طالبان وسله په لاس د وروستۍ سرچینې د تړلو لپاره یې راغلي دي. د سینګارتون د دروازې تر شا یې صف درولی تر څو له هغې نه د ژوند وروستۍ هیله واخلي. دوه ډلې د سینګارتون ور ماتوي او په زور ننوځي. د غدیر ورځې او شپې دي. د ښار په هر ځای کې د واده مراسم په لاره اچول شوي دي او د سینګارانو بازار هم تود. د زهرا د سینګارتون سالون له مودو وروسته د واده د مراسمو له مشتریان ډک دی. د طالبانو په ننوتلو او د ټوپک د څوکې په ښکاره کېدلو سره چې ښځې یې په نښه کړې دي، ټول له وېرې په خپلو ځایونو مېخ کېږي او ناست دي. زهرا کار پرېږدي او ژر د فعالیت د امر جواز چې دوه اوونۍ وړاندې یې د دې ډلې په سپارښتنې د ډېرو پیسو په ورکولو سره ترلاسه کړی و، د طالبانو ټوپک سالارانو ته ورښايي. نوموړې فکر کوي چې د فعالیت د امر ښودل، نوموړې به له دغې ناخوالې خلاصه کړي، له دې نه بې خبره چې طالبان د فعالیت د امر وړلو لپاره راغلي دي تر څو د تل لپاره نوموړې له کار کولو منع کړي.
طالبانو هماغه ډول چې نوموړې ته یې د کار د درولو ګواښ کړی دی، په غوسې او تاوتریوالي ډک حالت کې ورته وايي چې هغوی ته دې د جواز او د فعالیت امر ورکړي، پرته له هغې به هره میاشت د نوموړې په نوم مالیات ثبت شي. د زهرا باور نه کېږي چې طالبان به یې د کلونو زحمتونه دومره په اسانۍ له منځه یوسي او د طالبانو له جګړه مارانو سره د هغوی د ناعادلانه چلند له امله بحث او د خپل کار دفاع کوي. د کاغذ یوه څنډه د نوموړې په لاس کې او بله څنډه یې د طالبانو په لاس کې ده او دواړه خواوې کاغذ د خپل ځان په لوري کشوي. د طالب پروا او د وسلې څوکه یې چې هره شېبه زهرا ګواښوي، نه کوي؛ ځکه هغه کاغذ یو معمولي کاغذ نه و بلکې د اقتصادي ناورین په شرایطو کې یې د خپلو شپږو ماشومانو د خېټو د مړولو لپاره یوه وسیله وه. «که چېرې یوه ورځ کار ونکړم، اولادونه مې د شپې ډوډۍ نلري» تر هغه چې توان لري، له طالب سره مبارزه کوي او هره شېبه ددې ډلې په لاس پر زمکه د لوېدلو احتمال یې شته، خو د ټوپک او د طالب زور په زهرا بریالی کېږي. ددې ډلې کسان نوموړې او ټولو مشتریانو پسې د سینګارتون ور تړي، جواز او د فعالیت امر یې له ځان سره وړي. زهرا د سیمې د هټۍ والو په مرسته له هغه ځای نه ژغورل کېږي او له هغې وروسته د کابل ښار اوومې حوزې ته ځي. هغه د حوزې آمر ته عذر کوي چې د عایدو د ټینګښت یوازینۍ لاره ترېنه وانخلي؛ خو د طالبانو زړونه د ډبرو دي او د اورېدلو لپاره یې غوږونه کاڼه. هغوی نوموړې ته وايي: «د ښځو یې په کار کولو څه، ځه لاړه شه په کور کښېنه چې عزت دې په کور کښېناستلو کې دی. مېړه ته دې ووایه چې کار وکړي.»
زهرا په کابل ښار کې د یوه سینګارتون خاونده ده. نوموړې له تېرو ۱۸ کلونو راپدېخوا په دې کار کې بوخته ده. د طالبانو له حاکمیت او د خاوند له بېکاره کېدو وروسته، نوموړې د اته کسیزې کورنۍ لپاره یې یوه نمړۍ ډوډۍ ګټله. خاوند یې د طالبان له حاکمیت وړاندې د پخواني دولت په ستره محکمه کې د خانه سامان په توګه کار کاوه او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نوموړی هم ددغه ارګان د سلګونو کارکوونکو په څېر بېکاره شوی دی. سینګارتون د زهرا د کورنۍ د عایدو یوازینۍ سرچینه ده چې د هغې له لارې یې خپل شپږ ماشومان روزلي او لوی کړي او ښوونځي ته لېږلي دي. «خپله کافي سواد نلرم. ومې نغوښتل چې ماشومان مې هم زما په څېر نالوستي لوی شي. په خپل ځان مې ښه خواړه او د نویو جامو اغوستل بند کړل تر څو ماشومان مې په خپل ژوند او درس ویلو کې له هېڅ راز کړاو سره مخ نه شي، خو څه وشول!»
