تېر کلونه تخار کې د نوروز نمانځنې لپاره ځانګړی چمتوالی نیول کېده؛ خو سږ کال په دغه ولایت کې نوروز ته هېڅ ډول تیاری نه دی نیول شوی.
د تخار اوسېدونکي سمیعالله رحیمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې تېرو کلونو کې به په دغه ولایت د جنډې اوچتولو دوه مراسمه په ځانګړې ډول کېدل. رحیمي زیاته کړه: «د دغو دوو مراسمو له ډلې یو یې د جنډه بالا تالقان جان او بل هغه یې د خواجه چنګال جنډه بالا و.» د تخار دغه اوسېدونکي وویل، چې تېرو کلونو کې به خلکو له نوروز لس ورځې مخکې چمتوالی نیوه. د نوموړي په خبره، دا چمتوالی د ښار پاکولو په ګډون، د هفت میوې تیارول او د ونو رنګول و.
د تخار یوه بل اوسېدونکي صبغت بشار وویل، چې دغه ولایت کې د تېرو کلونو په څېر نوروز ونه نمانځل شو. د بشار په خبره، تېرو کلونو کې به خلکو خپل دسترخوانونه غوړول او هفت مېوه به یې تیاروله؛ خو سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له کبله نوروزي دسترخوان ونه غوړېده.
د دغه ولایت یوې بلې اوسېدونکې رمزیه رادمنش وویل، چې پسرلی د طبیعت بیا راژوندي کېدل دي؛ خو سږ کال د نوروز نمانځنې لپاره په خلکو کې پخوانۍ ولوله نه لېدل کېږي. مېرمن رادمنش زیاته کړه، چې پروسږ کال له اندېښنې پرته دښتو او زرغونو غونډیو ته تلله او دا ورځ به یې له خورلڼو او کورنۍ سره نمانځله؛ خو سږ کال له وېرې له کوره وتلې نه شي.
ورته مهال مصر کې د افغانستان پخواني سفیر محمد محق، نوروز یو پخوانی دود وباله او زیاته یې کړه، چې دا ورځ له پخوا راهیسې په سویلي اسیا، منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې نمانځل کېږي. محق د نوروز جشن د نمانځنې مخالفت له کلتوري ارزښتونو څخه ناخبري بولي او وايي، چې داسې هېڅ آیت او کره روایت نشته، چې د دغه پخواني جشن د نمانځنې حرمت ثابت کړي.
د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې په رسمي ډول دا ورځ نه نمانځي؛ خو د خلکو له لوري د دغې ورځې د نمانځنې مخالفت هم نه کوي.