په جګړه او مذاکره کې د خلکو غوښتنه د طالبانو له غوښتنې سره توپير لري. له طالبانو او د دوی له ملاتړو سره د دولت او افغانانو د نظرونو توپير روښانه او څرګند دی. خلک د داسې ډېموکراټيک هېواد، ټولنې او نظام غوښتونکي دي چې په هغه کې ډېموکراسي، د بيان آزادي او د ټولو هېوادوالو برابري په پام کې ونيول شي. همدارنګه هېوادوال د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې، ټولنيز او ملي عدالت ته ژمن او پابنده دي. د خلکو او دولت له نظره په ټولنه کې، قومي، مذهبي او ژبنيزه واکمنيځای نه لري؛خو طالبان د خپل مذهبي – استبدادي او قومي نظام د ټينګېدو لپاره جنګېږي. هغوی په ټولنه کې د ښځو او نارينه ووپه برابرۍ، ډيموکراسۍ، د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې، د بيان آزادۍ، ډيموکراټيکو ارزښتونو او په ټوله کې هر هغه څه چې د لوېديځ يا غربي رنګ او نښان ولري دوی پرې باور نلري. هغوی غواړي چې شريعت په بشپړ ډول او د زور له لارې بر ټولو پلی کړي. د سخت دريځو ملايانو واکمنېدل چې د هغوی ارزښت لرونکې ځانګړنه پر نورو امر او نهي کول دي، د دوی د مبارزې هدف او موخه ده.
د افغانستان دولت او اولس ملت او طالبان دوه مخالف او متضاد اړخونه دي. دا دواړه لوري نه يوځای کېدونکي دي، خو هغه مهال دا کار شونی دی چې طالبان خپله ماضي غلطه وګڼي او يوې ډېموکراټيکې ټولنې ته د ننوتو په پارپر خپلو ټولو نظرونو او عقايدو بياکتنه وکړي. خو طالبان له نړيوالو ځواکونو او افغان ملي امنيتي ځواکونو سره له ۱۹ کلنې خونړۍ جګړې وروسته، د پام وړ او نه انکارېدونکو برياوو ته رسېدلي دي.
د امريکا متحده ايالاتو د سيمه ييزو سیالانو لخوا د دوی ملاتړ، د افغانستان په چارو کې د امريکا غلط سياستونه او د پاکستان لخوا د دوی هراړخيز ملاتړ هغوی ته د دغو برياوو زمينه برابره کړه. دغه ډله چې د عيني ترهګرۍ، وحشت، وېرې او ډار رامنځته کولو ښه بېلګه وه او ده، اوس په دې بريالۍ شوې چې ځينو امتيازاتو ته لاسرسی پيدا کړي. طالبانو امريکا او افغان دولت دواړه له يوه بد حالت سره مخامخ کړي او اوس امريکا او افغانستان له دې بنسټپالې ډلې سره له خبرواترو او امتياز ورکولو پرته بله لاره نلري. ظاهراً له طالبانو سره مذاکرات او له هغې وروسته د هغوی د يوې برخې غوښتنو منل د افغان دولت لپاره ترټولو آسانه او کم مصرفه لاره ده؛ ځکه چې د جګړې په ډګر کې بريا ته رسېدل د احتماله لېرې خبره ده.د سياسي څېړونکو او د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو اړخونو لخوا تر دې دمه د افغانستان د کشالې د حل لپاره، له طالبانو سره پرته له مذاکراتو کومه بله حل لاره نه ده وړانديز شوې.اوس چې د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پيلېدو آوازې تر غوږو کېږي، کوم ارزښتونه بايد په راروانو مذاکراتو کې د خلکو او افغان دولت لخوا سرې کرښې واوسي؟ له کومو برخوبايد وروسته له مذاکراتو ساتنه وشي؟ هغه کوم ارزښتونه دي چې له طالبانو سره د معاملې وړ نه دي؟
ډېموکراټيک نظام
د ډيموکراټيکې ټولنې لرل او په داسې ټولنه کې ژوند کول چې له هر ډول ظلم او توپيري چلنده خوندي وي، د هېواد د ټولو مبارزينو او هېوادپالو هيله او ارمان و او دی. داسې ټولنه چې په هغې کې پوښتونکی، منتقد او آزادفکره شخصیتونه زندان ته نه اچوي او هېڅوک د خپل قومي، مذهبي او سياسي هويت په جرم او دليل محکوم نشي او يا له نورو پورته او غوره ونه ګڼل شي.
