړوند دي، د قانون او قاعدې له تبعیت پرته ښځې نیسي. د امر بالمروف او نهی عنی المنکر، استخباراتو او امنیه قوماندانۍ پورې اړوند کسان کله د پولیسو په یونیفورم کې او کله هم په سپینې چپنې او کالیو سره له خبراوي پرته د وېرې او ډار په خپرولو ښځې په سړکونو او کله هم د کورونو له دروازو نیسي.
مریم هغه مېرمن ده چې د طالبانو له راتګ وړاندې یې له خپل مېړه او اولادونو سره ښه دنده او کراره ژوند لاره؛ تر هغو چې طالبانو ونیوله. په حقیقت کې هغه طالبانو نیولې نه ده؛ تښتول شوې ده. نوموړې وايي: «چادري/برقع مې پر سر کړه او له هغې ادارې چې کار مې پکې کاوه، ووتم. له مېړه او اولادونو سره خپل شخصي کار ته روانه وم چې د لارې په اوږدو کې مو یو رنجر موټر مخکې ودرېد. هغوی زه له موټره ښکته کړم او مېړه ته مې یې وویل چې لاړ شي. هغه هم اولادونه له ځان سره کړل او لاړ. طالبانو نه ماته او نه مې مېړه څه وویل. هغوی زه د رنجر په باډۍ کې سپره کړم. کومه ښځه ورسره نه وه. زه پر ډېرو خبرو نه پوهېدم، ځکه په کومه سخته پښتو لهجه یې خبرې کولې. ګومان مې کاوه ما به کومې حوزې یا قوماندانۍ ته بیايي؛ خو هغه ځای ته یې چې بوتلم نه حوزه وه او نه قوماندانۍ، شخصي کورته ورته ښکارېده. حویلۍ ته دننه شو چې لویه وسپنیزه دروازه یې لرله. زه یې یوې خونې کې واچولم. چادري یې راڅخه واخیسته او زما په وهلو ډبولو او ځورولو یې پېل وکړ.» هغه کور ته یې چې مریم وړې وه، کومه ښځينه طالب پولیسه نه وه او د نیول کېدو پر مهال یې هم کومه ښځه نه وه.
د طالبانو پر وړاندې اعتراض، د ژوند په بېه تمامېږي. خو د طالبانو پر وړاندې ښځې بیا د یاغیتوب پر سوژو بدلې شوې دي. هغوی په تشو لاسونو سړکونه د خپلې مبارزې پر سنګر بدلې کړي؛ خو طالبان بیا هر هغه څوک چې پر وړاندې یې غږ پورته کړي، ربړوي او ان د مرګ لومې ته یې غورځوي.
رادیکا یوه بله معترضه ښځه ده چې د کورني او د سړک د ډېرو لاریونونو همغږي کوونکې ده، د طالبانو ربړونه او قمچینه یې زغملې او په وار وار نږدې وه چې ونیول شي؛ خو په تېښته بریالۍ شوې ده.
په لومړي ځل چې رادیکا ونیول شوه؛ د ښځو پر کار له بندیز وروسته اعتراض و. له اعتراض وروسته په بله ورځ په هغه ښار کې چې ژوند پکې کوي، چاودنه کېږي چې داعش ډله یې پړه مني. په هغو ورځو کې مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه د هېواد په شمال کې پرمختګونه لرل. طالبان د هغو کسانو په لټه وو چې خپل جوړ کړي حقیقتونه پرې ومني او هغوی اړ کړي، څو دروغ ومني او پر هغې ګناه اعتراف وکړي چې کړې یې نه ده.
رادیکا هغه مهال ونیول شوه چې له خپلې کورنۍ سره یې د سهار چای څښه. دوو ښځو چې ټول بدن یې په تورو جامو پوښلی و او په لاسونو یې دستکشې وې او تورې عینکې یې په سترګو وې، رادیکا نیسي. رادیکا وايي: «له سلام کلام پرته یې وویل: «تاسې رادیکا یاست؟ ومې ویل هو. بې له دې چې وخت راکړي، لاسونه مې یې ټینګ ونیول.» د رادیکا مور اخوا دیخوا پوښتنه کوي، څو له قضیې خبره شي؛ خو هغوی پام نه ورته کوي. یوه له هغو له خپلو بوټونو سره خونې ته ننوځي او د رادیکا موبایل اخلي او په دې خبرې «میبریمش حوزه» له حویلۍ وځي. د رادیکا کوچنی ورور هم له خپلې خور سره په رنجر کې سپرېږي. طالبانو د هغوی پر مخونه تورې کڅوړې راکاږي او حوزې ته روانېږي. حوزې له ننوتو سره همدا دوې مېرمنې د رادیکا موبایل یو «هډور سړي» سپاري او خپله ځي. نوموړې زیاتوي: «په حوزه کې یوازینۍ ښځه چې وه، زه وم. هره شېبه یو طالب راته او موږ یې رټلو او سپکې سپورې یې ویلي.» تر ماسپښینه رادیکا او ورور یې په حوزه کې ساتل کېږي. طالبانو هغه دواړه دومره وهلي وو چې په خبره یې «له موږ یې د فوټبال توپ جوړ کړی و.»
له ماسپښین وروسته د رادیکا او د ورور پر مخ یې بیا توره کڅوړه راکاږي، بل ځای ته یې لېږدول کېږي[له خلاصېدو وروسته پوه شوه چې د امنیت ریاست و] نوموړې وايي: «هلته مې ورور ته ویل چې تاسې بې غیرتان خپلې خوېندې د امریکایانو تر پښو لاندې اچوئ. دا شل کاله یې د بهرنیانو پر وړاندې مخونه لوڅ و، تاسې مسلمانان نه یاست. تاسې خپلې ښځې نه شئ سمبالولی چې راځي د اسلامي حکومت[طالبانو] پر وړاندې غږ پورته کوي.»
