د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.
د تلې درېيمه ده، ستړی ستومانه یم. انتظار او بېبرخلیکۍ سرګردانه کړې یم. درې کسه یو او د ملک دروازې سره څېرمه مو یو هوټل کې اړولي دي. د هرې ورځې په تېرېدو نور هم ستړی کېږم. دا په هرات کې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده. دلته په ښه بیه د مسافرو لپاره اتاقونه پېدا کېږي. څوک چې ایران ته ځي یا له ایرانه افغانستان ته راځي، د خپلو کارونو د ختمېدو لپاره دلته کوټه نیسي. له بل هر وخته ویرجن یم. ملګري مې بهر ته وځي او ځه اتاق کې یوازې پاتې کېږم. زړه مې نه کېږي بهر لاړ شم او ملګري مې یوازې پرېږدم. شېبه په شېبه له سګریټو لوخړې پورته کوم او کوټې ته یې پوفوم. ملګري مې ډېری وخت د سګریټو له دوده شکایت کوي او د هر سګریت په لګلولو راته غوسه کېږي. ملګري مې له ما مشران دي او ګومان کوم، ډېرې ستونزې یې ګاللې وي، خو پر ځان یې نه راولي. ماته تل وايي، چې باید صبر وکړم او راتلونکې ته هیلهمن اوسم. خو ذهن مې نه مني او د دوي پر نصیحتونو باک نه راوړم.
مازیګر دی او یوازې په کوټه کې پروت یم. فیسبوک پاڼه مې پرانېستې ده او همداسې مې سترګې پټېږي او ويده کېږم. ګومان کوم څو ساعته ویده وم او د دروازې پر غږ راوېښ شوم. یو ملګرې مې اتاق ته دننه شو او ماته وايي: طالبانو څلور انسانتښتوونکي په څلورو څلورلارو کې اعدام کړل او ته لا ویده یې. د ملګري غږ اورم خو هوښ مې بل چېرته چکر وهي. خوبولی یم او ګومان کوم، خوب وینم. کوم ملګري چې دا خبر راوړ، شوخ طبعیته دی او ډېر کله ما په خبرو ځوروي. کله به مې چې طالبان په سړکونو او ښار کې لېدل، د دې لپاره چې ما وډار کړي، غوښتل یې طالبانو ته ورغږ کړي، چې ده د جمهوریت پر مهال لویه څارنوالۍ کې کار کاوه او ډېر طالبان یې زندان ته لېږلي. د ملګري خبرې مې جدي ونه ګڼلې او د تل په څېر مې ګومان کاوه، چې ټوکې کوي. نوموړی له کوټې وځي او کوم ځای ته چې طالبانو څلور کسه اعدام کړي ورځي. لا له خوبه پاڅېدلی نه یم، چې ملګرې مې بیا کوټې ته راځي او د اعدام شویو جزییات یې راوړي؛ ځکه دا ځل یې صحنه له نږدې لیدلې ده. یو ځلي له ځایه راپورته کېږم. سترګې مې نیم پټې دي او او ملګري ته ګورم. غواړم سترګې پرانېزم او عادي حالت ته راستون شم. ډېر ډار شوی یم او نه شم کولای له ځایه پورته شم. فیسبوک ته مې سر ورښکاره کړ، که په دې تړاو څه خپاره شوي وي؛ خو په دې څه پېدا نه شو. ملګري مې ټينګار وکړ، چې د ملک څلورلارې ته لاړ شم او کوم کس چې په چوک کې راځوړند دی له نږدې وګورم. زه د دا ډول صحنو د لیدلو توان نه لرم له همدې کبله هلته مې له تللو ډډه وکړه. له یوې خوا د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او له بلې خوا له طالبانو مې بد راتللل او نه مې غوښتل ویې وینم. ملګري مې راته وویل، چې له هوټله هم کولای شې، یاده صحنه ووینم. هوټل درې پوړه لرل. زموږ اتاق په دوېم پوړ کې و. د دې لپاره چې اعدام شوی کس ووینم، باید درېيم پوړ ته ختلي وای. د دې خبر په اورېدلو او د صحنې په لیدلو سره مې له پښو سېکه ووته او په سختۍ مې ګام اخیست. د دې پېښې په لیدلو د طالبانو یو قوماندان ملاترابي خبرې رایادې شوې، چې ویل یې: د مجرمینو سزا به هغسې وي، چې شل پنځه ویشت کاله وړاندې و؛ یانې مجرم باید زجر وویني. په کراره کراره درېیم منزل ته پورته شوم. کوم ملګرې مې چې وړاندې چوک ته تللې او صحنه یې له نږدې لېدلې وه اوس له ماسره دی. له نوموړي پرته ان له هوټله د هغې صحنې لیدل راته ګران و. هوټل له چوکه څو قدمه لرې دی. چوک کې مې اعدام شوی کس ولید او له لیدلو سره سم مې زړه کړیکه وکړه او د بدن وېښته مې نېغ شول. ډار مې له دې اړخه و، چې د صحرايي محکمې به بیا زیاتې شي او عدالت به تر پښو لاندې شي. کوم کس چې راځوړند دی، بدن یې له وینو ډک دی؛ ګومان دې کاوه چې وینو کې یې لمبلي وي. جامې یې څېري څېري دي او پښې په هوا کې راځوړندې دي. پر سینه یې یو کاغذ ټومبل شوی او په سمه توګه نه لوستل کېده. سړک کې د دې تماشې لیدلو ته ډېر کسان راټول شوي او ټول د اعدام شوي کس ننداره کوي. ټول له هغه څخه انځور او ویډیو اخلي، شاید ځينې خوښ وي او خوند ترې اخلي او ځينې نور به یې هم عبرت ترې او زیات شمېر به پر صحرايي محکمې لعنت وايي.
په کراره غواړم له درېيم پوړه راښکته شم. هوټل ته له ننوتو سره سم پر یوې څوکۍ کېنم او چورت وهم. ډېره موده نه تېرېږي، کوم مسافر چې د نندارې لیدلو ته تللي و راغلل. چا د د انسانانو زجر د انساني کرامت خلاف ګاڼه. څوک چې د نندارې لیدلو ته تللي وو ویل یې: اعدام شوي انسان تښتوونکي نه و او پر نشه یي توکو روږدي و. د دې لپاره چې خلک وډار کړي، مړي یې په ښار کې راځوړند کړل. بل ملګرې مې چې بل چوک ته د اعدام شوي نندارې ته ورغلی و، ویل یې: مړی تازه نه و او وچ کلک ښکارېده. د دې ورځې پر سبا عزیزي بانک ته ځم او اوږده لیکه کې درېږم. سهار دی او لمر په بشپړه توګه راختلی نه دی. ټول د اعدام شویو په تړاو غږېدل او هر چا خپل نظر لاره. ډېر خلک شکمن و. د دې لپاره چې اعدام شوي انسان تښتوونکي نه و. چا ویل: که دې څلورو کسانو پلار او زوی تښتولی وي، ولې یې رسنیو کې خبر او د تښتول شویو په تړاو معلومات خپاره نه شول. دا د دې لامل شوی، چې ډېر خلک شکمن شي. ځينو ویل که د جمهوریت پر مهال د انسان تښتوونکو قضیو ته په سمه توګه رسیدګي نه کېده، لږ تر لږه د قضیه اصل او ماهیت خو به د رسنیو له لوري خپرېدل.
تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