د روان کال په ژمي کې د واورې له پرلهپسې ورېدو وروسته هېواد ته د سختې سړې هوا څپې ننوتې او د ماشومانو او ښځو په ګډون یې سلګونه کسان مړه کړي دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې په تېرو اتلسو ورځو کې په هېواد کې د سړې هوا او ګازنیونې له امله ۱۶۸ کسان مړه شوي دي. خو د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې په روان ژمي کې د سختې واورې د ورښت او سختې یخنۍ له امله ۳۱۱ تنه هېوادوال مړه شوي دي. دغه تلفات په تېره یوه لسیزه کې بې مخینې بلل شوی دی.
له ځايي سرچینو راټولې شوې شمېرې ښيي چې سختې سړې هوا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. په دې لړ کې هرات د ۹۳ قربانیانو په لرلو سره د زیانمنونکو ولایتونو په سر کې دی او غور د درېیو قربانیانو په لرلو سره تر ټولو لږ تلفات لري. د شته شمېرو له مخې، د سږني ژمي د ۳۱۱ قربانیانو له منځه لږ تر لږه ۱۴۸ تنه یې پر نشه يي توکو روږدي کسان،۷۲ یې ماشومان او ۲۰ یې ښځې دي. دا شمېر یوازې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ او سلواغې میاشتې اړوند دی.
د ۸صبح ورځپاڼې له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي، چې په هرات ولایت کې د سړې هوا او یخنۍ له امله ۹۳ تنه مړه شوي دي. دغه شمېرې له روغتیايي ادارو، د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو او ولسي سرچینو نه راټولې شوې دي. په هرات کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي چې یوازې د روان لمریز کال د روژې د میاشتې تر نیمايي پورې په دغه ولایت کې پر نشه يي توکو ۴۵ روږدي کسان مړه شوي دي. هغوی په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي. د ۸صبح ورځپاڼې موندنې چې د ولسي سرچینو او روغتیايي ادارو له خوا راټولې شوې، ښيي چې سختې یخنۍ په تېرو دوو میاشتو کې ۸۹ روږدي کسان او څلور ماشومان مړه کړي دي.
ولسي سرچینې وايي چې په هرات کې بې ساري سړې هوا د تېرو کلونو په پرتله ډېر روږدي کسان مړه کړي دي. د سرچینو په وينا، پر نشه يي توکو روږدو کسانو د هرات ښار په تفريحي پارکونو، شاوخوا سیمو او کمرکلاغ سيمه کې شپې او ورځې تېرولې، خو د سختې سړې هوا له امله مړه شوي دي. روغتیايي سرچینې هم تاییدوي، چې د روان لمریز کال په سلواغې میاشت کې د هرات په مرکز او ولسوالیو کې لږ تر لږه څلور ماشومان مړه شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، يو ماشوم د هرات ښار په شپږمه ناحيه کې او درې نور ماشومان د دغه ولايت په ولسواليو کې د بې ساري يخنۍ له امله مړه شوي دي.
په همدې ډول، په جوزجان کې مرستندويه موسسې او روغتيايي سرچينې وايي چې د سږ کال په لیندۍ او مرغومې مياشتو کې د سړې هوا له امله په دغه ولايت کې د اوو ښځو او ١٤ ماشومانو په ګډون ٤٣ تنه مړه شوي دي. دغه کسان د دغه ولايت په شبرغان ښار او ولسواليو کې مړه شوي دي. په جوزجان کې د طالبانو ځايي چارواکي بیا د سړې هوا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ تنه اعلان کړی دی.
بلخوا په بلخ کې ځايي سرچينې وايي چې د سړې هوا له امله د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان مړه شوي دي. په بلخ کې روغتیايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته د سختې سړې هوا له امله د ۱۸ کسانو د مړینې پخلی کوي. د هغوی په ډله کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي. دغه راز د مزارشريف ښاروالۍ يوه بله سرچينه هم وايي، چې د يوې ښځې په ګډون ۲۱ تنه روږدي کسان د سړې هوا له امله مړه شوي او د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا خاورو ته سپارل شوي دي. تر اوسه د سړې هوا له امله د مړوشویو معتادینو هویت نه دی په ډاګه شوی.
له نیمروز ولایته راټولې شوې شمېرې ښيي، چې په دغه ولایت کې بې ساري سړې هوا د یوه ماشوم او یوې زړې ښځې په ګډون ۳۴ کسان مړه کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په واټونو کې د کثافاتو پر ټولولو بوخت يو ماشوم د سړې هوا له امله مړ شوى دى. دغه راز په دې ولايت کې د سختې يخنۍ له امله پر نشه يي توکو ٣٢ روږدي کسان مړه شوي دي. پر نشه يي توکو روږدي کسان د شپې مهال د زرنج ښار په سړه هوا کې مړه شوي او د نيمروز ښار لپاره د طالبانو د ښاروالۍ سرچينې هم دغه شمېره تاييد کړې ده.
له بدخشانه رارسيدلي رپوټونه وايي چې په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله ۳۳ تنه مړه شوي دي. د هغوی له ډلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه په پامیر کې، پنځه تنه په شهر بزرګ او یو ماشوم د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار په اوومه ناحیه کې مړ شوی دی. د رپوټونو له مخې، تېره اوونۍ د بدخشان په پامیر کې د سړې هوا له امله تنفسي ناروغي خپره شوې ده. د دغې ناروغۍ په ۲۷ قربانیانو کې دوه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.
پر دې ټولو سربېره، په بغلان کې د سړې هوا او تنفسي ناروغۍ له امله ۱۸ نور کسان مړه شوي دي. د هغوی په ډله کې شپږ پر نشه يي توکو روږدي کسان او اوه ماشومان شامل دي. پر نشه يي توکو روږدي کسان د سړې هوا له امله او ماشومان د تنفسي ناروغۍ له امله مړه شوي دي..
