د راپورونو په حواله، اسراییل د سوریې په دمشق کې د ایران سفارت ته څېرمه هوايي بریدونه کړي دي.
تسنیم خبري اژانس دوشنبه د اپریل پر لومړۍ راپور ورکړی چې د دغو بریدونو په پاېله کې شپږ کسان وژل شوي دي.
ورته مهال، په سوریه کې هم رسنیو د دغو بریدونو پخلی کړی دی.
د سوریې دولت اېفاېم راډیو د راپور په حواله، په دغو هوايي بریدونو کې د ایران سفارت ته نږدې یوه ودانۍ په نښه شوې ده.
تر اوسه د دغو بریدونو په تړاو په اسراییل او سوریه کې سرچینو نور جزییات ورکړي نه دي.
له دې وړاندې هم اسراییل پر سوریې هوايي ګوزارونه کړي و.
د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې اسراییلو په سوریه کې د حزبالله مرکزونه په نښه کړل چې په پاېله کې یې ۳۳ کسان ووژل شول.
د یادونې ده چې په غزه کې د جګړې له پراخېدو وروسته د اسراییل او د لبنان حزبالله ترمنځ هم جګړې زور اخیستی او دواړه لوري وختناوخته پر یو بل بریدونه کوي.