۸صبح، بدخشان: بدخشان کې د نښتو له سختېدو سره سممهاله ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو نامتو قوماندان له خپلو ۱۵۰ کسانو سره له مقاومت جبهې سره یو ځای شوی دی.
سیمه ییزې سرچینې شنبه د تلې پر دویمه نېټه وایي، چې دغه قوماندان عبدالحمید مجاهد نومېږي او د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان مولوي صفي الله پورې تړلی کس و.
د سرچینو په وینا، مجاهد بدخشان کې د طالبانو د کشف فرقې امر و، او له دې ډلې سره د اختلافونو له امله یې یوه اوونۍ مخکې له طالبانو خپله لار جلا کړې وه.
سرچینې زیاتوي، چې قوماندان عبدالحمید اوسمهال له خپلو ځواکونو سره د بدخشان د یفتل بالا او شیوې ولسوالیو په ځینو برخو کې له طالبانو سره جنګېږي.
سرچینې جوتوي، چې مجاهد لسګونه میله وسلې او یوه اندازه مهمات هم له ځان سره وړي دي.
قوماندان عبدالحمید د بدخشان د یفتل بالا ولسوالۍ او فیض اباد ښار په سقوط کې اغېزناکه څېره ګڼل کېږي.