د روغتون په یوې تیارې څنډه کې ناسته ده. د ژړا غږ یې راځي. یوازې ده او خپله چادري یې پر ځان پورې راچاپېره کړې ده. یوازې او یوازې ده. هېڅ شی له ځان سره نلري، پرته د ځان له جامو او د سر له چادري. په ملا کړوپه له ځایه پاڅېږي او پر یوې وړې څوکۍ کښېني. اسویلي کوي او د روغتون په دېوال خپل سر تکیه کوي. اوبه ورکوم، نه یې څښي. په ژړغوني غږ وايي: «نه مې غوښتل خپل ماشوم ووژنم، ما نه غوښتل چې خپل د وجود برخه له ځان نه جلا کړم.» زه چې له کیس خبره نه یم، لږ اطمینان ورکوم؛ خو آیا دا به شونې وي د هغې مور درد چې خپل ماشوم یې نالیدلی له لاسه ورکړی، کم کړي؟ هغه همداسې ژاړي. شاوخوا ته ګورم، څوک نشته. له هغې پوښتم چې څوک نه لري او دا چې خاوند یې چېرې دی. وايي: «په یوازې ځان مې دلته ځان را رسولی دی. هر څه پای ته رسېدلي وو. څو ورځې کېدې چې درد مې درلود او وېره مې درلوده چې په ما څه نه وي شوي، اړ شوم دلته راشم.»
د خپل نوم په اړه څه نه وايي، د خپل ځان لپاره دلیل هم لري: «نوم؟ زه نوم نه لرم. هېڅکله مې نه درلود. پرته له هغې چې په ښوونځي کې به ښوونکي د حاضري له مخې یې زما نوم اخیسته او ما به ویل حاضر صاحب، نور مې په یاد ندي چې چا مې نوم اخیستی وي، نه د پلار په کور کې او نه هم د خاوند په کور کې مې نوم درلود. که مې د مېړه وضعیت ښه وي، راته وايي «وه ښځې!» خو که یې لږ حالت ښه نه وي او ورځ یې ښه نه وي تېره شوې، ما خو له څه کوې، حتی مور مې او خویندې مې هم د هغه له بدې ژبې خوندي نه پاتې کیږي. خواښې مې هم چې د همدې هلک مور ده، هغه هم هېڅ تعریف نه لري.» زما په ډېر ویلو سره خپل نوم راته وايي او زه هرځلي له جان سره یې نوم اخلم ترڅو لږترلږه د خپل نوم ښکلا هېره نه کړي.
یاسمین (مستعار نوم) د هغه مړه شوي ماشوم مور ده چې خپل ځان د خپل ماشوم قاتله بولي. سره له دې چې هره دقیقه په خپله تشه خېټه لاس نیسي؛ هغه ځای چې تر یوې اونۍ وړاندې یې فکر کاوه د هغه انسان کورګی دی چې نوموړې یې په خپل بطن کې روزي. خپل لاسونه د خپلې لمنې په ګلونو راکاږي؛ هغه ګلونه چې نور د هغو غوټۍ د هیلې نښې نلري او روښانه رنګونه یې د انسان زړه نه وړي.
هغه ښځه چې ترڅنګ مې ناسته ده، همداسې ژاړي او ژاړي، یوازې او یوازې. ژوند یې غمجن دی. سترګې یې سرې او له اوبو ډکې دي. د غم ژوروالی یې په څېره کې له ورایه ښکاري. له تازه ټپ نه چې د خپل د ماشوم له امله یې په زړه پورې نښتی دی او د هرې شېبې په تېرېدلو سره غټیږي او ژور کیږي، خبرې کوي: «زه یوازې دوه ماشومان لرم؛ یوه نجلۍ او یو هلک. دواړه یو په بل پسې زېږېدلي دي.
رښتیا هم همدا دي چې خپله مې هم نه غوښتل بل ماشوم نړۍ ته راوړم، خو د خدای کار دی. ما یې د مخنیوي واک نه درلود او د مخنینوي لپاره مې هم د ستنې لګولو او د درملو د پېرلو توان هم نه درلود. کله چې ماشوم وزېږد، حس مې یې کړ. خاوند ته مې وویل او خواښې مې هم خبره شوه. دواړه ناراضه وو. د هغوی له لاسه له داسې ورځې سره مخ شوم» سره له دې چې یاسمین نه غوښتل بیا امېندواره شي، خو له هغې شېبې نه چې پوه شوې وه چې په خپله خېټه کې ماشوم لري، له ښادۍ سره یوځای د غم قضیه د هغې په ژوند کې پیل شوې وه. کله چې د خپلې نړۍ شاوخوا ته، دواړو ماشومانو ته چې یو یې لا هم د شیدو خوړلو و کتل او خپل مېړه ته چې له هغې یې غوښتل ځان د ماشومانو له شر نه خلاصه کړي او د خپلې خواښې د رییس ورته ډوله امرونو ته، په سترګو یې توره شپه راتلله. مېړه یې ویلې چې «تېروتنه» یې کړې او حق نه لري چې هغه ماشوم وزېږوي او د مېړه مور یې تل د خپل د زوی له لاس تنګي نه شکایت کاوه. خو هغه څه چې یاسمین یې هڅولې وه چې ماشوم نړۍ ته راوړي، روښانه او پراخ حس و چې زړه ته یې لوېدلی و. له خپل ځان سره یې ویلي و: «پوهېږم چې ددغه ماشوم قدم مې نیک دی، کېدای شي د ژوند ښې ورځې مې ددغه ماشوم په زېږېدلو سره پیل شي.»
