ان تر ټولو مثبت فکر لرونکي انسانان هم نشي کولای د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خاوره کې پېښېدونکو پېښو ته په کتو سره له روانو غمیزو او ناخوالو منکر شي. د طالبانو رژيم د ځمکې پر مخ يو تر ټولو وروسته پاتی او تياره فکره رژيم دی. د بشری حقوقو او د ښځو او نارینه وو د عمومي حقوقو او ازادیو په تړاو د دغه رژیم تنګ نظره او له دښمنۍ ډک چلند د څارونکو د حیرانتیا لامل شوی دی. له دیني متنونو د دغه رژیم د ملاتړ وړ تفسیر د کرکې وړ او انساني ضد تفسیر دی. د طالبانو د ډلې واکمنۍ د ډېرو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او له همدې امله هېود ته د طالبانو له راستنېدو وروسته له هېواده د تېښتې لړۍ په بې مخینې توګه چټکه شوې ده. د راتلونکي په اړه ناهیلۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ډېرو خلکو ژوند په یوه وېروونکي خوب بدل کړی دی. له دې ټولو سره سره بیا هم د حیرانتیا او اندېښنې وړ خبره دا ده چې د ټولنې ځینې پاړکي لا هم طالبانو ته خوشبینه دي او د هغوی د حکومتولۍ بڼه خوښوي او د واکمنۍ د دوام هیله یې لري. په طبیعي توګه ځینې خلک د ایډیالوژیکو یا قومي انګېزو له امله د طالبانو ملاتړ کوي، خو له دې نټه نه شي کېدلای چې د ټولنې د نورو پاړکیو یو شمیر خلک چې ډیری یې د ټولنې په لږ عاید لرونکو قشرونو پورې اړوند ګڼل کیږي، څه ناڅه د طالبانو ملاتړي دي. شواهد ښيي، چې دغه کسان په خپله خوښه او رضایت او له کوم زور او جبر پرته د طالبانو په ګټه خپل نظر څرګندوي. هغه پوښتنه چې په ذهن کې راګرځي دا ده چې ولې د ټولنې د نورو ټولنیزو طبقو پرتله د ټولنې د محرومو او د وروسته پاتو ساتل شویو طبقو په منځ کې د طالبانو ملاتړ زیات دی؟
پوهیږو چې د حکومتونو د پایښت لپاره د نورو ډېرو عواملو ترڅنګ، لږ تر لږه د خلکو ملاتړ اړین دی. دلته په زړه پورې خبره دا ده چې د طالبانو په مورد کې د دغې ډلې له واکمنۍ د طالبانو د غړیو د ملاتړ تر څنګ داسې کسان هم د هغوی د حکومت ملاتړ کوي، چې د اوسني وضعیت قربانیان بریښي او هغه نظام چې طالبان یې د پیاوړتیا په لټه کې دي، نه یوازې دا چې وضعیت د دوی وضعیت نه ښه کوي، بلکې نور یې هم خرابوي. د نړۍ په نورو برخو کې هم کله نا کله لیدل شوي چې محرومې طبقې او لږکي چې د ټولنې د سوکالو او برخمنو طبقو پرتله تر ډېر فشار لاندې دي، د غیرعادلانه ټولنیزو نظامونو ملاتړ کوي او دغه نظامونه د عدالت او انصاف پر بنسټ ګڼي. په لومړي سر کې دا ډول څه غیر منطقي ښکاري، خو کله چې موږ هغه ښکارنده چې په ټولنیزه ارواپوهنه کې یې خبره شوې، وپېژنو، درک کوو چې دا حالت منطقي او د درک او توجیه وړ دی.
په ټولنیزه ارواپوهنه کې د «سیسټماټیکې توجیه» په نوم اصطلاح یادیږي. تر اوسه په دې برخه کې ډېر بحثونه او مناقشې شوې دي. د دغه مفهوم پر بنسټ، په ټولنه کې یو شمیر خلک په رواني او ټولنیز ډول شته وضعیت ښه، عادلانه او د قناعت وړ وښيي، که څه هم له شته وضعیته هیڅ ګټه نه ترلاسه کوي. ویل کیږي چې د امریکا د کورنیو جګړو پر مهال په زرګونو پوځیانو د غلامۍ د نظام د دفاع لپاره خپل ژوند قرباني کړ، په داسې حال کې چې دوی پخپله له دې نظامه هېڅ ګټه نه اخیسته او له لویه سره یې مریان نه لرل. هغوی د مریتوب د نظام دفاع ځکه کوله چې په پوهاوي کې تېروتي وو او مریتوب یې د امریکا د سویلي ایالتونو د اقتصادي سیسټم یوه نه بیلیدونکې برخه ګڼله.
