پــه پلازمـــیني کـې د ښاري بسونو ستونزه؛ تمځایونه په نشه روږدو وګړو په استوګنځیو بدل شوي!
لیکوال: عبدالاحمد حسیني، ژباړن: م. ظریف صمیم

هغه تمځایونه چې د خلکو لپاره د نظم او آسانتیا په موخه جوړ شوي، اوس په نشه روږدو وګړو په خوندي پټنځایونو بدلې شوې دي! ځینې روږدي وګړي له دغو تمځایونو د اوسېدو د ځای په توګه کار اخلي؛ ځکه نو عام وګړي ترې استفاده نه شي کولای.
کابل ښاروالۍ،تېرکال د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې، د ښاري بسونو ۲۶۴ تمځایونه جوړ کړل چې خلک ترې کار واخلي. اوس چې ددغو تمځایونو له جوړېدو یو کال تېرېږي، تراوسه د ښاري بسونو درک نه لګېږي. د ملي بس تصدۍ ریاست وايي چې هند د ملي بسونو د رغولو په اړه کړې ژمنه نه ده عملي کړې او دا کار ددې لامل شوی چې ښاري بسونه فعال نه شي.
دا ریاست وایي چې په دې وروستیو کې نوموړي هېواد یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د ملي بس تصدۍ له ریاست سره د پرزو په برابرولو کې مرسته وکړي. د ملي بس تصدۍ ریاست چارواکي هیله څرګندوي چې تر راتلونکو درېیو کلونو، د نویو بسونو په ګډون، ۳۵۰ نور بسونه ترمیم او د استفادې وړ وګرځي.
کابل ښاروالۍ کابو یو کال مخکې د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري بسونو ۲۶۴ تمځایونه جوړ کړي دي. دغه تمځایونه په ستندرد او معیاري توګه جوړ شوي چې چت، د کثافاتو سطل، دوې درې کسیزې څوکۍ، کانتین، د بایسکلونو تمځای او په لمریزې برېښنا سمبال تنویري سیستم سمبال دي او په جوړولو کې یې له نکل او اوسپنې کار اخیستل شوی دی. کابل ښاروال وایي چې پر دغو تمځایونو ۱۲۰ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي.
ګمان کېده چې ددغو تمځایونو په جوړېدو او د بسونو په فعالیت سره به، د خلکو ستونزې تر ډېره اوارې شي، خو اوس چې ددغو تمځایونو له جوړېدو کابو یو کال تېرېږي، تراوسه د استفادې وړ نه دي شوي او په نشه يي توکو د روږدو په امنځایونو بدل شوي دي. ډېری تمځایونه چې په نشه روږدي پکې اوسېږي یا ویجاړ شوي او یا هم سوځېدلي دي. اوس کابل ښاروالي ددې ستونزې په تاییدولو سره وایي چې ترانسپورت وزارت باید ددغې پروژې له بشپړېدو مخکې هغه تسلیم کړي او څارنه یې کړې وای.
د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا ۸صبح ته وايي چې دغې ادارې یوازې ددې پروژې د پلي کولو مسوولیت درلود او ساتنه او خوندیتوب یې د ترانسپورت وزارت مسوولیت دی. مېرمن رسا زیاتوي چې په ځلونو یې د لیکونو له لارې له ترانسپورت وزارته غوښتي چې ددغو تمځایونو د ساتنې او خوندیتوب مسوولیت پرغاړه واخلي! خو هغه وزارت دغو غوښتنو ته پام ونه کړ او همداراز یې ددې کار لپاره کوم ځانګړی دلیل هم نه دی وړاندې کړی.
له بلې خوا د کابل ښاروالي ویاندې د یوې بدیلې طرحې د وړاندې کولو خبر ورکړ. سمیرا رسا جوتوي چې په دې طرحه کې له تمځایونو د خوراکي توکو د پلورنځیو په توګه کار اخیستل کېږي. هغې ووېل: «تر هغه وخته چې ترانسپورت وزارت بسونه فعالوي، له دغو تمځایونو به د پلورنځیو په توګه کار اخلو. دا یوازې یو وړانديز دی او که ومنل شي هرومرو اقدام کوو.»
د ترانسپورت وزارت بیا وایي چې تراوسه د ښاري بسونو د تمځایونه مسوولیت په رسمي توګه دغه وزارت ته نه دی سپارل شوی. د ملي بس تصدۍ رییس محمد یونس امیري وايي چې ترانسپورت وزارت تل بنسټیزې اړتیاوې کابل ښاروالۍ ته رسولي او جوړول یې د نوموړې ادارې مکلفیت دی. هغه ۸صبح ته ووېل چې د ښاري بسونو د تمځایونو ساتنه او خوندیتوب، د کابل ښاروالۍ مسوولیت دی او نوموړې ادارې تراوسه په رسمي توګه دا مسوولیت ترانسپورت وزارت ته نه دی سپارلی.
نوموړی جوتوي: «هر مهال چې مسوولیت یې ترانسپورت وزارت ته وسپارل شو او دا وزارت یې په رسمي توګه مسوولیت واخلي، هغه مهال یې دنده ده چې د بسونو پر تمځایونو څارنه ولري.» نوموړي ووېل: «موږ په ځلونو له هغوی د دغو تمځایونو د موقعیت غوښتنه کړې. موږ یې هم وینو او هېوادوال یې هم ویني! ددې پر ځای چې سمه ترې استفاده وشي ویجاړېږي.له بلې خوا له کابل ښاروالۍ سره په تماس کې یو چې دا یوه ملي شتمنی ده او مسوولیت یې باید په رسمي توګه ولېږدول شي، چې تراوسه په ښاروالۍ پورې اړه لري. کله چې تمځایونه په رسمي ډول ترانسپورت وزارت ته ولېږدول شي، د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې به یې اقدام وکړو.»
په همدې حال کې ښاغلی امیري وایي چې هندوستان له دې مخکې ژمنه کړې وه چې د ۳۵۰ بسونو له رغولو وروسته، زر بسونه ددغه وزارت په واک کې ورکوي. د هغه په وینا هند همداراز ژمنه کړې وه چې ددغو بسونو وسایل او توکي به هم ورکوي. اوس چې له دغو ژمنو څو کلونه تېر شوي، هند ونشول کولای، چې دا پرزې او وسایل د ملي بس تصدۍ ته ورکړي.
هغه زیاتوي چې دا مسله یې د هند له سفارت سره شریکه کړې، خو دې سفارت وېلي چې د دوی د قرارداد لوري دا پرزې نه دي برابرې کړې، له دې امله له نوي شرکت سره قرارداد شوی او ډېر زر به د وسایلو او پرزه جاتو رالېږدول پیل کړي.
هغه ووېل چې هند په ځلونو ژمنه کړې چې د زړو بسونو د پرزو د ورکولو ترڅنګ به په درېیو پړاوونو کې، له افغانستان سره د نویو بسونو مرسته کوي. هغه زیاته کړه چې په لومړي پړاو- شپږو میاشتو کې، په دوهم پړاو- اتلسو میاشتو کې او په درېیم پړاو-درېیو کلونو کې دا بسونه افغانستان ته ورکړل شي.
د وېلو ده چې ملي د ملي بس تصدي اوسمهال په کابل ښار کې ۱۰۲ بسونه لري چې د ښاریانو په لېږدولو کې فعالیت لري.