د طالبانو زندانونه له هغو مېرمنو ډک دي چې د «اخلاقي فساد» په تور نیول شوې دي. موندنې ښيي، هغه شمېر کسان چې د «اخلاقي فساد» په تور بندیان شوي یا د ازادې ټاکنې بېه چې د هر انسان حق دی پرې کوي یا دا تور چې له تهمت پرته بل څه نه دي او یوازې د ښځو نیولو او ځورولو لپاره یوه پلمه ده.
د طالبانو له لوري رامنځته شوي وضعیت ته په کتو به څوک تېار نه شي چې له خپل معشوق سره په ښار یا کافې کې ازادنه قدم ووهي، داسې چې هره شېبه د طالبانو له لوري د نیول کېدو وېره هم وي. داسې څه ان د جمهوریت پر مهال هم د کندوز او بغلان په څېر ولایتونو کې چې نجلۍ او هلک دوه په دوه په رسټورانټونو کې یو بل وګوري، ډېر نه تر سترګو کېدل، دمګړۍ خو بیخې لېرې خبره ده. د طالبانو ښځینه څارګرې چې د نیونې بهیر پر مهال له دوی سره همکارې دي، په کافيخونو کې نجونې په پټه څاري او ان په مبایل کې د خبرو کولو پر مهال غوږ نیسي.
ساره هغه نجلۍ ده چې د طالب څارګرو مېرمنو په تهمت کې راګیره شوه. طالب څارګرو مېرمنې ته د لس زره افغانیو نه ورکړې له کبله یې خبره قوماندانۍ او زندان ته ورسېده؛ خو موخه بندي کول نه، کومه بله چاره وه. ساره د ښار په یوې کافيخونې کې خپلې خورلڼې ته په تمه وه، څو راشي او یو ځای په بازار کې څه واخلي. هغه مهال چې خپلې خورلڼې ته په تمه وه، له درېیو کسانو سره چې یوه یې د ترور لور، خورلڼه یې او بل یو هلک چې د ساره ملګری و، ټیلفوني اړیکې نیسي. په دې موده کې یوه مېرمن هم چې مخ یې په برقع پټ کړی و، په کافي خونه کې ناسته وه. کله چې ساره د خپل ملګري اړیکه پرې کوي، هغه مېرمن ورته وايي: «حوزې ته دې بیایم.» ساره تلولۍ کېږي وايي: ولې؟ هغه مېرمن چې د طالبانو څارګره وه، ورته وايي پام یې شوی چې له یو سړي سره غږېدلې ده. ساره ورته وايي چې هغه سړی یې ملګری و او «د مینې په نوم کوم ډول اړیکه» ورسره نه لري. هغه ښځه له نوموړې د پیسو غوښتنه کوي، څو ترې تېره شي؛ خو له ساره سره ټولې یو زر او ۳۰۰ افغانۍ وې. کله چې ګوري له دې نجلۍ څه نه ترلاسه کېږي، خپل همکاران/طالبان راخبروي.
ساره رټي، له لاسه یې نیسي او د طالبانو امنیې قوماندانۍ ته یې بیايي. ساره له ډاره هېڅ نه کوي، همدا خبره کوي چې مبایل دې یې وګوري او کولای شي هغه هلک ته هم زنګ ووهي چې دا ورسره غږېدلې ده. خو هېڅ خبره ګټه نه کوي. له کورنۍ یې پیسې او د حویلۍ اصلي قواله غواړي، خو د ساره پلار نه د پیسو د ورکړې وس لري او نه شخصي کور. هغوی په یو کرايي کور کې ژوند کاوه. د ساره پلار ته ضربالاجل ټاکي، څو پیسې او د حویلۍ سند په ضمانت راوړي. له بلې خوا ساره ته هم وايي، که تیاره وي، نکاح دې وکړي، له بنده یې خوشې کوي. ساره یې نه مني او مخکې له دې چې ټاکلی ضربالاجل پای ته ورسېږي، زندان ته یې اچوي.
په زندان کې د ربړونې کېسه؛ له ښځو یې د فوټبال توپ جوړ کړی
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، مېرمنې په سړکونو، امنیتي حوزو او زندانونو کې په بېلابېلو بڼو ربړول شوې او دغه راز د تېري له اقدام او جنسي ځورونې سره مخ شوې دي. د هغو مېرمنو شمېر چې د طالبانو له لوري جنسي ځورول شوي او هغه چې ربړول شوي، د بېلابېلو لاملونه لکه بهر ته د دغو اطلاعاتو د وتلو مخنیوی، په سرپټو خونو کې د دې چارې رامنځته کېدل، کلتوري دودونه او د وېرې له کبله په ډاګه نه دی. په ځانګړې ډول هغو ولایتونو کې چې مېرمنې د طالبانو او دودونو په بند کې راګېرې دي، د دې لامل شوی چې پېښې د «ناموسي» کېدو له کبله پټې پاتې شي او ډېر کم شمېر کسان تېار دي، په اړه یې وغږېږي. پر دې سربېره بیا هم راپورونه او موندنې ښيي چې ښځو د طالبانو له لوري جنسي او جسمي تاوتریخوالي او کلامي ځورونه تجربه کړې ده. د هغو کسانو خبرې چې د دغه راپور د مستندکولو لپاره ورسره مرکه شوې، دا تصدیقوي.
