د بلاول زرداري دا خبره چې د افغانستان د نن ورځې واقعیت طالبان او داعشیان دي، له یوه پلوه سمه ده. نوموړي دا خبره په نړیواله کچه په داسې حال کې کړې ده، چې طالبان او داعش نن د افغانستان په سیاست کې د اصلي لوبغاړو په توګه پیژندل کیږي. د نړۍ په سیاست کې زموږ د هیواد لپاره د ډیموکراسۍ، زده کړو او حکومتولۍ د ترویج فصلونه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وتړل شول او له هغه وخته تر نن ورځې پورې اغېزناک هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان او متحده ایالتونه پر دولت د پخوانیو ترهګرو (طالبانو) او پر اپوزسیسون د نننیو ترهګرو( داعش) د بدلولو په هڅه کې دي. له پوځي، ډيپلوماټیک او تبلیغاتي ملاتړه نیولې تر مشورو، غوسې او ګواښونو پورې یې له بېلابېلو وسیلو کار اخیستی، څو طالبان د رسمیت پېژندنې شرایطو ته برابر کړي خو تر اوسه ناکام شوي دي. د طالبانو ډله نه ده توانېدلې هغه خیالي ځواک شي چې د پاکستان پوځ او استخبارات یا نور سیمه ییز او نړیوال ملاتړي یې غواړي، ځکه طالبان کلیوال، فرقه ییز، مذهبي او دودیز اصلیت لري او یوازې په استخباراتي رنګ سره نه شي لوبيدلای. د دغو رنګونو ترکیب له پخوانۍ ترهګرې ډلې او اوسني سرپرست حکومته داسې څه جوړ کړي چې نه خپل ځان او نه هم خپل بهرني ملګري راضي کولای شي. طالبان له دننه نه له زیاتیدونکي کړکیچ او تناقضاتو او له بهره د داسې غوښتنو تر فشار لاندې دی چې ظرفیت یې نه لري.
په دې لړ کې داعش هغه سوټي شوی چې طالب او بهرني ملګري یې د یو بل پر ضد کاروي. بهرني دوستان او ملاتړي چې غواړي د طالبانو واکمني په ځینو تعدیلاتو سره په رسمیت وپېژني، خپل داعش لري او د داعش په نوم د خونړي خنجر په ښودلو سره طالبانو ته وايي چې خپل کلیوالي، مذهبي او قومي رنګ کم کړي او استخباراتي او ډیپلوماتیکو دندو ته ډیر پام وکړي چې د په رسمیت پېژندنې وړ شي. طالبان هم د داعش له سوټي نه د مخالفینو د ځپلو او تر ځانه په ظالم ځواک سره د خلکو د وېرولو لپاره کار اخلي او ان ترې د امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ د له….
داسې نه ده چې د طالبانو پر وړاندې له داعش پرته بل هېڅ ځواک او مقاومت نشته، بلکې د پاکستان د سیاسي مشرانو په ګډون ټول پوهېږي چې له کومې ورځې چې طالبان رامنځته شوي، تر نن ورځې پورې له افغان ولس سره پر جګړه بوخت دي، په دې جګړه کې ډېرې وينې تويې شوې، ډیر زندانونه ډک او خالي شوي او ډېر سختې شکنجې روانې دي. طالبان چې په وينو تويولو، ترهګرۍ او ظلمونو مشهور دي، دا شهرت يې په پاکستان او فضا کې نه، بلکې په افغانستان کې او کله چې د دې خاورې له خلکو سره مخ شوي، ترلاسه کړی دی. یو سراسري او ټولګډونه مقاومت شته چې د هرې ورځې په تېریدو سره جدي کیږي. د افغانستان اکثریت اوسیدونکي په ارتجاعي سیاستونو کې چې د ښوونځیو تړل، د افراطیت او له فردي او ټولنیزو آزادیو سره دښمني، تبعیض او د مخالفینو وژل پکې شامل دي، د طالبانو ملګرتیا نه کوي، بلکې د دې ډلې پر وړاندې مقاومت کوي.
