د راپورونو په حواله، د سوریې پلازمېنې دمشق کې د ایران سفارت ته نږدې د اسراییل هوايي بریدونو په پاېله کې د سپاه پاسداران یو قوماندان وژل شوی دی.
المیادین ټلویزیون دوشنبه د اپريل پر لومړۍ راپور ورکړی چې دا قوماندان محمدرضا محمدي نومېده.
ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
د روان کال په جنورۍ کې هم پر دمشق د اسراییل هوايي بریدونو په پاېله کې د سپاه پاسداران څلور غړي وژل شوي و.
څو میاشتې وړاندې داسې راپورونو خپاره شو چې ګوندې د ایران سپاه پاسداران په سوریه کې د اسراییلو د بریدونو له وېرې خپل جګپوړي ځواکونه کموي او په سوریه کې به د خپل نفوذ د ساتلو لپاره تر ډېره پر «شیعه ملیشه ځواکونو» تکیه وکړي.
وروسته، رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ، سره له دې چې په تهران کې «توندلاري» د غچاخیستنې غوښتونکي دي؛ خو تر ډېره له سوریې د ایران د سپاه پاسدران د جګپوړو ځواکونو د ویستنې پرېکړه په منځني ختیځ کې په مخامخ جګړې کې له ښکېلېدو د ډډه کولو له امله ده.