رښتینی جمهوريت هغه دی چې واقعي ډېموکراسۍ، د بيان رښتينې آزادۍ، د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې او د ټولو هېوداوالو برابرۍ ته ژمن وي؛ پرته له دې چې قوميت، مذهب، ژبه او جنسيت په پام کې ونيسي. اوسنی جمهوريت د سلطنتي، کمونيستي، مجاهدينو او طالبانو د نظامونو له پرځېدو وروسته رامنځ ته شوی. تړلي او ايډيولوژيک نظامونه د افغانانو لپاره ګټور د او د قناعت وړ نه وو او نه دي. افغانستان يوازې کولی شي چې د رښتينې ډېموکراسۍ يا ولسواکۍ له لارې خپل سياسي او اقتصادي ثبات او شتون وساتي، ځکه چې يو کثيرالقومي او کثيرالمذهبي هېواد دی.
يوازې يوه ډېموکراټيکه ټولنه، پراخ ملي نظام، د ټولو اقوامو ترمنځ د واک او قدرت عادلانه وېش، د آزادو او رڼو ټاکنو له لارې واک ته رسېدل او د خلکو د استازو لخوا د کابينې د وزيرانو ټاکل کولی شي چې زموږ د کثيرالقومي او کثيرالمذهبي هېواد ثبات وساتي. يوه طالباني ټولنه چې مشري يې يو ځانګړی قوم پرته د نورو اقوامو له ملاحظاتو او نظرياتو څخه وکړي او مشري يې هم دایمي ده، ناشونې ده. رښتينی او واقعي ډېموکراټيک جمهوريت (نه هغه جمهوريت چې د غني د خوښې وړ دی او ډېری د خپلې بقا لپاره تبليغ کوي) هغه جمهوري نظام دی چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې باید پرې بحث او خبرې اترې و نه شي.
اساسي قانون د تعديل او بدلون وړ دی او بايد تعديل او تغيير هم شي، خوهغه اساسي قانون چې پکې د جمهوريت او ډېموکراسۍ پرځای، امارت او اميرالمومنين ته ځای ورکړل شي؛ افغانستان د ګډوډۍ پر لور بيايي. د دولت له لوري مرکچي پلاوی د ډېموکراټيکې ټولنې استازي دي او مسووليت لري د بقا لپاره یې هڅه او هاند وکړي.
