د افغانستان د نومیاليتوب څو ټکي
ژباړه او ژياتونه: محمد عزيز پردېس

ځوان نفوس
افغانستان د نړۍ په کچه د ځوانانو د ډېرښت له اړخه پنځم هېواد دی چې تقريبا ۶۸ سلنه د هېواد مجموعي نفوس جوړوي. دغه واقعیت ددې لامل شوی چې افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په لومړيو ليکو کې راشي چې ځوان وګړي لري.
په ټولو برخو کې تنوع
بې له شکه چې افغانستان په اوسني پېر کې د بل هر وخت په پرتله، د ډېرې تنوع شاهد دی. که څه هم افغانستان له جغرافيې اړخه په يو نسبتا کوچنی هیواد دی، خو د کلتوري، ژبني، مذهبي، قومي، نژادي، خوراک، جامو، موسيقۍ، ښکلو طبيعي منظرو، د ډول ډول ژويو او په زړه پورې ځايونو په لرلو سره، د نړۍ په کچه د متنوعو هېوادونو څخه دی.
مېلمه پالنه
افغانان مېلمه پال خلک دي، چې مېلمه ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د مختلفو او خوندورو خوړو په درلودو سره مېلمه پالنه کوي. په افغانانو کې د مېلمه پالنې کلتور ډېره پخوانۍ تاريخي ريښه لري.
له اختلافاتو سره سره، مطلقه هېوادپالنه
افغانان ډېر هېواد پال خلک دي چې دغې ځانګړې، دومره جګړو، یرغلونو او شخړو سره سره، د یو و واحد ولس په توګه ساتلي دي.
په ټولنه کې ورځ تربلې د ښځينه وو د نقش ډېرېدل
له کورنيو جګړو او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان مېرمنو لپاره د ژوندانه شرايط ډېر ستونزمن وو. خو اوس افغان مېرمنې، له نارينه و سره اوږه په اوږه، په ګډه تقريبا د ژوند په ټولو برخو کې ونډه لري. ورځ تربلې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد مبارزه مخ په ډېرېدو ده.
که څه هم ستونزې شته، خو راتلونکي ته د افغانانو هيله مندي، د یوې روښانه راتلونکې زیری ځان سره لري.
د زمکو پر سر او تر زمکو لاندې شتمنۍ
د افغانستان کابو ۸۰ سلنه وګړي، د کرنې، بزګرۍ او مالدارۍ له لارې خپل ورځيني لګښتونه پوره کوي. د کندهار انار، د کندز او نورو شمالي ولايتونو خټکي، د پکتيا جلغوزي، د ننګرهار نارنج او ګني، د وردګو او کابل مڼې، د شمالي انګور د میدان و بامیانو کچالان او د هېواد د بېلابېلو سيمو ډول ډول وچې او تازه مېوې، په ټوله نړۍ کې نوم لري. همدارنګه افغانستان د طبيعي زېرمو د لرلو له اړخه، د نړۍ له بډایه هېوادونو څخه دی.
د وروستيو کلنو جګړې د دې لامل شوې چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې له خپلو سيالو هېوادونو شاته پاتې شي، خو له دوو لسيزو راهيسې د دولت او خلکو له لوري له ستونزو سره سره هڅې روانې دي چې کرار کرار هېواد په خپلو پښو ودرېږي.