د طالبانو پر وړاندې د خلکو مقاومت کم شوی او ډیر شوی دی، خو هېڅکله درېدلی نه دی. ویلای شو چې هېڅ ډله د طالبانو په څېرد خلکو له پراخ مقاومت سره نه ده مخامخ شوې. له هغه مقاومته چې د طالبانو پر وړاندې شته، انکار ښایي د ډیپلوماتیکو دریځونو تر شا ممکن وي، خو هرڅوک چې د افغانستان دننه وي او یا د افغانانو واقعي او مجازي غونډو ته سر ورښکار کړي، پوهېږي چې مقاومت د طالبانو تر امارته ډیر واقعي دی. دا تېر وتنه ده چې مقاومت د یوې وسله والې جګړې کچې ته راټيت کړو، وسله واله جګړه د مقاومت اوج دی. دلته د طالبانو پر وړاندې د بیلابیلو مقاومتونو ته اشاره کوو:
۱) د ښارمیشتو مقاومت: له بده مرغه په افغانستان کې دولت لا هم ښاري ښکارنده پاتې شوې ده. که څه هم په تېرو شلو کلونو کې د دولت په نفوذ سره ښاري مظاهرو او ارزښتونو کلیو ته پراخ نفوذ وکړ او د دولت مفهوم او په پایله کې یې له دولت او عامه خدماتو نه د خلکو تمې تر یوه بریده بدلې کړي. د هېواد لویو برخو ته سړکونه، رسنۍ، ښوونځي او لږ تر لږه دولتي خدمات ورسیدل. خو له دې سره سره، ښارونه او ښارونو ته نږدې سیمې د دولت او نظام لرلو په ارزښت او ورپسې د نظام د نشتوالي او د طالبانو د منځنیو پېړیو د واکمنۍ له خطر سره اشنا شول. د نظام په ړنګېدو او د طالبانو په راتګ سره دغه نیمايي ملت تقریباً په یو موټي او سراسري ډول د ګواښ او شاتګ احساس وکړ او پر وړاندې یې غبرګون وښود. د وطن د پرېښودو لپاره زموږ د هېوادوالو د یوې لویې برخې ګډې هڅې او هغه دردونکي انځورونه چې له هغې ورځې راهیسې مو په سرحدونو، هوايي ډګرونو، د پاسپورټونو د وېش په مرکزونو، قاچاقي لارو او پردیو هېوادونو لیدلي، د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې زموږ د هېوادوالو د غبرګون نښې دي. هغه کسان چې له هیواده وتلي، ټول سیاستوال، پوځيان او هغه کسان نه وو چې د طالبانو د غچ اخیستو له ویرې او د خپل ژوند د ژغورلو په پار وتلي وي، بلکې دوی د وطن د طالب کولو پر وړاندې د مقاومت د ملي لښکر عناصر دي. زموږ په زرګونو هیوادوالو خپل هرڅه پریښي او د ګاونډیو هیوادونو په کمپونو او فابریکو کې یې پناه اخیستې څو د ځان او خپلو کورنیو لپاره یوه غیر طالباني لاره وټاکي. هغه هیوادوال چې اوس هم په هیواد کې پاتې دي، موږ ټول شاهدان یو چې څنګه یې د طالب د غیر انساني بندیزونو پر وړاندې د خپلو امکاناتو په حد کې ګام په ګام مقاومت کړی دی. همدا اوس په ټول هېواد کې ډېر داسې کسان شته چې د غیر طالباني ژوند او جامو بڼه یې نه ده بدله کړې او له طالبانو سره تر هغه وخته پورې له همرنګه کېدو ډډه کوي، چې له مالي او ځاني خطر مخ نه وي. دا مقاومت خورا مهم دی او طالبان هره ورځ په سړکونو، سلمانيو، ښوونځیو، دفترونو، هټیو او رسنیو کې د خلکو د اعتراض له پیغام سره مخ کیږي.
۲) د ښځو مقاومت: د هغو ښځو شمېر چې په تېر یو نیم کال کې یې د طالبانو پر وړاندې په فزیکي حضور او مخامخ مقاومت سره له خپلو حقونو دفاع کړې او ارتجاعي سیاستونو پر وړاندې یې درېدلې، له هغو ځانمرګو بریدګرو او ټوپکوالو نه چې بلاول بوټو د طالبانو یوازینی مخالف ځواک بللی، په ځلونو زیات دی. د دې مقاومت په لیکه کې د ښوونځیو او پوهنتونونو لسګونه زره نجونې او ښځې ولاړې دي. ځینې یې په خوله، ځینې یې په غږ او ځینې یې په اوښکو سره، پر هغې لارې له تګه ډډه کوي چې طالبانو ورته ټاکلې ده. یو شمېر دغو نجونو شکنجې او جلاوطني هم په ځان منلې ده. ځینې یې په پټو ټولګیو کې زده کړو ته دوام ورکوي او د طالبانو رژیم ته نه وايي. تر ټولو مهمه دا چې، په ټول هیواد کې د ښځو له ټولنیز حضور او د زده کړو او کار د حق له ملاتړه په بې ساري ډول هرکلی شوی دی. د کلیو نارینه، ځایي مخور او حتی غیر طالب ملایانو په غونډو، ویناوو او انفرادي او ډله ییزو اعتراضونو سره د طالبانو له هغو سیاستونو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی، چې د ښځو او د زده کړو پر ضد دي.
