د واټساپ په سټوري کې یې خپل د هغه وخت عکس اېښی و، چې ښوونکې وه او لیکلي یې وه: «د ښوونکي خطاب کېدل را ته پر اوږو د درانه بار په څېر دي.» فکر مې وکړ چې څنګه داسې یو وخت رارسېږي چې دا کلمه چې په دومر برم او فخر سره ویل کېږي او اورېدونکی یې پر ځان ویاړي، د درنې ډبرې په څېر د اوږو بار ګرځي او یو څوک ترې د تېښتې او خلاصون لار لټوي. د همدې فکرونو په لړ کې د ارزو جانې په لټه کې شوم. هغه یو وخت په اووم ټولګي کې زموږ ښوونکی وه. هغې موږ ته د حرفې د مضمون چې تر ډېره عملي کار و، درس نه، بلکې پاڼې اړولې او د یوه ساعت پر ځای مو دوه ساعته تفریح کوله. خو د څو کلونو تېرېدو له هغې یوه پخه، هوښیاره او تجربه لرونکې ښوونکې جوړه کړه. هغې هغه مضمون تدریس کاوه، چې ښه پوهه او مهارت یې پکې لاره. کله ناکله به مې هغه په ځينو ځایونو کې لیده او دا ځل زه په ناڅاپي ډول د هغې د واټساپ له سټوري (Story) سره مخ شوم او همدا مو د خبرو پيلامه شوه.
آرزو جانې په ښوونځي کې د تدریس د لومړیو ورځو کیسه وکړه. هغې د ښوونکې د یونیفورم له اغوستلو سره مینه درلوده او په ډیرې شوق سره ښوونځي ته ولاړه. هغه وايي: د ښوونځي ودانۍ نوې جوړه شوې وه، زه د تدریس دومره لېواله وم چې یوه ورځ مې هم غیر حاضري نه کوله. له دې مخکې چې ودانۍ په سمه توګه جوړه شي، موږ د ښوونځي په انګړ کې زده کوونکو ته د وښو پرسر درس ورکاوه.» نوموړې دا ورځې په حسرت سره وریادوي؛ هغه ورځې چې هرچا فکر کاوه، چې افغانستان د سوکالۍ پر لور روان دی او د هرچا لپاره د هیلې کړکۍ پرانېستل شوې دي. هیچا فکر نه کاوه چې هغه ورځ به راشي چې د ښوونځي دروازې د نجونو پر مخ وتړل شي.
که څه هم هغه وخت اقتصادي شرایطو او د کورنۍ د لګښتونو برابرولو نومووړې د ښوونکې په توګه د دندې ترسره کولو ته اړه کړې وه، خو یوازینی دلیل یې دا نه و، هغې له دې مسلک سره مينه درلوده او لا هم په هغو ورځو پسې خپه ده چې په تباشیر به یې زده کوونکو ته د درس سرلیک او پاڼه لیکله. هغه د ښوونځي په اړه وایي: «که ریښتا ووایم، په هغو کلونو کې (د ۸۴ او ۹۰ کلونو ترمنځ کلونو ته اشاره ده) ټولو یوه ځانګړې انګیزه لرله. موږ ښوونکو فکر کاوه چې هرڅه زموږ په لاس کې دي او دا موږ یو چې راتلونکي نسل ته الف او ب وزده کوو. کله مو چې زده کوونکې لیدلې چې په شوق سره ښوونځي ته راځي او زده کړې کوي او پام کوي چې سپین پړوني یې لکه نه شي، زموږ لېوالتيا څو برابره کېده. موږ فکر کاوه چې د وطن ابادي زموږ په لاس کې ده.»
د څو کلونو په تېرېدو او ډېرو ناامنیو سره چې کله ناکله به د ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوې، دغه شوق او لېوالتیا لږ څه کمه شوه. که څه هم لا هم هیله وه، خو نه دومره لکه پخوا:« ومولیدل چې جګړه پای ته نه ده رسېدلې، ومولیدل چې په افغانستان کې ژوند یو مخ لري او هغه بدمرغي ده. زه نور د تېرو کلونو هغه ځوانه ښوونکې نه وم.» خو دا هم د دې لامل نه شوه چې هغه له خپل مسوولیته تېښته وکړي. تل به يې تور پړونی او ماشي رنګه جامې (د ښوونځي يونيفورم او د هغې دایمې جامې) اغوستې او ښوونځي ته به تله. زده کوونکو ته یې له درسه ډېر سمه او ناسمه لار ښودله او هغوی یې دې ته هڅولې چې «د افغانستان د ابادۍ او ازادۍ لار د زده کړې او پوهې له لارې تېرېږي.»
د تلې ۱۲مه، د ښوونکي ورځ ده چې هر کال په ښوونځیو کې په بېلابېلو ډولونو نمانځل کېده، ښځینه ښوونکې په کورونو کې ناستې دي او د تېرو کلونو د هغو ورځو په یاد اوښکې تویوي چې ښوونکې وې. آرزو جانې دا ټوله ورځ په ژړا تېره کړې او خپل د هغه وخت عکسونه یې لیدلي وو چې ښوونکې وه: « دا حالت زما په خپل لاس کې نه و، داسې و لکه تېرو ورځو او هغو کلونو ته چې په زړه کې مې هیله او امید ژوندي وو، غورځول شوې یم. هغو ورځو ته چې ښوونکې وم او زده کوونکو مې د ښوونکي د ورځې مبارکي راکوله.» هغه دا خبرې کوي او له سترګو یې اوښکې بهېږي. هغه کله ناکله ښوونځي ته ځي او په اصطلاح حاضري ورکوي؛ خو د ښوونکي په ورځ په کور کې پاتې کیږي او هیڅ ځای ته نه ځي چې څه وګوري: «که ښوونځي ته تللې وای، کېدای شي زړه مې ټوټې ټوټې شوی وای، هلته مې نه زده کوونکې شته او نه څوک د دې ورځې مبارکي راکوي.»
د ښوونځيو تړل د ارزو جانې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی. هغه زیاتوي: «زه فکر کوم چې یو څه مې ورک کړي، په خوب کې پسې ګرځم او د ورځې په کراره او ارامه نه یم.» د هغې په اند، هغې ښځې ته چې یو ځل یې له کوره بهر کار کړی وي، په کور کې کېناستل ورته د زغملو وړ نه دي. هغه څه باندې دوه کاله کیږي چې په کور کې ناسته ده او دا حالت ورته سخت دی. هغه وايي: «کله چې خپل معاش اخلم، د وجدان له عذاب سره مخ کیږم.» که شتمنه وي، خپل معاش به وانخلي. خو هغه دې پیسو ته اړتیا لري او د اړتیا له مخې یې مني. آرزو په افغانستان کې د زرګونو ښځینه ښوونکو یوازې یوه بیلګه ده، چې له ښوونځیو اېستل شوې او د تدریس اجازه نه ورکول کیږي. دغه ښوونکې نه یوازې په ښه اقتصادي وضعیت کې دي، بلکې په بد رواني وضعیت کې هم دي.