د ښځو حقوق
د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د خلکو يوه مهمه اندېښنه، وروسته له مذاکراتو يا په راتلونکي نظام کې د ښځو حقوق او ونډه ده. طالبانو په ۷۰یمه لسيزه کې د ښځو لپاره د سزاترټولو سخته او ستونزمنه تګلاره کاروله او وېره ده چې طالبان د سولې په مذاکراتو کې او له خبرو وروسته په راتلونکي نظام کې هم د ښځو په هکله د سختو او توندو قوانينو د لګولو غوښتونکي وي،خو په جمهوري او ډېموکراټیکه ټولنه کې ښځې او نارينه له مساوي حقونو برخمن دي. په ډېموکراټيکه ټولنه کې، ښځې د سفر حق، د زده کړو حق، د وکيل، وزير، څارنوال، ولسمشر… په توګه د ټاکل کېدو حق لري. په ډېموکراټيکه ټولنه کې ښځې دا حق لري چې خپله انتخاب وکړي،څنګه خپل ژوند ته لارې چارې وټاکي او هېڅوک دا حق نلري چې پر هغوی ځانګړې دود او دستور وټپي. ډېموکراټيکه ټولنه د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې ټولو درج شويو ارزښتونو ته ژمنه ده چې په هغې کې ښځې د نارينه وو په وړاندې له مساوي حقونو څخه برخمنې دي. د افغان دولت له لوري د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی مرکچي پلاوی دا حق نه لري چې د طالبانو پر وړاندې دا حقوق بابېزه وګڼي. طالبان کولی شي چې د خپل ژوند بڼه وساتي او په ډېموکراټيکه ټولنه کې حق لري چې څه ډول غواړي، هماغه ډول ژوند وکړي؛ خو دا حق نه لري چې د هېواد د ښځو په ګډون د چا لپاره د ۷۰يمې لسيزې په څېر ستونزې وزېږوي. ښځې بايد د مظلومې او محرومې طبقې په څېر نه، بلکې د خپلواکو او تصميم نيوونکو انسانانو په څېر له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې پراخ ګډون ولري او له نارينه وو سره له خپلو مساوي حقونو دفاع وکړي.
د بيان ازادي
په ډېموکراټيکه ټولنه او آزاد جمهوريت کې د بيان له ازادۍ څخه ساتنه کېږي. افغانستان په تېرو نولسو کلونو کې په دې برخه کې ښې بریاوې لري او د دغو اصولو د ښه او غوره رسميت پېژندنې لپاره بايد لا ډېرې هڅې وشي. د بيان د آزادۍ په اړه د مذهبي او يا ورته قوانينو وضع کول، د ډېموکراټيکو او جمهوري د ارزښتونو تر پښو لاندې کولو معنی ورکوي.
د بيان آزادي باید د افغانستان د خلکو او دولت لپاره سره کرښه وي. له مذاکراتو څخه وروسته په راتلونکي نظام کې مسوولين، عادي او له دولت څخه بهر خلک کولی شي چې نقد او وارزول شي. هېڅ قانون نشي کولی چې يو کس په دې پلمه چې ګواکې اميرالمومنين دی يا د قوم او مذهب اتل او قهرمان دی، له نیوکې او ارزونې څخه مستثنی کړي. په ډېموکراټيکه ټولنه کې هېڅوک د قدسيت، پيغمبرۍ او اوليايۍ مقام نه لري، بلکې ټول د قانون پر وړاندې مساوي او برابر دي.
د هېواد پوځ
پد پوځ نه شتون د افغانستان د دښمنانو غوښتنه ده. د پوځ او اردو د جوړښت په اړه بحث او د سولې په پلمه د پوځ ړنګېدل، نویمې زېږديزې لسيزې ته د ورستنېدو په مانا دي. د پوځ نلرل، د دولت نلرل دي. د پوځ نه شتون، د کابل او ولايتونوګډووډۍ او د خپلسرو کسانو خپلسرو کړنو ته لاره اواروي.د پوځ نه شتون ټول هېواد د نظم او امنيت له نشتوالي سره مخامخ کوي. د دولت لخوا له طالبانو سره مرکچي پلاوی، بايد د هېواد له پوځ او ټولو هغو امنيتي بنسټونو څخه چې په تېرو ۱۹ کلونو کې يې د جګړې په لومړيو کرښو کې د خلکو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په پار جنګېدلي، د هېواد د سرښندونکو بچيانو په توګه او د پوځ له قربانيانو څخه د وطن او خلکو د لارې شهيدانو په توګه او له پاتې کسانو څخه يې د هېواد د اصلي خدمتګارانو په توګه يادونه وکړي. مرکچي پلاوی بايد په دې پوه شي چې د کابل حکومت هرڅه د پوځ په واک کې دي. په دې برخه کې تېروتنه به ډېرې خطرناکې او خونړۍ پايلې ولري.