۸صبح، کابل: د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ترمنځ له کتنې وروسته، د کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې ملګري ملتونه باید له افغانستان سره د نړۍوالو همکاریو په برخه کې اساسي همغږي کوونکي، په ځانګړې توګه د «اقتصادي وضعیت د ښه کولو او د دغه هېواد د خلکو د هوساینې په برخه کې» رول ولوبوي.
د روسیې تاس خبري اژانس د جمعې ورځ، د تلې میاشتې په ۱۴ مه د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو د غونډې د وروستۍ اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې راغلي: «په افغانستان کې سولې او ثبات ته به لومړیتوب ورکول کېږي، چې د منځنۍ اسیا او ګاونډیو سیمو له امنیت او پراختیايي ګټو څخه په بشپړه توګه ملاتړ وکړي.»
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو واکمنۍ له پيل راهيسې د روسيې په ګډون د سيمې په هېوادونو کې څو غونډې جوړې شوې، چې په کې د افغانستان پر سياسي وضعيت او امنيتي اندېښنو خبرې شوې دي.
تر دې مخکې د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د ترهګرو پر حضور او فعالیتونو اندېښنه ښودلې وه.
خو طالب چارواکي تل ټینګار کوي، چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.