په افغانستان کې ملایان تل ځان ته دا حق ورکوي چې د ټولنې په ډیرو مفصلو مسایلو د نظر څرګندونه وکړي. دوی ځانونه د پیغمبرانو وارثان ګڼي او خپل مسوولیت ګڼي چې د دین او دیانت له حرمت څخه دفاع وکړي او د ظالمانو د اصلاح لپاره لاس په کار شي او آن دوی له خپل تخصص څخه بهر په نورو برخو کې هم لاسوهنه کوي. د افغانستان خلک چې ډېری یې دودیزو عقایدو ته غاړه ږدي، ملایانو ته د لارښود او لارښوونې دنده ورکوي او له هغوی څخه تمه لري چې دیني تعلیمات خلکو ته ورسوي او په ورځنیو مسایلو کې د دین نظر څرګند کړي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا ملایان تل د خلکو هیلې پوره کوي او ورسپارل شوې دنده په سمه توګه ترسره کوي؟ په دې یو نیم کال کې د طالبانو د جنایتونو او ظلمونو په وړاندې د ملایانو چلند څه دی؟
د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره په افغاني ټولنه کې د ژوند بېلابېل اړخونه سخت زیانمن شوي دي. دين هم له دې زيان څخه نه دی خلاص شوی او د نورو عناصرو په پرتله لا زيات د زیان او فساد سره مخ شوی. دلیل یې دا دی چې طالبان له خپل تاسیس راهیسې له دین او شریعت څخه د دفاع کولو ټټر وهي او هر څه چې ترسره کوي، د دوي ادعا دا ده چې هر څه کوي د خدای او دین اراده ده. له همدې امله د دې ډلې هره خطا او جرم د دين په نوم پای ته رسېږي او په ټوليز ډول خلک له دين څخه کرکه او نفرت پيدا کوي. له بلې خوا د طالبانو اکثريت هغه کسان دي چې په ديني مدرسو کې روزل شوي او د ملايانو له ډلي څخه دي. نو ملایان باید د خپل عزت د دفاع په خاطر غلی پاتې نشي او د طالبانو د ظلمونو په وړاندې اعتراض وکړي او په دې ډګر کې باید تر نورو مخکې وي. په هرصورت، عیني شواهد ثابتوي چې ملایان عموما د طالبانو له حکومت سره موافق او خواخوږي لري او د دوی له کړنو خوښ دي.
د جمهوریت پر مهال هېواد کې د جوماتونو منبرنو د دغه رژیم په فعالیت سختې نیوکې او لاریونونه وکړل او خلک یې په خلاف راوپارول. د جوماتونو ډیری ملایان او مبلغین په داسې حال کې چې له دولت څخه یې معاش ترلاسه کولو او د نظام د کمزوري کولو او د بنسټونو د کمزوري کولو له هڅې څخه ډډه نه کوله. په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د جوماتونو ځینې خطیبانو له طالبانو سره نظامي همکاري کوله او په ځینو مواردو کې د هغوی له خونو څخه وسلې او جنګي مهمات نیول شوي دي. هغه خطیبان چې له طالبانو سره یې نظامي همکاري نه درلوده، د هغه وخت د حکومت پر ضد زهرجن تبلیغات په لاره اچولو سره په دې بریالي شول چې په تدریجي ډول د جمعې د لمانځه او د نورو لمانځونو په وخت کې یو شمېر ګډونوال له حکومت څخه ګوښه کول او د مخالفینو ته یې هڅول.
