هایتي کې ځايي رسنیو جمعه د جنورۍ پر اوومه ویلي، چې یوې جنایتکارې ډلې دوه خبریالان په وحشتناک ډول وژلي دي.
هايتي کې یوې فعالې راډیو ایکوت افایم راپور ورکړی، چې دا وژنې «تيمکاک» جنایتکارې ډلې د پورتو پرنس ښار په پتیونویل سیمه کې کړې دي.
نوموړې رسنۍ ویلي، له سیمې یو بل خبریال په تېښته بریالی شوی دی.
تراوسه د دې پېښې انګېزه او جزییات روښانه نه دي.
سيانان راپور ورکړی، چې د «جان وسلي آمادي» په نوم یو خبریال د وسلهوالو له لوري نیول شوی او وروسته ژوندی سوځول شوی دی.
د یادونې ده، چې تراوسه د دویم خبریال هویت معلوم شوی نه دی.
تېر جولای کې د هایتي ولسمشر جوونل مویس په خپل استونګنځای کې ترور شو او د واک خلا یې رامنځته کړه، چې له امله یې دغه هېواد کې تاوتریخوالی او بشري ناورین پراخ شو.