پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لوږې، بېوزلۍ، بیکارۍ او کډوالۍ لړۍ په بېمخینې توګه پراخه شوې ده. له پخوانیو کارکوونکو او پوځيانو، مدني فعالانو، خبریالانو او سیاسي مخالفانو څخه د طالبانو غچاخیستلو بیا خلکو ته ډول ډول رواني اندېښنې پېدا کړې دي. د ښځو پر کار کولو بندیز او دغه راز د هرې ورځې په تېرېدو د محدودیتونو لړۍ پراخېدل بیا نور هغه لاملونه دي چې د خلکو رواني ستونزې یې زیاتې کړې دي. تازه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې نیمايي افغانان له رواني ستونزو رنځ وړي. د دغه سازمان یوه چارواکي په ویانا کې یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان د نفوس په ۵۰ سلنه کې د رواني ناروغيو نښې اندېښمنوونکې دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې اته میلیونه وګړي له رواني ستونزو کړېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې د نړۍ د خپه هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی و.
د روغتیا نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر، اروپايي ټولنې او جاپان په همکارۍ د «ژور ناورین؛ د رواني روغتیا او مخدره توکو کارولو اختلالات چې افغاني ټولنه فلج کوي» ترسرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شوې وه، ۱۴۰ ګډون کوونکو پکې په حضوري او د زوم له لارې برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د رواني روغتیا او نشهيي توکو د کارونې د اختلالاتو پر ننګونو چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي ورسره لاس ګریوان دي، خبرې اترې شوې دي. ګډونوالو د پالیسۍ د بدلون او عملیاتي ستراتیژیو له لارې په افغانستان کې د رواني روغتیا او د مخدره توکو کارولو اختلالاتو په اړه ننګونو ته د رسېدو او چوپړونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
په دې غونډه کې د ختيځې مديترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سيمهييز مسوول ډاکتر حنان بلخي ويلي: «د افغانستان د نفوس ۵۰ سلنه له رواني ستونزو سره لاس ګریوان دي چې ژوند یې اغېزمنوي.» د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکي زیاته کړې چې یوازې د هېواد د روغتیا او ټولنیزې پاملرنې سیسټمونو له لارې محدود ملاتړ د لاسرسي وړ دی. د نوموړي په خبره، د روغتیا نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو له مخدره توکو او جرایمو پر وړاندې د مبارزې دفتر سره په ګډه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ۲۰ مرکزونو او ۲۳ کاري ډلو له لارې له رواني ستونزو سره اخته کسانو ته د چوپړونو په وړاندې کولو کې همکاري کوي.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو له مخدره توکو او جرایمو سره د مبارزې دفتر کې د عمومی چارو پالیسو د تحلیل او تجزیې برخې مدیر د کروندګرو پر ملاتړ او تریاکو پر بدیل کښت ټينګار کړی دی. نوموړي ویلي: «د کوکنارو له کروندګرو د بدیل کښت څخه ملاتړ پر مخدره توکو د اخته کسانو د درملنې لپاره د عمومي روغتیا په برخه کې د اقداماتو سربېره، په افغانستان کې د دوامداره حل لارو په موندلو کې اړین دي.»
بلخوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې مېرمن رافیلا لودیس ویلي چې د نړۍ په کچه او په افغانستان کې د رواني روغتیا او د نشهیي توکو د استعمال اختلالات چې د میلیونونه خلکو روغتیا او هوساینه او د دوی کورنۍ یې اغېزمنې کړي، پانګونه پرې یو ګډ مسوولیت دی چې د لا موثریت د ترلاسه کولو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا لري. مېرمن لودیس د مدني ټولنې پر رول هم ټينګار کړی او زیاته کړې ده: «زموږ مداخلې باید د شواهدو او د ښو کړنو او زده شویو درسونو پر بنسټ وي. دلته زه د مدني ټولنې او محلي ټولنو په حیاتي رول ټینګار کوم ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې حل لارې نه یوازې د ځانګړو شرایطو او اړتیاو سره سم او له کلتوري پلوه مناسبې دي، بلکې په اوږد مهال کې ډیرې پایداره هم دي.»
په نړیوالو سازمانونو کې د جاپان استازولۍ مسوول نوبویوکي کیکوچي ویلي: «په افغانستان کې د نشه یي توکو او رواني روغتیا اړوند ننګونو په منځ کې د خلکو روغتیا او خوښي ډاډمنول بیا ټولییز او ګډ اقدام ته اړتیا لري.»