په دې تړاو چې ولې خلک د سیسټماټیکې توجیه پلویتوب کوي ان کله چې حاکم نظام یا قوانین د هغوی له ګټو سره په ټکر کې وي، بېلابېل نظریات شته. بې له شکه، ځینې عوامل په رواني عواملو پورې اړوند دي. ظاهراً هغه تصورات او باورونه چې شته نظام توجیه کوي، تسکین ورکوونکي دي او انسان ته ډاډ ورکوي چې شته وضعیت د هغه په ګټه دی او هغه حالت چې دی ورسره مخ دی، مطلوب حالت دی. حال دا چې واقعیت داسې نه دی. هغه په دې کار سره هڅه کوي چې له اضطراب او د ګناه له احساسه ځان لېرې کړي. ارواپوهان پر دې باور دي چې انسانان په ذاتي توګه د شته وضعیت ساتنې ته لېوالتیا لري او دا مسأله هم کولای شي د مطلوب نظام د توجیه کولو لپاره د خلکو په لیوالتیا کې مرسته وکړي.
د طالبانو په تړا بله مسأله هم شته چې باید له پامه ونه غورځول شي. طالبان د دین، شریعت او خدای په نوم پر خلکو واکمني کوي. د دغې ډلې له رامنځته کېدو راهیسې د شریعت د تطبیق او د الهي حدودو د پلي کولو مسأله د دغې ډلې له اصلي شعارونو ده. په دغو کلونو کې د دغې ډلې مشر هم په پرلپسې توګه د خدای د شریعت د پلیتابه د اړتیا خبرې کوي او د نړیوالې ټولنې غوښتنې له پامه غورځوي. په افغاني ټولنه کې د شريعت او د خدای د قوانینو د پلي کولو شعار راښکون لري او کولای شي چې ځينې کسان دغې ډلې ته ورمات کړي. له دې امله چې په هېواد کې ښوونه او سواد بنسټیز شوی نه دی او پایښت یې نه دی موندلی او دغه راز د ټولنې په بېلابېلو پاړکیو کې پوهاوی او انتقادي فکر نه دی دود شوی، هغه کسان چې د خدای او د هغه د دين خبرې کوي، په اسانۍ سره کولای شي چې خلک وغولوي او ځان ته یې را جلب کړي. پرګنې دومره شعور او پوهې ته نه دي رسېدلي چې سمې خبرې له ناسمو بېلې کړي. اصلاً هغه خلک چې خپلې ورځې او شپې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په لټه کې تېروي، د طالبانو د ادعاوو د کره والي په تړاو فکر کولو ته فرصت نه لري. له بلې خوا، د طالبانو مخالفین ان که په بهر کې هم ژوند کوي، د دې جرئت نه کوي چې د طالبانو پر دیني خبرو کره کتنه او بیاکتنه وکړي، ځکه چې له تکفیرېدو وېرېږي. همدا لامل دی چې د طالبانو ډلې ته یو پراخ میدان ورکړل شوی چې د اسلام او شریعت په تړاو په لېوالتیا سره خبرې وکړي او ځان د دین انحصاري څښتن وبولي، سره له دې چې د دین په تړاو د دوی پوهه دومره زړه او سولېدلې ده، چې په اسلامي نړۍ کې د تر ټولو مهمو دیني مرکزونو اعتراض راپاوري. د خلکو په منځ کې د دیني عقایدو ریښې د غولوونکو لپاره زمینه برابروي چې د پرګنو له احساساتو او باورونو په ناوړه ګټې اخیستنې سره هغوی اغفال کړي او پر اوږو یې سپاره شي.
د طالبانو له رژیمه نارضایتي په هېواد کې دننه پراخه ده. په ښځو او ځوانانو باندې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونو ټولنه تر پوزې رسولې ده. ستونزمن اقتصادي وضعیت هم د خلکو کړاوونه دوه برابره کړي دي. بلخوا ، دا ټکی نشي پټېدلای چې د خلکو یوه مهمه برخه د طالبانو رژیم ته خوشبینه ده او د شته وضعیت دفاع کوي او ایډیال یې ګڼي. طالب مشرانو سره له هغو ناخوالو چې رامنځته کړي یې دي، دا زده کړي چې د خلکو له احساساتو د خپلې واکمنۍ د ټینګولو په برخه کې ګټه پورته کړي. ترهغو چې د ټولنې په بېلابېلو پاړکیو کې سواد او پوهاوی نه وي خپور شوی او پرګنې له خپلو حقونو سره په بشپړه توګه اشنا نه شي، د طالبانو لخوا رامنځته شوی ناعادلنه نظام به له منځه ولاړ نه شي. طالب مشرانو د خلکو پر جهل او ناپوهۍ حساب کړی او هغه د خپلې دیکتاتورۍ محرک ماشین ګڼي. دا عجيبه نه ده چې دا ډله د راستنېدو په هماغه لومړيو ورځو د علم او پوهاوي د محدودولو لپاره اقدامات ترسره کوي او پر ځاى يې معکوسه پوهه او خپله ایډیولوژي دودوي. که عامو خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي، د فکري او رواني حصارونو ماتېدو یې زمینه برابرېږي او د هغو زنځیرونو د ماتولو لار پیدا کوي چې له خوځېدو یې راګرځولي دي.