کله چې ماشومه وم، په لوبو به بوخته وم او له نړۍ بې خبره وم، یوازینۍ اندېښنه مې دا وه چې څنګه د لوبو وسایل خوندي وساتم ترڅو یې څوک راته خراب نه کړي، یا څنګه د خپلې مور له ټکري، ځانته هندي جامې جوړې کړم. آن په خوب کې مې د بې وطنۍ، کډوالۍ یا د خپل وطن د پرېښودو نوم نه و اورېدلی. په خپل پلرني وطن کې نړۍ ته راغلې وم او کرار کرار همالته لویېدم او هیلې مې هم لویېدې.
د لومړي ځل لپاره هغه وخت وپوهېدم چې کډوالي یعني له هیلو، دندو، لاسته راوړنو، کورنۍ او وطن، سره خدای په اماني ده، چې مشرې خور مې افغانستان پرېښود. هغې موږ او افغانستان د ښه ژوند لرلو په نیت پرېښودو او په بل ځای کې یې ژوند غوره کړ. پوهېدم چې په موږ پسې به خپه شي؛ خو هېڅکله مې په دې اړه فکر نه و کړی چې هغې څه شیان تر شا پرېښودل او څنګه بې وطني تجربه کوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په دولسمه ـ د افغانستان د دولت له پوره سقوطه درې ورځې مخکې- په مزارشریف کې له احتمالي ناورین څخه وېرېدلي وو او کابل ته راروان شوو. کله چې د مزارشریف د هوایي ډګر په سالون کې، له سلګونه نورو خلکو سره په تمه وو، د هغه ځای د نارینه او ښځینه وو اوښکې مې لیدلې او نه پوهېدم چې څه به کیږي.
په هوایي ډګر کې په بې مخینې توګه ګڼه ګوڼه وه او هر څو دقیقې وروسته یوه الوتکه د کابل خوا ته راونېده. ټولو فکر کاوه چې کابل امن دی او زر نه تسلیمېږي.
بالاخره زموږ د الوتنې وار راورسېد. په یوه نامالومه حس مې مزار پرېښود. فکر مې کاوه چې بېرته به راشم، او خپل کور ته به ستنه شم، او له هغه بایسکل سره چې پلار مې راته د ډالۍ په توګه اخیستی و په ټول مزار کې وګرځم، ښوونځي ته ولاړه شم، له ملګرو سره مې وخاندم او له خپل ژوند څخه خوند واخلم؛ خو نه پوهیدم چې دا هیلې به پاتې نه شي.
دوې شپې وروسته مې چې کله ټولنیزې پاڼې وکتلې. تلیفون مې وکوت چې په ټولو ځایونو کې د مزار د سقوط خبر و. تر سهاره مې وژړل ټولې هیلې، لاسته راوڼې او نوې ځواني مې په مزار کې په اوښکو سره ومینځله.
دوې اوونۍ وروسته له ټاکل شوي برخلیک سره، مزار ته ستانه شوو؛ نورنو د خندا ځای نه و ، د رنګه جامو پر ځای مې تور کمېس واغوست د زوکړې ډالۍ شوی بایسکل مې د کور په زیرمتون کې د نورو توکو ترڅنګ کېښود.
نور نو ښوونځی نه و، د دوام ورکولو لپاره یې هم کومه انګیزه نه وه او په پایله کې موږ سختو شرایطو ته اړ شوی ملت وو. له دوو میاشتو سخت رواني فشار او وېرې او له زرګونه ناوړه پېښو سره، له خپل مور او پلار سره له افغانستان څخه ووتو.
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې په شپاړسمه نېټه په افغانستان کې زما د هیلو پای او زموږ د کورنۍ لپاره د کډوالۍ او بې وطنۍ پیل و. په هر قدم سره چې د الوتکې په لور مې اخیست، د هغه څه په اړه فکر کاوه چې زما په بکس کې ځای نه شول. د خپلو ملګرو، کتابونو، بایسکل او هیلو په اړه چې په افغانستان کې وو. یوازینۍ هیله مې دا وه چې کاشکې هېڅ انسان د خپل وطن پرېښودو ته نه اړ کېدای.
له هغې شېبې چې د یوې کډوالې په څېر مې په بل هېواد کې ژوند پیل کړ، توپیر، حقارت او دویم وګړیتوب پیل شو او نه پوهېږم چې ترکله به دوام ومومي. کله چې الوتکه د کابل له هوایي ډګره پورته شوه، په ذهن کې مې ډېرې پوښتنې راولاړې شوې. څوک یم؟ چېرته ځم؟ ولې خپل وطن پرېږدم؟ ولې د افغانتوب له امله دومره لوړ تاوان ورکړم؟ دا پوښتنې زما د نوي ځوان ذهن لپاره ډېرې سختې وې.
د انقرې په هوایي ډګر کې له ساعتونو انتظار او د افغاني پاسپورت لپاره له سختو کنایو، تر سپکاوي او تحقیره، هغه ټپونه و چې زما تنکی روح باید ورسره عادت شي.
اوس چې د خپل ژوند د خوندي ساتلو لپاره د کنایې او سپکاوي منلو ته اړه یم، له ځان سره فکر کوم چې وطن هماغه دوزخ دی چې هېڅ جنت یې پر ځای نه راځي.
دا یوازې زما برخلیک نه دی. د زما د ټول نسل برخلیک دی. دا د هر افغان برخلیک دی. اوس نو، خپل هېواد ته د بېرته تګ هېڅ هیله نه لرم. ما خپلې هیلې خښې کړې او پوهېږم هغه کیسه چې ویل یې، «بې پولې او بندیزه، وطن یعنې ټوله دنیا»، حقیقت نه لري. اوس باید هڅه وکړم چې دلته ځان لومړۍ شمېره وګړې کړم تر څو اجازه راکړي څنګه چې غواړم ژوند وکړم او هر څه چې غواړم ترلاسه یې کړم. دا مبارزه په افغانستان کې د خپل ښځینه هویت له اثباته ډېره ستونزمنه ده.