۸صبح، بادغیس: د بادغیس مرکز قلعه نو کې یو سړي د خپلو ماشومانو د مړولو او د مرګ د ویرې له کبله هغوي یو جومات کې پرېښي دي.
د قلعهنو ښار د شپږمې ناحیې د تګاب اسماعیل سیمې اوسېدونکي عبدالحلیم ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، نوموړي سړي خپلو ماشومانو ته خواړه نه شوای تیارولی، له همدې کبله یې هغوي د عبدالحقخان جومات کې پرېښي دي.
عبدالحلیم زیاته کړه، نوموړی کس او سمهال کومه دنده نه لري او حاضر دی تر ټولو سخت کار هم وکړي، خو بازار کې یې کار پېدا کړی نه دی.
د عبدالحلیم په خبره، له هغه وروسته چې خپلو ماشومانو ته یې ډوډۍ پېدا نه کړه، پرېکړه یې وکړه، چې د مرګ د مخنیوي په موخه دغه ماشومان د قلعهنو ښار په یو جومات کې پرېږدي.
دغه ولایت کې یو شمېر مدني فعالان هم د بېوزلۍ له پراخوالي اندېښنه ښيي او وايي، مرستندویه ادارې دې جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د انساني ناورین مخنیوی وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې بادغیس کې طالب چارواکو په وار وار وضعیت ډاډمن ښوولی دی.
د یادونې وړ ده، چې یوې ځوانې ښځې د بادغیس مقر ولسوالۍ کې د بېوزلې له کبله ځان وژنه کړې ده.