لاس تنګي او بې وزلي ددې لامل شوي و ترڅو له یاسمین نه وغوښتل شي چې خپل ماشوم «له ډېرو خبرو او بحث کولوپرته» لیرې کړي خو دا دلیل د نوموړې لپاره د منلو وړ نه و. وايي: «خدای چې ماشوم راکړ، روزي یې هم ورکوي.» نن یاسمین خپل لاس په خپله تشه خېټه نیولی او ژاړي او خپل ځان مسوول بولي. نوموړې له درېنیمې مېاشتې امېندوارۍ وروسته، د خپل د مېړه د غوښتنې تر فشار لاندې د جنین د سقط پرېکړه کوي، خو نه پوهیږي چې څه وکړي. خاوند یې یوازې همدا ورته وايي «مونږ ددغه ماشوم له شر نه نور خلاص کړه» همدا او بله لاره نشته، چې نوموړې ته یې وروښايي. یاسمین وايي: «نه مې ملګرې درلوده او نه هم داسې څوک چې مرسته ترېنه وغواړم. پیسې هم راسره نه وې. د مېړه مور مې ویلې چې درانه شیان پورته کړه.» یاسمین لوړ وسایل او له اوبو ډکې بشکې اوچتولې ترڅو جنین لمنځه ولاړ شي، خو دا ددې لامل کیږي چې درد یې نور هم ډېر شي او جنین لا هم ژوندی پاتې شي.
د جنین سقط پرته له دې چې ښه کار دی یا ناسم، له درې مېاشتو امېندواریتوب وروسته د ښځو لپاره له درده او له ګواښ ډک کار دی. یاسمین د جنین په درېیمه مېاشت کې د سقط پرېکړه کوي. یوه ورځ یې چې زړه تنګیږي او زړه یې له ژوند نه توریږي، د خپلې خواښې قوي دارو چې نه پوهیږي څه دي خوري یې. د یادو درملو خوړل یې د مرګ له صحنې سره مخ کوي، خو ګاونډۍ او د مېړه مور یې ژر خبریږي او یو څه هغې ته ورکوي ترڅو درمل بېرته وګرځوي او استفراغ یې کړي. یاسمین وايي: «هغه شېبه مې فکر کاوه چې ماشوم مې مړ شوی. د هغه لپاره مې ژړل او همدا مې ویلې چې زوی مې» خو جنین ژوندی پاتې کیږي. د نوموړې په ځان سخت جنین، دومره یې ژوندانه ته لېوالتیا درلوده چې نه یې غوښتل دومره ژر له دې نړۍ نه کډه بار کړي.
یوه ورځ کله چې یاسمین له ډوډۍ پخولو وروسته تنور خونه پاکوي، له هغو ډبرو چې د انګړ تر څنګ ایښول شوې وې، د دیوار سرته پورته کیږي. ټولې بدې خبرې له رنځ او هغه جنین چې تازه یې په خېټه کې جوړ شوی و، زغمي او له دیوال نه لاندې په لوري خېز وهي. همداراز د جنین مړه کېدل د وینو له ډک سین او له درد او شکنجې سره یوځای زغمي. نور ددې لامل شوي و ترڅو نوموړې خپل جنین له لاسه ورکړي. د خاوند مور یې راځي او خپله نږور او مړ ماشوم له ځایه راپورته کوي، مینځي یې او لازم کارونه ترسره کوي او حتی له هغې سره ژاړي.
ژوند یې که هرڅومره سخته او له زغم نه وتلی و، بیا هم فکر کوي چې د ښځې توب لوی کار او دا چې یوازینی کار چې دغې مېرمنې کولای شوای ترسره کړي، تر اوسه یې په زړه لري. د امېنداورۍ ښادۍ او له خوښیو ډک دغه فکر چې کوچنی زوی به یې یوه ورځ تي په خوله کې ونیسي، د نوموړې رنځونه یې د زغم وړ کړي وو. خوشحاله وه چې تازه ژوند بښي او یو موجود د هغې په خېټه کې ساه کاږي؛ خو د نوموړې ښادۍ او خوشحالۍ تر ډېره نه پاتې کېږي. هغه ښادۍ له هغې نه اخیستل کېږي. خاوند یې چې په ژوند کې یې څوک ندي وژلي، د خپل ماشوم وژلو ته رایه ورکوي او دا له اخلاقو ډک کار بولي. ولې؟ ځکه چې د هغه خرڅ او مصرف نشي برابرولی. خو یاسمین نه غوښتل ماشوم یې مړ شي. په ژړغوني غږ وايي: «حتی پوهه نشوم چې زوی دی که لور؛ هغې ته لور ووایم که زوی؟» نوموړې ټوله پړه پخپل ځان او ټولې نړۍ اچوي. له ځان او ټولې نړۍ نه یې ښه نه راځي، خو هېڅ کار نشي کولای. لا یې هم زړه تور، بې وزلې او خېټه یې تشه ده. نوموړې د هغه مړه شوي ماشوم مور ده چې ځان د خپل ماشوم قاتله بولي.