بلخوا د فارياب ولايت باخبره سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په چهلګزي، قيصار او المار ولسواليو کې د دوو نارینه وو، درېيو ښځو او اوو ماشومانو په ګډون ١٢ تنه چې د سړې هوا له امله زیانمن شوي وو، د لارو د بندېدو له امله روغتون ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي. خو طالبانو بیا په دغه ولایت کې د تلفاتو شمېر یوازې درې تنه ښودلی دی.
پر دې سربېره، د سرپل ولایت په سانچارک، صیاد او بلخاب ولسوالیو کې د سختې سړې هوا له امله د درېیو ښځو، پنځو ماشومانو او او یوه نارینه په ګډون نهه تنه مړه شوي دي.
له بادغیسه راټولې شوې شمېرې هم ښيي، چې په دې ولایت کې سختې یخنۍ د یوې اوونۍ په لړ کې نهه تنه مړه کړي دي. د شته شمېرو له مخې، د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په خیرخانې، او زاد صالح او د قادس ولسوالۍ په جوالق سیمو کې څلور ماشومان او یو شپون د یخنۍ له امله مړه شوي دي. دغه راز دوه نور ماشومان د بالامرغاب په ولسوالۍ کې او يو ٣٥ کلن سړى د دغه ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې مړ شوی دی. ځايي طالب چارواکو دغه شمېره تاييد کړې ده.
بامیان یو مرکزي او سوړ ولایت دی، چې په تېرو دوو میاشتو کې د سړې هوا او ګاز نیونې له امله د شپږو کسانو د مړینې شاهد و. دغه کسان په يکه ولنګ نمبر، پنجاپ١ او د باميان په مرکز کې مړه شوي دي. د دې ترڅنګ د سمنګان ولایت سرچینې تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله شپږ ماشومان مړه شوي دي.
له غوره راټولې شوې شمېرې هم ښيي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه ولایت درې اوسېدونکي د سړې هوا له امله مړه شوي دي. سرچینې زیاتوي، چې سږ کال د دغه ولایت یو اوسېدونکی چې د بند بایند په سیمه کې یې په موټر سایکل مزل کاوه، د سختې یخنۍ له امله مړ شوی دی. دغه راز سړې هوا د لعل او سرجنګل ولسوالۍ او د مرکز فيروزکوه ښار په اړوند سیمو کې دوه نور ماشومان مړه کړي دي. طالبانو هم دغه شمېره تایید کړې ده.
بلخوا له کونړه هم رارسیدلي رپوټونه وايي، چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یوې خونې د چت د راپرېوتو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي دي. د دغې خونې چت دوه ورځې وړاندې (شنبه، د سلواغې ۸مه) د سختو بارانونو له امله ونړېد. په دې پېښې کې۱۳ تنه نور ټپیان شوي دی. د ځايي سرچينو په وينا، د دغې خونې چت هغه مهال راپرېوت چې د کورنۍ ټول غړي د سړې هوا له امله په يوه خونه کې ويده وو. د کورونو زړښت په ساړه موسم کې د چت د نړېدو یو اصلي لامل بلل کیږي.
دغهراز په نورستان ولايت کې ځایي سرچينې وايي چې د روان کال د سلواغې په لسمه د سړې هوا له امله د دغه ولايت په دوآب ولسوالۍ کې درې ماشومان مړه شوي دي. دا ماشومان هغه مهال مړه شوي کله چې یې خپل څاروي څرولو ته بیولي وو. د نورستان ځايي طالبانو د دغو ماشومانو د مړینې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا هرڅه په داسې حال کې دي، چې افغانستان تر دې مهاله د تېرې یوې لسیزې په پرتله سخت ژمی تېر کړی دی. د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې له شلو ورځو راهيسې په پرله پسې ډول واوره ورېږي. د هېواد په ځينو سيمو په ځانګړي ډول په سالنګ ولسوالۍ او غور ولايت کې دهوا درجه منفي ۳۳ ته راښکته شوې ده.
خو طالبانو په افغانستان کې د سړې هوا او ګاز نیونې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۸ تنه ښودلی دی. د طالبانو ترادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سې شنبې په ورځ د سلواغې په۸مه، اعلان وکړ چې یوازې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۱۶۸ کسان مړه شوي دي. د دې ادارې چارواکو دروان ژمي د سړې هوا د قربانیانو دقیق جزیات نه دي وړاندې کړي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن زاهد ویلي دي، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو په تېره یوه میاشت کې پر ۴۰ زره اړمنو کورنیو بشري مرستې وېشلې دي. خو مرستندویه موسسو د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممانعت له امله د دوی د فعالیتونو د سخت کمښت او ان د فلج کیدو د احتمال خبره کړې ده.
په هېواد کې بې ساري سړې هوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د انساني تلفاتو تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. د رپوټونو له مخې، په هېواد کې د سختې سړې هوا له امله له سلو ډېر د استوګنې کورونه وران شوي او شاوخوا ۸۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هېوادوال د ژمي پر سختېدو سربېره، له اقتصادي ناورین سره هم مخ دي. مرستندویو سازمانونو اعلان کړی چې په روان ژمي کې لږ تر لږه ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي. د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې لږ تر لږه پنځه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره لږ واټن لري او زرګونه نور د لوږې له ګواښ سره مخ دي. له بلې خوا د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د واورې د ورښت د دوام خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د سالنګ په ګډون د هېواد ۱۹ ولایتونه د سختو واورو د ورېدو شاهدان وي.