رادیکا له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «هر طالب مو چې مخکې تېرېده په لغتو او سوکانو یې وهلو. له موږ یې د فوټبال توپ جوړ کړی و.» له هغې وروسته چې رادیکا یې د طالبانو د استخباراتو ریاست یوړه، له هغې پوښتنې ګروېږنې پېل شوې. داسې پوښتنې ګروېږنې چې هره پوښتنه یې له وهلو ډبولو سره مله وه. کله چې د رادیکا خبرو د طالبانو غوسه راوپاروله، د ټوپک په قنداغ یې پر سر وهي او تر ماښامه یې وهي ډبوي. هغه په سر او ملا کې ژوبله شوې، هغه ټپ چې تر اوسه هم ورسره پاتې دی.
دغه راز پيغله ساره چې طالبانو د یو تهمت په تور بندي کړې وه، د هغو ورځو په اړه چې بندي وه وايي: «هره ورځ شکنجه او عذاب و. ما خبرې نه کولې او تل به چوپه وم. یوه ورځ یې بیرون وغوښتم. هلته یو کس چې پاکې او سپینې جامې یې په تن وې، له ما یې وغوښتل چې له زندانه د خلاصېدو په بدل کې نکاح ورسره وکړم. خو ما یې غوښتنه ونه منله.» د هماغه کس په امر یې له ستنې سره وتړلم او په کېبل یې وهلم.
د جنسي غړو ربړونه او د ښځو پر وړاندې جنسي تېری
طالبان په ربړونه او سپکاوي بسنه نه کوي، هغوی ښځو ته جنسي ربړونه هم ورکوي. له هغې وروسته چې یو کس ونیول شي، بیا د خپل بدن پر غړو او ژوند حق نه لري. طالبان یې ټول بدن د فتح شوې ځمکې په څېر د ځان غنیمت بولي او هر څه چې وغواړي پرې کوي یې. هغوی د خپلو تېرو شلو کلونو عقدې، جګړې، وحشت او چاودنې چې په خبره یې د ښځو د حجاب د ساتلو او اسلامي شریعت د قایم کولو لپاره یې کړي، د ښځو پر بدن خالي کوي.
د ۸صبح د موندنو پر بنسټ، په تخار کې په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو له لوري پر مېرمنو د جنسي تېري اته پېښې شوي دي. له دې ډلې یوه یې د روان کال د زمري په میاشت کې وه چې مولوي نصرالله حذیفه د طالبانو امنیه قوماندان، یوه نجلۍ چې په نظارتخونه کې وه، ناڅرګند ځای ته بیايي او تېری پرې کوي. یوې سرچینې له ۸صبح سره په خبرو کې ویلي: «د تخار امنیتي حوزې د نجونو لپاره خوندي نه دي. نیول شوې مېرمن یا وهل ډبول خوري یا له جنسي ځورونې سره مخ کیږي، که څوک ونه لري یا د کومې ځانګړې عقدې له مخې نیول شوې وي، له بدتره حالت سره مخ کېږي.» «بدتره حالت» یعنې جنسي تېری.
طالبان په کندوز کې شخصي زندانونه لري. که څه هم د دغو زندانونو کره شمېر څرګند نه دی؛ خو ویل کېږي چې طالبان ځينې ښځې نیولي او خپلو شخصي زندانونو ته یې بیولې دي. یوې مرکه کوونکې د دغو بندخونو له ډلې په یوه کې د جنسي ځورونې ناوړه او وحشتناکه تجربه لرلې ده.
مریم په ډلییزه توګه د طالبانو له جنسي ځورونې سره مخ کېږي. هغوی پر مریم داسې حالت راولي چې کله یې مېړه ویني، ورته وايي: «ته مې نوره پکار نه یې.» طالبان، دوه دوه کسان په نوبت هغې خونې ته ورځي چې مریم پکې وه او ربړوي یې. داسې ربړونه چې قلم یې په لیکلو شرمېږي او لیکوال یې له لیکلو عاجزدی.
په هغې خونه کې چې مریم وه، لاسي جارو و. پر هغه جارو او وروسته پېپ پر مریم باندې داسې کانې کوي چې ویل، لیکل او اورېدل یې درد او خواشیني ده. مریم بیا دا عذاب د ژوندانه په یوه ورځ کې څکلی دی. له درده هغه ډکه شېبه داسې بیانوي: «لومړی یې جارو راواخیست او پر سینو او کوناټو یې ووهلم. په خولې مې نه راځي چې څه راباندې وکړل او ویل یې ګران دي. یو یې بل ته ویل چې دا پېپ واخله او په … ورته ومنډه. بیا به یې په لوړ غږ وخندل.» درې طالب ربړونکو مریم ته خپله لمن ښودلې ویل یې که «غواړي زموږ دا لمن مرداره کړي؟» هغوی پر مریم د جنسي تېري قصد لاره، وايي: «داسې چې له ما یې د مقاومت هوډ اخسیتی و، یوه یې سینې راته کشولې او بل ته یې ویل جارو یې په ځان ورومنډه.»
د هغو کسانو له ډلې چې مریم یې جنسي ځورولې یوازې درې یا څلور کسان یې په یاد دي. هغه یې دومره ربړولې وه چې د درد، غوسې او عذاب له کبله یې ترې د لیدلو وړتیا اخیستې وه او خپله یې هم نه خوښېده هغه څه یې چې پرې کول، وویني. له ډېرې ربړونې وروسته، ماښام ته نږدې نور نوي کسان راځي، هغوی په پېپ مریم دومره وهي چې بې هوښه کېږي. د بې هوښۍ موده یې په یاد نه ده، خو ګومان کوي یو ساعت به بې هوښه وه. هغه مهال چې بې هوښه وه، نه پوهېږي چې څه پرې شوې دي، خو پر بدن یې نښې وې. «کله مې چې سترګې پرانېستې، یوه ښځه مې په خونه کې وه، هغې ته یې مور مور ویل.» نه پوهېږم څه یې کېدله.
