۸صبح، تخار: په تخار کې ځایی سرچینې وایي، چې د ولایت د مقام ودانۍ مخې ته د طالبانو پر يوه رېنجر چاودنه شوې ده.
دغه چاودنه پنجشنبه له غرمې وروسته د مرغومي پر ۲۹ هغه مهال وشوه، چې د ولايت په مقام کې د ځایي طالبانو د مسوولينو غونډه روانه وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تخار د ولايت د ودانۍ په دروازه کې د طالبانو په رېنجر موټر کې اېښودل شوى مقناطيسي ماين چاودلی، خو چاته پکې زيان نه دى اوښتى.
سرچینه زیاتوي، چاودنه په داسې حال کې شوې چې طالبانو د ولایت ودانۍ ته څېرمه د اداري غونډې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.
طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په تړاو څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو اونيو کې دا د تخار ولايت په مرکز کې درېیمه چاودنه ده.