په واقعیت کې د هیواد اکثریت نفوس د ښځو تر څنګ ولاړ دی او طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د ښځو زنداني کول او په دومره وحشیانه ډول محرومول چې ان حمام ته د تللو او درس ویلو حق هم ونه لري، د زغملو نه دي. دا د خلکو ولسي مقاومت او اعتراض دی چې نړیواله ټولنه او د پاکستان د حکومت په ګډون چې د بهرنیو چارو وزیر یې بلاول بوټو دی، د طالبانو ښکاره ملاتړي د طالبانو د امارت د رسمي پېژندلو شرم پر غاړه نه اخلي او هر کله چې د طالبانو د ملاتړ خبره کوي، له سرخوږي سره مخ کیږي او کله ناکله پښیماني څرګندوي. په وروستیي یوه کال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د هغه هېواد څو نورو چارواکو په رسنیو کې اعتراف کړی چې د طالبانو ملاتړ یوه تېروتنه وه او د هغه وخت د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له شرمه ډکې خبرې چې د طالبانو له خوا یې د ارګ نیول د افغان ملت د غلامۍ د زنځیرونو په ماتېدو تعبیر کړي وو، په پاکستاني رسنیو کې اوس د پاکستان د استخباراتو او ډیپلوماسۍ د دستګاه د جهالت او خباثتب په نښی بدلې شوې او په پرله پسې ډول د دغه هیواد چارواکو ته اورول کیږي.
درېیم) فرهنګي مقاومت: د افغانستان خلکو د خپل کلتور او ارزښتونو د ساتلو لپاره د طالبانو پر وړاندې مقاومت ته مخه کړې ده. له کلتوري مسایلو سره د دې ډلې بدوي چلند د افغانستان د ملت يوه لويه برخه مقاومت ته هڅولې ده. افغانستان له پام وړ کلتوري رنګارنګۍ او بډاینې برخمن دی. دا هغه جغرافیه ده، چې د یرغلګرو تاړاکونو، تګ راتګ او پکې د سیمې د بېلابېلو کلتورونو راټولېدو یوه بې ساري کلتوري خزانه ګرځولې ده. طالبان چې د دومره رنګارنګۍ او د هغې پر اهمیت د پوهیدو سواد او پوهه نه لري، د سیاست او مذهب د برخې په څېر یې د رنګارنګۍ د له منځه وړلو لنډه لاره خپله کړې ده او په خپل درې لسیزې سیاسي حضور کې تل له هېوادوالو سره په کلتوري جګړه کې پاتې شوي دي. د سندرغاړو ځپلو، د موسیقۍ، نڅا، انځورګرۍ، مجسمه سازۍ او همدارنګه د ملي او کلتوري جشنونو او مراسمو منعه کولو دا ډله له بیلابیلو پاړکیو او طبقو سره مخامخ کړې ده. د ژبې د مسئلې په اړه د طالبانو تګلارې او د ادارو، بنسټونو او رسنیو د ژبې د یو راز کولو هڅې زموږ په ملیونونو هیوادوال د طالبانو د مخالفینو په لیکو کې درولي دي. د طالبانو د کلتوري تګلارو پر وړاندې د خلکو د غبرګون زور اخیستل په ټولنیزو رسنیو کې په ښکاره توګه لیدل کیدای شي. ټولنیزې رسنۍ تل د طالبانو او غیر طالبانو تر منځ د جګړې ګرم ډګر دی او په زرګونو غیر طالب افغانان د طالبانو د روایتونو پر وړاندې پیاوړی او دوامداره مقاومت کوي.