په دې غونډه کې ګډونوالو د یو کمپاین د جوړېدو خبره هم کړې او له اړوندو خواوو یې وغوښتل چې د شواهدو پر بنسټ د حل لارې په پلي کولو کې همکاري او په افغانستان کې د رواني روغتیا له خدماتو ملاتړ وکړي.
بل پلوه، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د رواني اختلالاتو لاملونه ډېر دي. د هغوی په خبره، د بېوزلۍ او بیکارۍ زیاتوالی، د ژوند کولو لپاره د اړینو چوپړونو نشتوالی، کورنی تاوتریخوالی او د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز بیا پر مخدره توکو د اخته کېدو او قاچاقي کډوالۍ ته لار هواره کړې ده او ډېری کورنۍ بیا د خپلو عزیزانو د لرې والي له کبله پر رواني ستونزو اخته شوي دي.
د دغو لاملونو ترڅنګ، میلیونونه نجونې او ښځې له زدهکړو او کار څخه پاتې دي چې له کبله یې په کورنیو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي او یو شمېر نجونې بیا اړې شوې دي جبري ودونو ته غاړه کېږدي. دغو لاملونو په افغانستان کې د رواني روغتیا ناورین لا ژور کړی دی.
د رواني ناروغانو لپاره د روغتیايي مرکزونو نشتوالی بیا په هېواد کې د دغه رنځ د زیاتوالي بل لامل ګڼل کېږي. دمګړۍ یوازې په کابل کې د رواني روغتیا یو دولتي روغتون فعال دی چې د ولایتونو ناروغان هم دغه روغتون ته راوستل کېږي.
یوې روغتیايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو وویل چې د رواني ناروغانو لپاره هېڅ ډول چوپړونه نه شته او په خبره یې، ان طالبان په زوره پر مخدره توکو د اخته کسانو درملنه کوي چې دا ډول چاره له بشري ارزښتونو او طبي اخلاقو سره په ټکر کې ده. دا سرچینه د رواني ناروغانو لپاره د روغتیايي مرکزونو له نشتونه هم شکایت کوي او زیاتوي: «د رواني روغتیا روغتون حالت ښه نه دی. په هره کچه ناروغان په یوه ځای کې بستر کېږي. تاسې فکر وکړئ هغه څوک چې تازه پر رواني ناروغۍ اخته وي، له هغه چا سره چې د دې ناروغۍ په شدید پړاو کې وي، شپه او ورځ یو ځای تېره کړي، د نوي ناروغ حالت به څنګه شي؟»
د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال د افغانستان د نیمايي وګړو له رواني وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې چې د ۲۰۲۴ کال د خوښۍ نړیوال راپور کې افغانستان د اووم ځل لپاره د نړۍ په کچه د خپه هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی.
دا راپور د ګالوب د نظرپوښتنې د معلوماتو او د ژوند د کیفیت، اقتصادي وضعیت، ژوند ته هیله، د ازادۍ احساس، په ټولنه کې د باور او عدالت د کچې او پر حکومت د باور د ارزونې پر بنسټ چمتو شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ځپنې، غچ اخیستو، د ولسي واکمنۍ د بنسټونو په ویجاړولو، د اقتصاد په کمزوري کولو او د بشري ناورین په رامنځته کولو سره د اوسېدونکو ازادي او د ژوندانه هیلې تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې دي.
دمګړۍ میلیونونه نجونې او ښځې له خپلو لومړنیو انساني حقونو بې برخې دي او په افغانستان کې پر سیاسي او مدني فعالیتونو بندیز لګول شوی دی. هر څوک چې د طالبانو پر ایډیولوژیکو سیاستونو نیوکه وکړي، بندیان او ربړول کېږي.
د کابل یو اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «د جمهوریت پرتله حالت ناوړه شوی دی. خلک د طالب له وېرې غږ نه شي ویستلی. ستړیا، بېوزلي او ناهیلي د خلکو په مخ او سترګو کې له ورایه ښکاري. ډېری هغه کسان چې وس یې لاره لاړل او څوک چې پاتې دي، ټول لکه اصحاف کهف غوندې په خپلو سمڅو کې پټ شوي دي.»
د هېواد ډېری اوسېدونکي وايي چې اقتصادي او د لوږې ناورین په افغانستان او نړۍ کې د خبرونو سرټکي ګرځېدلي؛ خو څوک بیا د رواني روغتیا په اړه چې ټولنه د ورکېدو له ګواښ سره مخ کوي، څه نه وايي.