له خلاصېدو وروسته، مریم خپل کور ته راوستل کېږي، «په کور کې مې مېړه بدن ولید، د سینو په سر، اوږو او په ملا مې د غاښونو چاپ و، ټول بدن یې راته تور اړولی و. کېناستلی نه شوم او د پښو منځ مې درد کاوه.» له هغې پېښې وروسته د مریم مېړه له هغې د بېلېدو پرېکړه کوي، خو بېرته ترې په شا کېږي. مریم خپل پلارنی میراث پلوري او په قاچاقي لارې ګاونډي هېواد ته پناه وړي.
ښځې مجبورېږي چې پر ناکړې ګناه اعتراف وکړي
په ټوټالېټرو/ استبدادي نظامونو کې د نظامي/پولیسي ځواک د محدودولو لپاره هیڅ ډول کنټرول نشته؛ خلک له دې پرته چې جرم یې ثابت شوی وي، نیول کیږي، له دې پرته چې محکمه ته یې دوسیه راجع او له قضایي بهیره تېره شي، زندان ته اچول کیږي. په دې ډول نظامونو کې وېرول او شکنجه کول د فشار وسیلې دي چې د اعتراف اخیستو لپاره کارول کیږي. د طالبانو رژيم هم د استبدادي رژيم په څېر خلک بې له دې چې جرم یې ثابت وي او يا یې کوم مجرمانه عمل ترسره کړی وي، نيسي او زنداني کوي او د جبري اعتراف د اخیستو لپاره له زور او شکنجې کار اخلي. د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د وضعیت په اړه خپاره شوي راپورونه تاییدوي چې طالبان د خپل مطلوب اعتراف لپاره له دردناکو لاروچارو لکه بریښنایي شاکونو، د غړو له پرې کولو، په اوبو کې له ساه بندولو او وهل ټکولو کار اخلي.
هغه څه چې د طالبانو په کار کې د پام وړ دي، دا دي چې هغوی یوازې د جبري اعتراف لپاره له شکنجې کار نه اخلي، ځکه چې نیول شوی/بندي کس عملاً د ویلو لپاره څه نه لري او نه یې کوم جرم کړی وي چې تر فشار لاندې یې اعتراف وکړي، بلکې تر ډېره ترې د هغو خبرو د اورېدو لپاره شکنجه کیږي، چې له مخکې یې پخپله زنداني ته ټاکلې دي. طالبان ډېر لېواله دي چې د هغو کسانو لپاره چې نیسي یې، جنايي دوسيه جوړه کړي. هغوی هڅه کوي هغه پېښې هم د نیول شوي کس پرغاړه واچوي چې په هغه پورې تړاو نه لري او تړاو نه شي لرلای. د کېدونکو چاودنو او ناامنیو په اړه غواړي له هغه چا چې نیول شوي وي او جرم یې معلوم نه وي ناوړه ګټه پورته کوي او کله چې ښځې بندیانوي نو پر هغوی دا ټاپه لګوي چې د «لوېدیځ نوکرانې» دي او له بهرنیانو یا مقاومت سره همکاري کوي.
تر هغې څو ورځې وړاندې چې رادیکا ونیول شي، له څو ښځو سره یې اعتراض کړی و او په بله ورځ یې په تخار ښار کې چاودنه شوې وه. طالبانو رادیکا په دې چاودنه کې په لاس لرلو او له ملي مقاومت جبهې سره په همکارۍ تورنه کړې وه او غوښتل یې چې رادیکا په شکنجه کولو او وهلو ټکولو سره دا تور ومني. هغه وايي: «زه د مقاومت له جبهې سره په همکارۍ تورنه شوم. د کسانو نومونه به یې اخیستل او ویل به یې چې له کومو سره په اړیکه کې یې؟ او څوک دې ملاتړ کوي؟» هغوی رادیکا ته ورته تورونه او پوښتنې په تکرار سره اورولې څو هغه مجبوره شي چې ویې مني. خو د رادیکا ځواب روښانه و؛ هغې د خپلې مبارزې لامل د خپلو حقونو خوندېتوب باله او د هغوی د شکنجې پر وړاندې یې مقاومت کاوه. د رادیکا ځواب او سرختۍ هغوی لا په غوسه کول. کله چې رادیکا د طالبانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې «کله امریکا هیواد اشغال کړ، ولې مو خپل غږ پورته نه کړ؟» وايي: «که مو د خلکو ژوند تیاره کړی نه وای او جګړه او جنایت مو نه وای کړی، امریکا افغانستان ته د راتلو فرصت نه پیدا کاوه.» هغوی یې د ټوپک په قنداغ په سر او اورمېږه وهي. بله ورځ هغوی رادیکا بیا د ګروېږنو او اعتراف لپاره ورغواړي. په داسې حال کې چې رادیکا د شکنجې د درد له امله په سختۍ سره کولای شي خپل سر پورته ونیسي او ګام واخلي. کله چې پوښتنو ګروېږنو ته کیني، د طالبانو استازی ورته وايي: «اوس باید سم ځواب راکړې.» خو رادیکا نه د خبرو توان درلود او نه د کېناستلو.
