• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

راکېټي بريدونه «له ملي واکمنۍ سرغړونه»

عزيز پردېس

عزيز پردېس عزيز پردېس
۵ تله/میزان ۱۳۹۹ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۰ [t_time:1601122983]

افغان دولت په دې وروستيو کې، د پاکستان لخوا د کونړ ولايت پر ځینو سيمو د راکېټي بريدونو په اړه، د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې شکايت درج کړی دی. په وروستي اقدام کې د بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو، د هېواد لوی درستيز او د ملي امنيت ولايتي مرستیال، ملي شورا غړو ته ويلي، که دا لړۍ همداسې دوام ومومي؛ نو دوی به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي. د افغانستان پر کليوالي سرحدي سيمو راکېټي بریدونه نوې خبره نه ده او له یوې لسیزې راهیسې دا لړۍ روانه ده. د دې راکټي بریدونو په پايله کې، چې د امنيتي سرچينو په وينا، د کرښې له هغې غاړې، د هېواد پر سرحدي سيمو را توغول کېږي، ډېر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د «ملي واکمنۍ» ترټولو څرګنده ځانګړنه داده چې يو دولت ددې وړتيا ولري، چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.
له ملي واکمنۍ هغه وخت سرغړونه کېږي چې يو بل دولت خپلې ګټې د نرمې او ډيپلوماتيکې جګړې پرځای عملاً د وسلې په زور، په بل هېواد کې ولټوي. په اوسنۍ پېړۍ کې، د نړۍ په نقشه کې ډېر کم ګاونډي هېوادونه پيدا کېږي چې بل هېواد یا ګاونډۍ ملک کې د خپلو ملي ګټو لپاره، له ډيپلوماتيکې لارې دخبرو اترو پرځای له وسلې او په ځانګړي ډول له ګرمې وسلې کار واخلي.
واقعيت دادی چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه هڅه کوي، پر نړيوال ډګرخپلې ملي ګټې، له بېلابېلو لارو خوندي کړي. کلونه کېږي چې پر ګاونډيوهېوادونوباندې د فشار راوړلو لپاره وسله او راکېټ توغول،په نړۍ کې ځای نلري. د ملي ګټو د خونديتوب لپاره ډيپلوماتيکې لارې چارې ترټولو غوره لاره منل شوې. پر يو بل نظام د فشار راوړلو لپاره د راکټونو توغول، بايد د نړۍ د هېوادونو له لوري وغندل شي. په داسې وضعيت کې، افغان حکومت بايد دا موضوع له بل هر وخته ډېره جدي وڅاري. داسې کړنې چې د هر دولت او ډلې لخوا وي، د سولې مذاکرات له ننګونو سره مخامخولای شي. د پاکستان حکومت تل دا ادعاوې رد کړي چې ګواکي د راکېټونو په توغولو کې دې دوی لاس ولري. پاکستان په اوس وخت کې ټينګار لري چې د سولې په بهیر کې له افغانانو سره مرسته کوي. پاکستان بايد ددې ادعا د ثابتولو لپاره، عملاً د افغانستان له ملي واکمنۍ سرغړوونکی پيدا، معرفي او د قانون منګلو ته وسپاري. پاکستان يو داسې هېواد نه دی چې په سخته جګړه کې دې ښکېل وي، دا يو پوځي او سيمه ييز اټمي هېواد دی؛ دا څنګه ممکنه ده چې د يوې لسيزې په اوږدو کې ونشي کولی د افغانستان خاورې ته د راکټ توغولو عاملين ونه پېژني؟
په دې وروستيو کې پاکستان هوکړه کړې چې د راکېټ توغولو د عاملينو په پيدا کولو کې له افغانستان سره همکاري کوي. که پاکستان د دې ډلو په موندلو کې واقعا له افغان حکومت سره همکاري وکړي، نو سولې ته د رسېدو لپاره د دې هېواد د رول په اړه به په افغانستان کې د عمومي افکارو باورمندي ډېره شي. که پاکستانيان د دغو پېښو عاملين معرفي کړي، نو دا د افغانستان ملي واکمنۍ ته درناوی دی. دا څرګنده ده چې د دغو بریدونود دوام يوه ناوړه پايله دا ده چې د دواړو هېوادونو پر اړيکو به منفي اغېزې وکړي.
د هېوادونو د ملي واکمنۍ د سرغړونې په تړاو د ملګروملتونو سازمان لهمخکيني سرمنشي، بانکي مون څخه يو روايت دی. هغه په دې باور و چې د ټولو دولتونو واکمني او بشپړتيا ته درناوی يوه جدي اړتيا ده او د مطلق او انحصاري حاکميت وخت اوس تېر شوی دی.
د ښاغلي مون په وينا، د دولتونو د مشرانو دنده اوس دا ده چې دا مسئله درک کړي او د خپلې ټولنې د ښې ادارې او د نننۍ نړۍ د يو او بل پورې تړلو اړتياوو ترمنځ انډول رامنځ ته کړي.
پاکستان د کرښې په دواړو غاړو کې د شته ډلو په تورنولو سره نشي کولای چې ځان ته برائت ورکړي. د پوله مېشته افغان ماشومانو او ښځو وژل توجيه نلري. دا کړنه د يوه هېواد له ملي واکمنۍ پر سرغړونې سربېره، له بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده. له بده مرغه داسې کره شمېرې نشته چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته د راتوغول شويو راکېټونو په بریدونو کې څومره کسان وژل شوي، خو دا څرګنده ده چې د دې راکېټي بريدونو په پايله کې ډېرې ښځې، ماشومان او ځوانان وژل شوي.
د حکومت يو اساسي مکلفيت دا دی، هغه هېوداوال چې د افغانستان اسلامي جمهوري د واکمنۍ په سیوري کې ژوند کوي د هغوی د ځانونو ساتنه وکړي. افغان دولت بايد هغه شکايت چې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې يې په همدې تړاو ثبت کړی، په جدي او دوامداره توګه تعقيب کړي. د ملي شورا غړي بايد پر افغان دولت فشار راوړي ترڅو دا شکايت په جدي ډول وڅاري او په ټوله کې د هېواد عمومي افکار باید د هېواد له ملي واکمنۍ د سرغړونې په تړاو غلي پاتې نه شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ګوټرېش په درې ورځني سفر اسلام‌اباد ته ورسېد
بهرني خبرونه

ګوټرېش په درې ورځني سفر اسلام‌اباد ته ورسېد

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791269150]
د عزیزي بانک مشتریان: د حساب پرانیستلو پر مهال د لګښتونو په اړه معلومات نه راکول کېږي
راپورونه

د عزیزي بانک مشتریان: د حساب پرانیستلو پر مهال د لګښتونو په اړه معلومات نه راکول کېږي

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791267467]
رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له رییسه وغوښتل چې د یوناما ملاتړ ته دوام ورکړي
خبرونه

رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له رییسه وغوښتل چې د یوناما ملاتړ ته دوام ورکړي

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791263987]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.