اصلي پوښتنه دا ده چې ولې هماغه ملایان چې یو وخت به یې د جمهوري نظام پر وړاندې بهانې لټولې او د بېلګې په توګه ویلي شو کله به یې په یوه غونډه کې د یوې ښځې ویښتان ښکاره ولېدل نو چغي به یې پورته کړی چې دین تباه شو، اوس چې طالبانو واک په لاس کې اخیستی دی، نه یوازې د طالبانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي، بلکې د هغوي لخوا د ترسره کېدونکو جنایتونو او بدمرغیو د پټولو او توجیه کولو هڅه کوي؟ که ملایانو واقعاً د ظلمونو د اصلاح هڅه کوله، نو ولې د طالبانو د ظلمونو او غلطو کړنو په وړاندې چوپه خوله پاتې شول؟ په دې یو نیم کال کې چې واک ته د طالبانو له راتګ څخه تېرېږي، دغې ډلې د خلکو پر وړاندې هېڅ ډول جنایت څخه دریغ نه دی کړی؛ ښځې یې له ژوند څخه بې برخې کړي او په عملي ډول یې بندیان کړي، ځوانان یې په مختلفو پلمو شکنجه کړي او بندیان کړي، وژلي او یا یې ذلیل کړي، دولتي کارکوونکي یې له کاره ګوښه کړي، فقر او بې وزلي یې خپره کړې، قومي او مذهبي تبعیض یې بنسټیز کړي او تر ټولو مهمه یې دا ده چې د نړۍ خلکو ته یې د اسلام بده څېره وړاندی کړه. که رښتیا ووایو او غلطۍ سمې کړو، د اصلاح لپاره به له اوس څخه بل ښه وخت کله راشي؟
د دی له المه چې ملایان د طالبانو په شان یوه ډله ده او په دیني مدرسو کې روزل شوي، فکر کوي چې د دوی ګټې د طالبانو له ګټو سره تړلې دي. اوس مهال طالبان په حقیقت کې ملایانو ته امتیازات ورکوي او په دولتي پوستونو یې ګماري او مادي امتیازات ورکوي. کله چې حرص او شخصي او طبقاتي ګټې پکې شاملې وي، قضاوتونه په ارمانونو او حرصونو ککړېږي او خلک خپله ازادي او تقوا له لاسه ورکوي او په دې حالت کې حقایق په سمه توګه نه شي پېژندلی. په تاریخ کې باید دا ولیکل شي چې ملایان په اوس وخت کې د طالبانو د واکمنۍ اصلي مدافعین دي او په نا لوستو او ناپوهو خلکو کې د خپل نفوذ په درلودلو سره د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه پیاوړي کوي. خطیبانو چې د تېر حکومت د خلکو د بنسټونو په کمزوري کولو کې یې پرېکنده رول لوبولی، اوس د ملا هبت الله او طالب مشرانو په ستاینه کې په جوش خبرې کوي او هیڅوک هم د دې جرأت نه کوي چې له لارښوونو خلاف کومه خبره وکړي.
د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د «علماو د شورا» په نوم جرګي جوړي ي کړي. دا شوراوی له هغه ملایانو جوړي دي چې طالبانو ته نږدې دي او په تصمیم نیولو کې پوره ونډه لري. دغې شورا ته هره میاشت د طالبانو د مشرتابه له خوا زیاتې پیسې ورکول کیږي. هغه ملایان چې یو وخت په حاشیه کې پاتی وو، اوس صحنې ته راغلي او د مسایلو په هکله روښنایې اچوي. په داسې حالت کې دا عجيبه خبره نه ده چې ملايان آن په هغو ولايتونو کې چې د طالبانو نفوذ سیمه نده، د زړه کومي د طالبانو ملاتړ کوي او د طالبانو د نفوذ د ريښې د پخوا لپاره زیاتي هڅي کوي.
که چیري ملایانو د ملایانو د راتلونکي لپاره بصیرت او فکر درلودلی، باید په هره ممکنه طریقه دوي خپل حساب له طالبانو جلا کړی وای. په نږدې یا لرې راتلونکي کې به د طالبانو واکمني ړنګه شي او په هغه صورت کې به ملایان د طالبانو له ظالمانه او منځنیو پیړیو په ډول د حکومت بې شرمه او هر اړخیزې دفاع قیمت ادا کړي. د طالبانو په رانسکوریدو سره به په ټولنه کې د ملایانو ونډه د تل لپاره کمه شي او ملایان به د تل لپاره د ولس د دښمنانو په صفت شرمینده ودرېږي.
البته دا کار به په هغه صورت کې وشي که زموږ ټولنه له تاریخي پېښو زده کړي او د همدغو پېښو له مخې خپله راتلونکې جوړه کړي. دا هم ممکنه ده چې تاریخ به په دې خاوره کې څو ځله تکرار شي او خلک به له تیرو څخه د زده کړې بصیرت ونه لري.
د ایران مشهور روڼ آندي علي شریعتي ویلي وو: «دیني عالمانو هېڅ استعماري سند نه دی لاسلیک کړی.»
د شریعتي دا ډول قضاوت ۵۰-۴۰ کاله پخوا رښتینی و. خو په ایران او افغانستان کې د ملایانو د واکمنۍ ریکارډ دا حقیقت روښانه کړی چې ملایان د ټولنې له نورو طبقو څخه کم نه دي او د نورو په څېر د نفسي خواهشاتو په زندان کې دي او په اسانۍ سره دین، شریعت او خدای د شخصي ګټو لپاره قرباني کوي.