مريم ته نیول کېدل د جنسي ځورونې په بیه پرېوتل. کله چې طالبانو هغه ځوروله او شکنجه کوله ترې پوښتل یې چې له کوم لوېدیځ سازمان او موسسې سره اړیکې لري او له چا سره کار کوې. پر سارې یې چې د «اخلاقي فساد» او «نامشروع اړیکو» په تور یې نیولې وه، د دې خبرې منل غوښتل چې له هغه هلک سره «نامشروع اړیکه» لري چې ټيلفوني اړیکې یې ورسره لرلې. ساره وايي:« «هغوی په زور غوښتل چې دا ومنم، هم د نیولو پرمهال او هم د بندي کولو پرمهال.» په داسې حال کې چې سارا په دلیل سره ورته دا روښانوي چې له هغه هلک سره «د مینې اړیکه» نه لري او یوازې یې ملګری دی.
له طالبانو سره جبري واده له زندانه د خوشې کېدو یوه لار
طالبان له یوه سړي سره د نیول شوې ښځې نکاح او واده له بنده د هغې د خلاصون لاره ګڼي. د ۸صبح موندنې ښيي، چې یو شمېر هغه نجونې چې د طالبانو په لومه کې لوېږي، د طالبانو او یا د هغوی له ملګرو سره واده کولو ته اړې کېږي. که بندې ښځه د طالبانو د خوښې وړ کس سره واده ته حاضره شي، خوشې کېږي. لږترلږه دوه هغه ښځې چې مرکې ورسره شوې، یوه یې په بغلان او بله یې په کندز کې د طالبانو له خوا له زنداني کیدو وروسته د طالبانو له غړو سره واده کولو ته اړې شوي دي.
کله چې ساره له طالب سره د واده کولو غوښتنه ردوي، هغوی یې ربړوي. سارې هیڅ جرم نه دی کړی او د هغې په اند چا نه شوای کولای چې د اوږدې مودې لپاره یې په زندان کې وساتي.«که زه په زندان کې پاتې شوې وای، یوه طالب به له ځانه سره بیولی وای، لکه څنګه چې یې نورې ښځې بیولې. مجبوره شوم چې له بل چا سره چې لږ تر لږه طالب نه دی، واده وکړم.» د هغې کورنۍ سارا ته یو هلک په پام کې نیسي چې واده ورسره وکړي، څو دا «شرم» پټ کړي. خو د نسرین لپاره داسې سړی نه پیدا کیږي چې طالب نه وي او واده ورسره وکړي.
نسرین پخپله یوه سرپرسته ښځه وه، چې مېړه یې کلونه وړاندې په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی و. د طالبانو په بند کې د څو شپو ورځو له تېرولو وروسته کله چې د کندز ښار څلورمې امنیتي حوزې ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره ورغوښتل کیږي، ورته ویل کیږي چې که نه غواړي خبره یې زندان «بدنامۍ» او د اولادونه بې سرپناهۍ ته ورسېږي، باید واده وکړي. نوموړې هغه مهال دا خبره نه مني. خو ترهغې وروسته چې یو څه موده په زندان کې تېروي، د خپلې خوښې پرخلاف د خپلو ماشومانو په پار جبري واده ته اړه کیږي. د نسرین په وینا: «راته ویل یې چې سخت کار نه دی، یوازې نوم یې راښيي، څو زما ماشومان سرپرست ولري او پخپله هم له جنجاله خلاصه شم، پوهېدم چې عاقبت به مې څه وي، خو مجبوره وم، له همدې امله مې ومنله او اوس سوځېږم.
د طالبانو پر خلاف د ترټولو کوچنۍ کړنې د کولو په صورت کې په مستقیمه توګه ویشتل کېدل
طالبان هغه کسان چې زنداني کوي، له ضمانت پرته نه خوشي کوي. ان که نیول شوي کس کوم جرم نه وي کړی، بیا هم ترې «ژمنه او ضمانت» اخلي چې د طالبانو پر ضد به کوم کار نه کوي او که داسې وکړي، طالبان ځان ته حق ورکوي چې له ازادۍ او ژونده یې محروم کړي. دغه راز دغه ډله د بندیانو د خوشي کولو لپاره له کورنیو د پیسو غوښتنه کوي. د خوشي کېدو پرمهال نیول شوي کس بایومیټریک کوي او پاسپورټ او تذکره یې ضبطوي. د ۸صبح راپورونه او په دغه راپور کې د هغو ښځو خبرې چې مرکې ورسره شوي، دا خبرې ثابتوي.
طالبان رادیکا په داسې حال کې خوشي کوي چې پاسپورټ او تذکره یې ضبطوي. له هغې ضمانت اخلي چې پکې ليکل شوي چې که بيا د طالبانو پر ضد څه وکړي، په عمري بند محکومېږي او يا په مستقيم ډول وژل کېږي او څوک له ځانه د دفاع حق هم نه لري. د پاڼې په پای کې یې بیا په ټینګار سره لیکلي چې «که ستاسو له خوا تر ټولو کوچنی خلاف عمل وشي، امر ورکول کیږي چې مستقیمې ډزې درباندې وشي.» په دې پاڼه کې د رادیکا او د هغې د ورور او نورو قومي مشرانو چې د رادیکا د خلاصون لپاره ورغلي وو، د ګوتې نښې اخیستل کیږي. له مريمې هم ژمنه اخیستل کیږي او د هغې ادارې مدیر چې هغې پکې کار کاوه، طالبانو ته يو څه پيسې ورکوي څو هغه له بنده خوشې شي.
