نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په میشیګن ایالت کې د یوه وسلهوال کس په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
سيبیاېس راپور ورکړی، چې ډزې دوشنبه شپه د فبرورۍ پر ۱۳ میشیګن پوهنتون کې شوې.
د میشیګن ایالت پولیسو ویلي چې برید کوونکی یو متوسط تور سړی و، چې پر تېښته بریالی شو.
ويل کيږي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
تر اوسه د دې ډزو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په امريکا کې دا ډول بریدونه زيات شوي دي.