۸صبح، کابل: د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان لومړي وزیر څرګندونو په غبرګون کې بيبيسي ته ویلي، چې له پاکستانه مننه کوي او بهرني کاري ځواک ته اړتیا نه لري.
نوموړي شنبه د مرغومي پر ۲۶ له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، افغانستان کې د اړتیا وړ لوستی ځواک شته.
له بيبيسي سره د ذبیحالله مجاهد د خبرو غږیز پیغام چې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم خپور کړی راغلي: «په وزارتونو کې د کار په موخه لوستي ځوانان شته او بهرني کاري ځواک ته اړتیا نه لیدل کېږي.»
نوموړی وايي: «تاسې پوهېږې، چې هېوادونه د اړتیا له مخې له بهره کادرونه راغواړي، خو د خدای په فضل افغانستان د کادرونو له اړخه بسیا دی.»
مجاهد زیاته کړې، چې په اقتصادي، سوداګریزو او مالي برخو کې همکاري مني. نوموړي ویلي، افغانستان کې ځینې بانکي ستونزې رامنځته شوې، چې مرستې ته اړتیا لري.
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند په دې غږیز پیغام کې ویلي، افغانستان ته د بشري ځواک لېږل چې عمران خان مطرح کړې، بېلابېلو هېوادونو هم مطرح کړې ده.
له بلې خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله فیسبوکپاڼه کې د پاکستان له دې پرېکړې مننه کړې، خو ویلي دي چې افغانستان ته د بهرني کاري ځواک اړتیا نه محسوسېږي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې د روغتیا، اقتصاد او مالي برخو کارپوهان به افغانستان ته ولېږي. د عمران دا څرګندونې افغانستان کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.