هغه نجونې چې کورنۍ یې نشي کولای طالبانو ته پیسې ورکړي، مجبورې دي چې د طالبانو په بند کې تر ربړونو لاندې ژوند وزغمي. که ساره بېوزله نه وای، نو کار به یې له قوماندانۍ زندان ته نه رسېده او د جبري واده قرباني کېده به نه. هغې طالبانو ته د پیسو ورکولو وس نه درلود او مجبوره شوه چې بند، ربړونې او جبري واده ومني. نسرین هم وايي: «که مو کورنۍ بډایه وي، د خلاصون هیله مو شته.»
دویمه برخه: په تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د ښځینه زندانونو حالت
په کندز، تخار او بغلان ولایتونو کې د طالبانو په زندانونو کې ښځې په ناوړه وضعیت کې دي. په زندانونو کې د اسانتیاوو نشتوالی، د روغتیايي خدمتونو نشتوالی، د حفظ الصحې نشتوالی او سپکاوی، ربړونه، وهل ټکول، جنسي تیري او ککړ خواړه هغه څه دي چې په دغو زندانونو کې ښځې ورسره مخ دي. د ۸صبح د موندنو له مخې، اوسمهال د تخار او بغلان په زندانونو کې ۱۰۷ بندیان شته او په کندوز کې د ښځینه بندیانو د شمېر په اړه کره شمېرې نشته. موندنې ښيي چې اوسمهال د تخار او بغلان په زندانونو کې ۷ مېرمنې د پخلي، ساتني او تلاشۍ په برخو کې کار کوي. د دې ترڅنګ چې دغه مېرمنې پخپله د ژوند خوندیتوب نه لري، کله ناکله ترې غوښتل کیږي چې زندانیانې شکنجه کړي او که په دې کار کې ځنډ وکړي، پخپله وهل کېږي.
د ۸ صبح د موندنو له مخې په وروستیو میاشتو کې دوې بندیانې د تخار له زندانه او یوه د بغلان له زندانه ډاکټر ته د بیولو او ناروغۍ په پلمه اېستل شوې دي او برخلیک یې معلوم نه دی. دغه راز په دغو زندانونو کې طالبان د ښځینه بندیانو له ډلې چې کومه ښځه خوښه کړي، د څومره مودې لپاره یې چې وغواړي ساتي او یا یې په زور واده کولو ته مجبوروي. له بنده یوه خوشې شوې ښځه چې د اجباري واده قرباني شوې، تاییدوي چې طالبان ښځیه بندیانې مجبوروي چې د هغوی جنسي غوښتنې او ورسره واده کول ومني. هغه زیاتوي چې په زندان کې د طالبانو یو قوماندان چې د نارینه وو په زندان کې کار کوي، څو ځلي د خپلې جنسي غوښتنې د پوره کېدو لپاره ځان ته ورغوښتې ده.
د دغو دریو ولایتونو په زندانونو کې ډېری بندیانې ښځې په «اخلاقي فساد»، «نامشروع اړیکو» له کوره په تېښتې، تېرحکومت کې په کارکولو، سیاسي او مدني فعالیت، له داعش او ملي مقاومت جبهې سره په همکارۍ غلا، وژنې او د نامناسبو جامو په اغوستو تورنې دي. د ډېری دغو ښځو جرمونه ثابت شوي نه دي او دوسیه نه لري. سرچينه وايي، چې د ډېرو دغو مېرمنو برخليک معلوم نه دى او یو شمېر یې په دغو زندانونو کې د یو څه مودې له تېرولو وروسته، د کابل زندان ته استول کېږي.
د بغلان په زندان کې د ښځو حالت
دبغلان ولايت ښځینه زندان د دوشي ولسوالۍ په کیله ګي سیمه کې موقعیت لري چې د نارينه وو زندان هم پکې دی. په دغه زندان کې ۵ ښځې د پخلنځي او تلاشۍ په برخو کې کار کوي او ۵۳ ښځې او نجونې چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي، بندیانې دي. په دغو بندیانو کې ډېری یې تاجیکې او د اندرابیو دي. د دغو ښځو په ډله کې داسې میندې هم شته چې کوچني ماشومان ورسره دي. د هغو ښځو په وینا چې مرکې ورسره شوي دي، په دغه زندان کې ښځې په بد حالت کې ژوند کوي. ان تر ټولو لږ امکانات هم ورته نه دي برابر شوي. د ښځو روغتیا ته پاملرنه نه کیږي. دغه راز، د هغوی د میاشتني عادت روغتیا په پام کې نه نیول کیږي او ان ښځو ته کوټکس هم نه ورکول کیږي.
هغو ماشومانو ته چې له خپلو میندو سره بندیان دي، پاملرنه نه کیږي او ان پوښاک هم ورته نه برابرېږی. له ۸صبح سره په خبرو کې یوې خوشې شوې مېرمنې وویل: «بندیانې د حیض د وینې له امله د زندان له ښځينه کارکوونکو د لاندنۍ جامې او ټوکر غوښتنه کوي.» هغه ښځې چې کوچني ماشومان لري، هم ماشومانو ته یې پاملرنه نه کیږي او دغه ښځې کله ناکله د زندان ښځينه کارکوونکو ته زارۍ کوي چې ماشومانو ته یې له بهره جامې راوړي.»
د راپور موندنې ښيي، چې ډېری دغه بندیانې د اخلاقي فساد، له کوره د تېښتې، د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ او غلا په تور زنداني شوې دي. تر اوسه په زندان کې داسې کومه ښځه نشته چې له ربړونې او تاوتریخوالي سره مخ شوې نه وي. یوه سرچینه وایي: «کله چې غواړي یوه ښځه شکنجه کړي، هغه په یوې ستنې(پایې) پورې تړي او هغو مېرمنو ته چې په زندان کې کار کوي امر کوي چې ښځه په قمچینې او لغتو ووهي، که د وهلو پرمهال یې لاس ولړزېږي او یا یې په وهلو کې زړه نازړه شي، طالب سړی چې د ښځو د شکنجې لیدو ته راغلی، پخپله لاس پکار کیږي او هم د زندان ښځینه کارګره وهي او هم بندي ښځه. کله چې مور د ماشوم د سترګو په مخکې شکنجه کیږي، ماشوم دومره ژاړي چې د تېږې زړه ورته اوبه کیږي، خو طالبان نه غوږ لري چې واوري او نه زړه لري چې ویې سوځوي.»
