د سوریې رسمي خبري آژانس د دمشق پر نړیوال هوايي ډګر د اسرایلو له بریدونو خبر ورکوي.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا رپوټ ورکړی چې د اسرایلو بریدونه د جنورۍ د لومړۍ نېټې د شپې په دوو بجو د دمشق پر نړیوال هوايي ډګر ترسره شوي دي.
د سانا د مالوماتو له مخې، په دې برید کې د سوریې دوه پوځیان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
سانا د پوځي سرچینو له قوله ویلي چې له دې برید وروسته، د دمشق نړیوال هوايي ډګر له کاره لوېدلی دی.
سوریه له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې له ناآرامیو سره مخ ده.