۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ریچارد بنت د راپور په غبرګون کې ویلی چې ددغه راز مسایلو خپرېدل د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ روحیې ته زیان رسوي او د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن لازیاتوي.
طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبې د لړم په ۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو، د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت موندنې، غیرعادلانه او اوازې بللې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ښاغلي بنت دا ډول ناانډوله، غیرعادلانه او یو اړخیره بیانیه نه یوازې په کابل کې د هغه د څرګندونو خلاف دي، بلکې د یوه غیرمسلکي او مغرضانه راپور روښانه بېلګه ده.»
طالبانو ویلي: «دا ډول راپورونه د یوه بې ثباته شخص ادعاوې دي او د مجازي او شخصي مغرضانه برېښنالیکونو پر بنسټ برابر شوي دي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي: «دا ډول غیرمسوولانه څرګندونې، په افغاني ټولنه کې د شر او نفاق د رامنځته کولو په موخه کېږي.»
دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د دې سازمان په عمومي اسمبله کې د افغانستان په اړه خپلې موندنې وړاندې کړې دي.
ښاغلي بنت ویلي چې طالبانو د جنګي اسیرانو په وژلو سره، نړیوال قوانین او بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په همدې حال کې د هزاره، شیعه، سیکانو او صوفیانو په ګډون لږکیو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.