څلورم: نړیوال مقاومت: د طالبانو د دوو رژیمونو ترمنځ د وخت په شل کلن واټن کې افغانستان د طالبانو تر ظرفیته ډیربدل شو. ښارونه لوی شول، خلکو یې زده کړې وکړې، له مدني ژوند سره اشنا شول، د ژوند اړتیاوې یې ډېرې شوې او د هغو کسانو شمېر چې له نړۍ سره اړیکه لري او په بهرنیو غونډو او دریځونو کې خپلې غوښتنې بیانولای شي، د طالب جنګیالیو په پرتله خورا ډېر شو. نن ورځ زموږ په لسګونو زره هیوادوال د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره په تماس کې دي او په بیلابیلو کچو له خلکو او کوربه حکومتونو سره په افغانستان کې د روانو چارو په تړاو خبرې کوي او دا ورته څرګندوي چې د طالبانو رژیم په دې پېر کې څنګه په ملیونونو خلک یرغمل نیولي او د سفر کولو، پارک او حمام ته د تلو، تحصیل او زده کړې، د رایې ورکولو د حق، د بیان د ازادۍ او غونډو جوړولو په څېر یې له لومړنیو حقونو نه بې برخې کړي دي. رسنیو ته پراخ لاسرسي دا فرصت برابر کړی دی چې د طالبانو د واکمنۍ بدګڼې او د ملیونونو محکومو خلکو کړاوونه هره ورځ په پراخه توګه د نړۍ تر خلکو ورسېږي. په پایله کې، د پاکستان او ایران په ګډون په ټوله نړۍ کې عامه افکار د طالبانو په ګټه نه دي او په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې د طالبانو پر وړاندې د افغانانو د مقاومت ملاتړ کوي، ورځ په ورځ زیاتېږي. بنسټونه او مشهور کسان د طالبانو د واکمنۍ د دوام د خطر پر وړاندې پر لابي کولو او د پوهاوي پر لوړولو بوخت دي. د افغانستان له خلکو سره نړیواله خواخوږي او په ټوله نړۍ کې د طالبانو پر وړاندې وېره او شک د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یوه مهمه برخه ده.
پنځم: نظامي مقاومت: طالبان له کومې ورځې چې سیاسي ډګر ته راوتلي، هیڅکله بې نظامي مخالفه نه دي پاتي شوي. له همدې امله، ان زموږ په کړکیچ ځپلي هیواد کې چې له وسلو او شخړو ډک دی، طالبان په تاوترخوالي کې ساری نه لري، دلیل یې ښايي د طالبانو په وجودي لامل کې وي. طالب له پیله یو جنګي ځواک و، د جګړې لپاره جوړ شوی و او له دوه دورې حکومت وروسته لا هم د جګړې د هویت له سیوري نه دی وتلی او نه دی توانېدلی چې ځان د سیاسي بدیل په توګه وړاندې کړي. کله چې د ۱۹۹۰ لسیزې په نیمایي کې طالبان په کندهار کې راڅرګند شول، کومه اعلامیه یا سیاسي پلان یې خپورنه کړ، بلکې ولس او خپلو مخالفینو ته یې د ټوپک شپېلۍ وښوده او په نظامي ځواک سره میدان ته راووتل. کله چې دوی کابل ونیوه، د وسله والو ملایانو د یوه کنډک په څېر پر دولتي ادارو ورمات شول او یوازیني څه چې ورسره بلد وو، جګړه او نفیه کول وو. ادارې او سسټمونه یې نه اصلاح کول، بلکې نفیه کول یې. ارزښتونه او تګلارې یې نقد او اصلاح کولې نه، بلکې رد او نفیه کولې یې. خلک یې قانع او خپل ملګري کول نه بلکې حذف او ځپل یې. له همدې امله د هېواد په ډيری برخو کې د چوپیتا په خورېدو سره سره، د دې ډلې پر وړاندې د ټوپک غږ غلی نه شو. ښایي وویاست چې په تېرو شلو کلونو کې هم جګړه روانه وه او اسلامي جمهوریت ړنګ شو، خو د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ جدي توپیر دا دی چې کله طالبانو خپل پوځي ځواک له لاسه ورکړ، نو د څو کلونو لپاره په واقعي مانا له منځه ولاړل، کله چې د جګړې له ډګره و اېستل شول، د رسنیو او سیاست په ډګر کې هم له منځه ولاړل. د اسلامي جمهوریت لومړني کلونه له جګړې او د ټوپک له غږه پرته تېر شول. څرنګه چې طالبان یو ملیشه ځواک و، نو د غیر طالب نظام پر وړاندې یې