د دې ترڅنګ د بغلان ښځینه زندان هغه ځای ګرځېدلی چې طالب قومندانان خپلې جنسي غوښتنې پکې پوره کوي او په ځینو مواردو کې مېرمنې پکې خوښوي. لږ تر لږه دوو سرچینو له ۸صبح سره په خبرو کې دا خبره تایید کړې ده. هغوی وايي چې طالبان کله نا کله د ښځو له زندانه لیدنه کوي او کومه ښځه یې چې خوښه وي له ځان سره یې بیایي. په ځانګړې توګه هغه ښځې چې کورنۍ یې لیدو ته نه راځي او دا هم نه ده معلومه چې کورنۍ یې له زنداني کېدو خبره ده او کنه.
د بغلان په زندان کې د ښځینه بندیانو د خوړو ککړول یو بل مورد دی. معمولاً د زندان پخلیکار د پخولو لپاره دوه دیګه باروي او هغه چې د بندیانو لپاره دی، یو ډول موادو پکې اچوي. د یوې ښځې په وینا چې مرکه ورسره شوې، دا مواد د دې لپاره دي چې ښځې په زندان کې تاوتریخوالی او شورماشور ونه کړي او ارامې شي. البته، دا ښځه د دغو موادو د کارولو پر اصلي موخې نه پوهېده او اټکل یې کاوه چې د بندینو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره به کارول کیږي.
د تخار په زندان کې د ښځو حالت
په تخار ولایت کې دوه ښځينه زندانونه دي، چې یو یې عمومي زندان دی او بل یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د ریاست اړوند نوی جوړ شوی زندان دی. د تخار په عمومي زندان کې له ۱۸ کلونو د کم عمره نجونو په ګډون ۵۴ ښځې بندیانې دي. اکثره بندیانې ښځې تاجکې او ازبکې دي. په دغه زندان کې ۲ نورې ښځې د پلټونکو په توګه کار کوي. دغه دوه ښځې د سهار له اوو بجو د مازدیګر تر پنځو بجو پورې په زندان کې وي او د شپې له خوا له ښځینه بندیانو پرته هیڅ ښځه په زندان کې نه وي.
په دغه زندان کې ښځې پخوانۍ دولتي کارکوونکې، اعتراض کوونکې او هغه ښځې دي چې د «نامشروع اړیکو» قتل، غلا، په ټولنیزو پاڼو کې د طالبانو ضد مطالبو د لیکلو او د داعش او مقاومت جبهې په ګډون د طالبانو له مخالفینو سره د اړیکو په تور نیول شوې دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه ښځې چې له وسله والو طالبانو سره د اړيکو لرلو په تور زنداني کیږي، له پنځو تر شپږو مياشتو زنداني کېدو وروسته کابل ته لېږدول کیږي.
د زندان مسوول د «قاري بسم الله اشرفي» په نوم يو سړی دی او د زندان پخلیکار هم يو سړی دی. په دې زندان کې ښځو ته لومړنۍ دیني زده کړې ورکول کیږي او د «حجاب» او «عفت» په اړه مسایل ورزده کول کیږي. د دغو بندیانو د دیني زده کړو مسولیت یو نارینه او یوه ښځه پرغاړه لري.
د ۸ صبح د موندنو له مخې، طالبان په دغه زندان کې له بېلابېلو ربړونو کار اخلي. په دغه زندان کې ښځو ته د سزا ورکولو لپاره جلا خونه هم شته چې د شکنجې بېلابېل وسایل پکې دي. د ښځو په مجازاتو کې د هغوی عمر او هغه تور ته چې ورپورې شوی له پام پرته، برېښنايي شاکونه، وهل ټکول او په قمچنو وهل شامل دي. ښځې د طالبانو د نظامیانو له خوا ربړول کیږي. یوې سرچینې ۸صبح ته وویل: «د شکنجې پر مهال یو طالب ښځه ټینګه نیسي او بل طالب هغه په قمچنو یا په سوکانو او لغتو وهي.» دغه سرچينه دغه راز وایي: « هغه ښځې سنګساروي چې اخلاقي فساد یې دروند وي او پر وړاندې يې شواهد موجود وي.»
یوې ښځې له ۸صبح سره په مرکه کې پر پورتنيو خبرو په ټينګار سره زياته کړه، چې په دغه زندان کې د شکنجې د ډېروالي او بېلابېوالي له امله هېڅ ښځه په زندان کې د خپل ماشوم د ساتلو حق نه لري. د بندي ښځو ماشومان يا د هغوی خپلوانو ته سپارل کيږي او يا وړکتون ته استول کيږي. له بندیانو سره لیده کاته د ښځینه بندیانو په وضعیت پورې اړه لري. یوه سرچینه ۸صبح ته وايي: «ځینې ښځې حق نه لري چې له چا سره وګوري، کله چې بندي ښځه کې د شکنجې د سختوالي له امله سیک نه وي پاتې، یا یې د شکنجې نښې په بدن کې څرګندې وي، تر روغېدو پورې اجازه نه ورکوي چې له چا سره وګوري.»