نوموړې د خپلو ماشومانو د لویولو او روزنې لپاره په داسې شرایطو کې چې د مېړه کار یې هېڅکله د هغوی د اقتصادي ژوندانه د ښه والي لپاره ګټور نه و، پر ځان فشار راوړی او سخت کارونه یې ترسره کړي دي. څلوېښت کلنه ده، خو ډېر کار کول نوموړې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړې ده. وايي: «اتلس کاله کېږي چې نه د رخصتۍ ورځ لرم او نه د خوښۍ ورځ. تل مې په همدې هټۍ کې کار کړی او سختۍ مې ګاللي دي تر دې چې په همدې هټۍ کې د کارکولو پر مهال مې د خپلو شپږو ماشومانو د زایمان درد، زغملی دی. په هغې اوونۍ کې مې چې ماشوم زېږېده، په همدې هټۍ کې د ځان بایللو په حال کې وم. د زایمان وخت به مې چې نېږدې کېده، هغه مهال به له خپل حال نه خبرېدم چې تر پښو لاندې وینو به مې، زدکوونکي په چیغو او ژړا کړي وو. یوازې ددې لپاره چې ژوند مې ښه شي.» نوموړې خپل درې اولادونه ددې لپاره چې شپه او ورځ به یې کار کاوه، له زېږېدلو وړاندې له لاسه ورکړي او له درده د ډک زغم وروسته، له روغتون نه خپل کار ته راګرځېدلې ده.
زهرا، د فولادو له جنسه، له همت نه ډکه ښځه ده. دا یې له روزګار سره لومړنۍ او وروستۍ مبارزه نه ده. نوموړې د سینګارتون د سالون جوړولو لپاره ځاني لګښت، ښکنځل او ډېرې ناخوالې زغملي دي. د کار په لومړیو کې یې د کسب له امله د خپلوان او ټولنې له لورې ځورول کیږي. نوموړې ته په دې مسلک کې د کار کولو له امله، په بې عزتۍ سترګه ګوري او د سینګارتون سالون یې هم د ناوړه کارونو د ترسره کولو ځای بولي. «کله چې خپلوان او دوستان مې خبر شول د سینګارتون سالون مې پرانیستی دی، له ماسره یې اړیکې پرېښودلې او په ځلونو مې واورېدل چې ویل به یې زهرا د ناوړه کارونو ترسره کولو سالون پرانیستی دی.» د سیمې خلکو چې نوموړې په هغه ځای کې سینګارتون پرانیستی دی، په ځلونو نوموړې ګواښوي. خلک یو له بل سره وايي چې نوموړې ښه ښځه نه ده ځکه په خپله سیمه کې ځای نه لري، نه چې د هغوی ښځې بې لارې کړي. «له ډېرې وېرې به په پټه سینګارتون ته تللم او په پټه به له هغه ځایه بهر کېدلم.»
دغه ګواښونه دومره شدت مومي چې د یوې زدکوونکې ورور یې چې خور یې د سینګارولو د کسب د زدکړې لپاره نوموړې ته راتلله، خپله خور د نوموړې د سترګو پر وړاندې د چړې په مرسته په قتل رسوي. نوموړې د سینګارتون په سالون کې د بېلابېلو ناخوالو د شواهدو ترڅنګ، د خپلې یوې زدکوونکې د وژل کېدو شاهده هم ده.
نوموړې، دغه ټولې ناخوالې د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې او د خپلې ناروغې لور لپاره چې کلونه کېږي پولیو یې غبرګې پښې معلولې کړې، زغمي. د لور درملنه یې ډېر لګښت ته اړتیا لري. لس کاله کېږي چې د کورنۍ د اړتیاو د پوره کولو تر څنګ، د خپلې لور د درملنې لپاره یې هم پيسې سپما کوي. نوموړې او خاوند یې په دې موده کې یوازې دومره وکړای شول چې د خپلې لور یو عملیات چې ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، ترسره کړي. نوموړې د بشپړې روغتیا ترلاسه کولو لپاره، درېیو نورو عملیاتونو ته هم اړتیا لري چې په هر یو یې څه باندې ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي. هغه اندازه پیسې چې په دې موده کې یې د زهرا ملا ورماته کړې ده، خو اوس طالبان د نوموړې د لور د درملنې لپاره له هغې نه وروستۍ هیله هم اخیستې ده.
د زهرا شپې شپې ژړاوې پای ته نه رسېږي. هیلې یې نورې له خاورو سره خاورې شوې دي. له دغو ناخوالو نه د ژغورلو یوازینۍ لاره د خپل ځان او د اولادونو وژل کېدل بولي. نوموړې د وروستي ځل لپاره هم د کابل ښار اوومې ناحیې ریاست ته ورځي تر څو کېدای شي د فعالیت امر او جواز یې بېرته ورکړي، خو د طالبانو په امنیتي حوزه کې له یوه ساعته عذر او زارۍ وروسته هم د نوموړې خبرې پر هغوی اغېز نه کوي. د روزګار د بدبختۍ له امله له طالبانو غواړي تر څو ناحیې ته یې د اولادونو په راوستلو سره، نوموړې او شپږ اولادونه یې په ډزو ووژني چې د تل لپاره له دغې بدبختۍ نه خلاصه شي.