لوږه او محرومیت د سیاسي وضعیت معلولونه دي

د مونیخ امنیتي کنفرانس پر دویمه ورځ د یو ساعت لپاره د افغانستان پر مسئلې بحث وشو. په دغه یو ساعته بحث کې له شویو ټولو خبرو یوازې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خبرې واورېدل شوې او غبرګونونه یې راوپارول. خو د مونیخ کنفرانس د افغانستان لپاره د بلاول بوټو تر دریځه مهم پیغام هم درلود. د دې بحث د ګډونوالو ترکیب په واقعیت کې تر ټولو مهم پیغام و. په دغه بحث کې د افغانستان په مسايلو کې ډیرو ښکېلو او اغېزناکو لورو حضور نه درلود او يا يې کم صلاحیته استازي لرل. د امریکا حکومت غیر حاضر و او پر ځای یې د هغه هېواد د پارلمان یوه استازي په کارپوهانه او انجويي ادبیاتو سره خبرې وکړې. له افغانستانه د هېواد د مشهورو سیاستوالو، د ګوندونو او ښکېلو لورو د استازو پرځای دوه ښځې رابلل شوې وې چې د هېڅ یوه سیاسي ګوند استازیتوب یې نه کاوه. اغلې حسنا جلیل په کورنیو چارو وزارت کې کاري تجربه لري او مېرمن محبوبه سراج د ښځو د حقونو فعاله او د اینجو څښتنه ده. له اروپا د بريتانيا او جرمني او يا د اروپايي ټولنې په څېر په افغانستان کې د ښکېلو او نفوذ لرونکو هېوادونو د چارواکو پر ځای د بلجيم او هسپانيې د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې وکړې، چې تر ډیره یې خبرې سیاستوالو ته نه بلکې کارپوهانو ته ورته وې. یوازې پاکستان او ملګري ملتونه غیر حاضر نه وو. پاکستان په افغانستان کې یو اصلي لوبغاړو  دی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم په لوړ غږ د خپل هېواد دریځ څرګند کړ.هغه وښوده چې د پاکستان حکومت او په واقعیت کې د هغه هېواد پوځ د ځینو څرګندونو خلاف چې کله ناکله په رسنیو کې راپورته کیږي، له طالبانو زړه نه دی صبر کړی او دغه ډله یوه سټراتیژیکه شتمني او د مدیریت وړ ناورین ګڼي. له مقاومته انکار او پر دې  ټینګار چې د ننني افغانستان سیاسي واقعیت طالبان او داعش دي، د دې ښکارندویي کوي چې د پاکستان واکمنان تر بل هر احتماله طالباني افغانستان ته ترجیح ورکوي او ډاډه دي چې پاکستان ته د طالبانو د جدي ګواښ د مخنیوي لپاره کافي نفوذ او وسایل لري. له پاکستان وروسته، ملګري ملتونه او هغه نادولتي موسسې چې د دغه سازمان تر چتر لاندې فعالیت کوي مهم لوبغاړي دي چې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې یې استازي لرل او د ناوړه بشري وضعیت، د مرستو او مرستې رسونې د پروګرامونو د زیاتوالي په تړاو یې خبرې وکړې. د ويناوالو له ترکیب او هغو خبرو نه چې وشوې، د افغانستان پر بنسټيزو ستونزو په تېره بيا د هېواد د بې ثباتۍ پر ناورین او د سياسي بهیر پر ځنډ سترګي پټول او د لوږې او د ښځو د محرومیت په څېر معلولونو خورا ډیر ټينګار ښکاره و.

د ښځو محرومیت او د لوږې ربړې (د سیاسي وضعیت معلولونو) ته د افغانستان د ستونزو د کچې راټيتول، غولونه او ریاکاري ده. لوږه د بشردوستانه مرستو په لېږلو، د یوناما په پیاوړتیا او د کډوالو په ملاتړ له منځه نه شي تللای. د ښځو محرومیت د غونډو په جوړولو، د جایزو په ورکولو او د ښځو د حقونو فعالانو ته د وینا په فرصتونو سره نه شي کمیدای. ملګري ملتونه، امريکا او اروپايي قدرتونه چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې زموږ هېواد د پيسو، وسلو، جهاد پالنې او د ځواکونو په لېږلو سره د ترهګرۍ او وحشت پر ډګر بدل کړ، په ننداریزو اقداماتو او د خوړو په مرستو سره له خپل مسوولیته اوږه نه شي سپکه کولای.له شواهدو څرګنده ده، چې تر هغه وخته پورې چې له افغانستانه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ترهګرۍ او ناامنۍ ګواښ ورپېښ نه شي، نه به ملګري ملتونه او نه هم هغه دولتونه چې د افغانستان په ورانولو کې یې رول درلود، د دغه بندون ماتولو ته لاس په کارشي. نو که موږ نړیوال اقدام ته ته سترګې پرلاره پاتې شو، ښایي دغه بندون او ځنډ په کلونو دوام ومومي. موږ باید د طالبانو له لوري له دغه رامنځته شوي کړکیچ نه د تېرېدو لپاره تدابیر وسنجوو، یو تدبیر دا دی چې په فرعي مسایلو لکه بشري مرستو او د نجونو د ښوونځيو په پرانيستو کې دومره  ورک نه شو چې د طالبانو د واکمنۍ د دوام خطر هېر کړو.

ورته لیکنې

Back to top button