طالب قوماندانان کله نا کله دغه زندان ته د ځوانو نجونو او ښځو د لیدلو لپاره راځي. له دې امله چې د بندي ښځو د ساتنې مسووليت طالبان پر غاړه لري او د شپې له بندي ښځو پرته نورې ښځې هم حضور نه لري، د شپې له خوا د ښځو د حالت په اړه معلومات په لاس کې نشته. خو د دغه زندان د مرکه کوونکو ښځو په وینا، په وروستیو میاشتو کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ، چې له خپل ملګري هلک سره د «ناقانونه اړیکو» په تور نیول شوې وه، دغه زندان ته راوړل شوې وه. کله چې دا نجلۍ د پلټنو او ګروېږنو خونې ته وړل کیږي، هغه بې هوښه کیږي. څو ساعته وروسته هغه روغتون ته لېږدول کیږي او بندیانو ته ویل کیږي چې مغزي سکته یې کړې ده. خو حقیقت له هر چا پټ دی پرته له طالبانو چې هغه یې زنداني کړې وه او د تحقیق په خونه کې ورسره وو.
د کندز په زندان کې د ښځو حالت
د کندز ښځینه زندان د کندز د نارینه وو د زندان په ودانۍ کې دی، چې یوه برخه یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده. دغه زندان ته ښځې د څو پړاوه پوښتنو ګروېږنو له تېرولو او د دې ډلې د امنیتي حوزو په کانتینرونو کې د یو څه وخت له تېرولو وروسته وړل کیږي. د دغه زندان د کره شمېرو اوځانګړتیاوو په تړاو معلومات نشته. خو د یوې ښځې په وینا چې په دغه راپور کې ورسره مرکه شوې، هره ښځه چې دې زندان ته راوړل کیږي د تاوتریخوالي څو پړاوونه تېروي. بندیانې ښځې یا د طالبانو د هغه قوماندان شخصي زندان ته وړل شوې چې د هغې د نیولو مسوولیت یې پر غاړه درلود او یا هم په حوزه کې تر فشار او شکنجې لاندې پاتې شوې ده.
دغه ښځه چې اوس د طالبانو یوه نظامي ته واده شوې ده، خپل د زنداني کېدو یوازینی لامل له خپلو کوچنیو ماشومانو سره ژوند کول ګڼي. هغه د خپلې کورنۍ یوه سرپرسته ښځه ده چې د طالبانو له خوا له نارینه وو سره د اړیکو په تور نیول کیږي. خو وروسته څرګندېږي چې د هغې د زنداني کېدو اصلي لامل دا و چې د طالبانو جنسي شریکه شي. هغه وايي: «پر مایې تور پورې کړ چې له نامحرمه نارینه وو سره ناسته ولاړه لرم او راته ویې ویل چې فاحشه یم، کله چې زه په حوزه کې وم، له مایې د پیسو او د کور د سند غوښتنه وکړه، خو ما دواړه نه درلودل.» په زندان کې یو طالب جنګیالی له هغې غواړي چې واده ورسره وکړي، څو یې ماشومان سرپرست ولري او دا هم په زندان کې ورسته نه شي. هغه وايي، د داسې چا د خلاصون هیله شته چې پیسې لري، خو هغه ښځې چې بې وزلې دي باید یا طالبانو ته خپل بدن تسلیم کړي او یا هم زندان او کله نا کله د طالبانو له خوا ربړول او ځورول وزغمي.
په تېرو دوو کلونو کې رسنیو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ راپورونه خپاره کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د ژوند د بېلابېلو کړاوونو ښودنه کوي. دغو بنسټونو په وار وار د دغې ډلې له خوا د ښځو د جنسي ځورونې، وهلو ټکولو، بندي کولو او وحشتناکو شکنجو په تړاو غبرګون ښودلی او اندېښنه یې څرګنده کړې ده.
د هېواد د درېيو شمالي ولايتونو په زندانونو کې د ښځينه بنديانو د وضعيت په اړه تر دې وړاندې د ٨صبح ورځپاڼې راپور خپور کړى و، چې پکې د هغو ښځينه بنديانو په اړه معلومات خپاره شوي وو، چې څو ځلي پرې جنسي تېرى شوى و، خو هغه څه چې د پورتني راپور په متن کې راغلي، د هیواد په شمال ختیځ کې د ښځینه بندیانو پر وړاندې د طالبانو له لوري د ربړونو د غیر انساني بڼو کارول ښيي چې د پاملرنې وړ دي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو په زندانانو کې د دې ډلې له خوا له بندیانو سره د چلند په اړه د بنسټونو له پرلپسې اندېښنو سره سره، دغه ډله لا هم ټينګار کوي، چې هغه څه چې ترسره کوي یې د اسلامي شريعت له احکامو سره سم دي.
تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې د هغو اعتراض کوونکو او د بشري حقونو د نورو فعالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه چې له طالبانو سره بندیان دي. دغه بنسټ د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق نه غوښتي وو، چې د بندیانو ربړول او ځورول پای ته ورسوي او هغوی ته اجازه ورکړي چې مدافع وکیل، خپلو کورنیو او روغتیایي امکاناتو ته لاسرسی ولري.
په ورته وخت کې یوناما په خپل تازه راپور کې یو ځل بیا وویل، چې د طالبانو له لوري د نیولو، ربړولو او غیر قانوني وژنو په ګډون د بشري حقونو نقض دوام لري او دغې ډلې په داسې حال کې چې له نړۍ سره یې په وار وار ژمنه کړې، په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندېتوب په برخه کې هېڅ ژمنه نه ده پوره کړې.