۸صبح، کابل: سرچینې وایي چې د پاکستان په پېښور ښار کې یو طالب قوماندان وژل شوی دی.
سرچینو شنبې د لړم په اوومه وویل چې د احمد کوچي په نوم یو طالب قوماندان او یو بل طالب په مرموز ډول وژل شوي دي.
له طالبانو یوې سرچینې دا خبر تایید کړی، خو لازیات جزیات یې نه دي ورکړي.
د سرچینې په وینا، دغه دوه طالبان چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو، لومړی بې درکه او وروسته ووژل شول.
سرچینه که څه هم د دې پېښې د دقیق وخت په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دا پېښه په وروستیو ورځو کې شوې ده.
پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستیو کې د افغان طالبانو او پاکستان دولت ترمنځ په کابل کې له طالب مشرانو سره د ټي ټي پي د اړیکو پر سر اړیکې ترینګلې شوې دي.
دا په داسې حال کې دي چې په تېرو شلو کلونو کې د زیات شمېر طالبانو درملنه په پاکستان کې کېده.