تر هغه وخته «مقاومت» نه درلود چې بهرنیو ملاتړو ورته وسلې او بمونه نه وو ورکړي. د طالبانو په دفاع کې کله هم داسې ولسي او سراسري حرکت نه دی لیدل شوی لکه څنګه چې اوس د دې ډلې پر وړاندې روان دی. خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه، کله چې طالبان راستانه شول، دې ډلې ته د نظام د تسلمېدو په تړاو د نړۍ له هوکړې سره سره، په پنجشیر او اندرابیو کې په زرګونو خلک له ټوپکونو سره د دې ډلې پر وړاندې ودرېدل او له هغې ورځې راهیسې تر اوسه د ټوپک غږ نه دی غلی شوی.د هېواد په نورو برخو کې هم داسې سازمانونه شته چې د وسله والې مبارزې ادعا کوي. که د طالبانو د مخالفینو پر خبرو اتکا ونه کړو، دې ډلې پخپله په تیر یو نیم کال کې په خپلو اعلامیو، ویډیوګانو، ویناوو او فرمانونو کې د مقاومت ډیر اسناد وړاندې کړي دي. د پنجشیر او اندرابیو د تصفیې پرلپسې خبرونه، د نیول شویو کسانو د عکسونو خپرول، د بندیانو د اعدام ویډیوګانې، هغو سیمو ته د ځواکونو د لېږلو فرمانونه، د قوماندانانو ګمارل او بدلول او د نظامي اقدام په تور له مخالفینو ډک زندانونه، ټول ښيي چې د طالبانو پر وړاندې وسله وال مقاومت ژوندی دی. په وروستۍ مورد کې د طالبانو یوه چارواکي د شوروي ځواکونو د وتلو د کالیزې په نمانځغونډه کې د مقاومت یادونه وکړه او ویې ویل، هغه کسان چې اوس هم وايي چې پر مقاومت بوخت دي او وطن باید ازاد شي، باید له جګړې لاس واخلي.
البته چې د طالبانو پر وړاندې نظامي مقاومت لا تر اوسه هغه حد ته نه دی رسېدلی چې د طالبانو د رژیم لپاره سملاسي ګواښ وګڼل شي، خو د تېر یو نیم کال تجربې ښودلې چې طالبان لا هم ځان ته د یوې جهادي او نظامي ډلې په سترګه ګوري او د بهرنیو لوبغاړو او کورنیو غولیدلو کسانو د پراخو تبلیغاتو خلاف نه دي توانیدلي چې له درېیو لسیزو وروسته په یوه سیاسي ځواک بدل شي، څو د هغوی مخالفین هم د سیاست او ملکي وسیلو په مټ ورسره مخالفت وکړي. طالبان اوس هم پر ځانمرګو بریدګرو، جنګیالیو او وسلو تکیه کوي او ترلاسه کړی واک د سیاسي بدلون له امله نه بلکې د وژنو او تاوتریخوالي پایله ګڼي، نو له همدې امله، هغه بیلابیل مقاومتونه به چې موږ پورته یاد کړل، هرو مرو او ورو ورو هغې لارې ته ورسیخ شي، چې طالبان یې په رسمیت پېژني: جګړه.
له بده مرغه ټول هغه څه چې د دوحې د مذاکراتو په لړ کې وشول او طالبانو ته د واک له سپارلو یو نیم کال وروسته د طالبانو د بدلون د احتمال او په دې ډلې کې د داسې سیاسي ظرفیت د ودې په اړه خبرې کېدې چې د یوه حد اقلي نظام د رامنځته کیدو لپاره زمینه برابره کړي او د ثبات، امنیت او بالاخره پرمختګ لپاره ګران او له شاتګ سره مل پېل وي، خو دا هرڅه دروغ او تش خیال ثابت شول. طالبان یو جهادي، ترهګر، د ثبات ضد، بنسټ ضد، کلتور ضد او تخریبي ځواک دی چې خپل پايښت د ترينکلتيا او جګړې په دوام کې ویني.، ټولنه به په تدریجي ډول له دغې بلا سره خونړۍ مقابلې ته چمتو شي. که فرض کړو چې طالبان داسې بدلون وکړي چې له ملیشه ځواک او یوې ترهګرې جهادي ډلې نه په یوه داسې ځواک بدل شي چې غیرطالباني سیاسي اجنډا ولري او په فرهنګي، دیني، علمي، حکومتي، اداري او مدیریتي مسایلو کې ور سره بحث او مخالفت وشي او له دې لارې ورسره پایلې ته رسېدل امکان پیدا کړي، مقاومت به هم نفیه شي. ایا طالبان دا وړتیا لري چې یوه سیاسي ډله شي؟ که ځواب یې نه وي او طالبان د وخت واقعیتونو او د خلکو هیلو ته غاړه کېنږدي، نو ولس به د مقاومت له ټولو امکاناتو سره خپل ګډ دښمن په ګونډو کړي.