۸صبح، نیمروز: نیمروز کې ځايي سرچینې وايي، چې په تېره یوه اوونۍ له ۷ زرو زیات افغان کډوال په زور له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، په ایستل شویو افغان کډوالو کې ۲۵۷ کورنۍ او ۶۵۳۴ نور کسان شامل دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ایران څخه د افغان کډوال راایستلو زور اخیستی دی.
تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د شمېرو له مخې، هره ورځ د نیمروز پر پوله له ایران څخه شاوخوا زر افغان کډوال ډیپورټ کېږي.