د ایران د بهرینو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د روغتیا نړیوال سازمان له سیمهییز رییس سره په کتنه کې ویلي چې ډېری فلسطینیان په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې د لوږې، ناروغیو او درملو د کمښت له کبله ژوند بایلي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت سهشنبه د اپریل پر ۱۶مه په تهران کې د عبداللهیان او د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییز رییس حنان بلخي ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
نوموړي غزې تراړې ته د انساني مرستو او درملو په لېږد کې د نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول د روغتیا نړیوال سازمان پر رول ټينګار کړی دی.
هغه یادونه کړې چې په غزه کې د «اسراییل جنایتونه او نسل وژنه» یوازې بمباریو پورې محدوده نه ده.
بل پلوه، حنان بلخي هیله څرګنده کړې چې په غزه کې د تاوتریخوالي په ختمیدو به فلسطینیان بشري، طبي، واکسینونو، درملو او خوراکي مرستو ته لاسرسی پېدا کړي.
د یادونې ده چې د وروستیو شمېرو پر بنسټ، په غزه کې د وژل شویو کسانو ټولییز شمېر له ۳۳ زرو څخه او د ټپيان هغه بیا له ۷۵ زرو اوښتی دی. دغه راز، په غزې تراړه کې میلیونونه وګړي له لوږې او بېلابېل ډول ناروغیو سره لاس ګریوان دي.