۸صبح، کابل: د افغانستان د آزادو خبریالانو ټولنې رییس وویل چې په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته، لږ ترلږه ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د هېواد د خبریالانو ټولنې رییس رحیم الله سمندر، د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په لسمه نېټه په کابل کې په یوه ناسته کې ویلي چې د ترسره شوې سروې له مخې، په افغانستان کې یوازې پينځه سلنه ښځینه خبریالانې په خپلو دندو کې پاتې دي.
سمندر همداراز زیاته کړې چې په ټول کې په هېواد کې له وروستیو بدلونونو او واک ته د طالبانو په رسېدو اویا سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او وزګار شوي دي.
له بلې خوا، په دغه پروګرام کې چې زیات شمېر خبریالانو پکې برخه لرله، د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې رییس وویل چې د ترسره شوې سروې پر بنسټ سرچینو ته د خبریالانو لاسرسی ستونزمن شوی دی.
هغه له طالبانو وغوښتل چې مالوماتو ته د خبریالانو د آسانه لاسرسي لپاره له دوی سره همکاري وکړي.
له بله پلوه، په دایکندي ولایت کې سیمه ییزه خبریاله لطیفه موسوي خپرې شوې شمېرې زړه بوږنوونکې بولي او زیاتوي چې د یوې ښځینه خبریالې په توګه له مالي او په ټولنه کې د کار له پلوه له بېلابېلو او جدي ننګونو سره مخ ده.
په دې لړ کې د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په دغه پروګرام کې وویل چې مالوماتو ته د ښه لاسرسي په موخه به د ولایتونو امنیه قوماندانیو ته ویندویان معرفي شي.
دا شمېرې په داسې حال کې مطرح شوې چې په کابل او ولایتونو کې یو شمېر خبریالان د اقتصادي ستونزو او دندو له لاسه ورکولو له امله د توکو پلورلو او سختو کارونو ته مخه کړې ده.