د ایران په اصفهان ښار کې د څو چاودنو د رامنځته کېدو په هکله د راپورونو تر خپرېدو وروسته سياېناېن د یو امریکايي چارواکي په حواله لیکلي چې دا چاودنې د اسرائیل د برید له کبله شوې دي.
د ایران دولتي رسنیو هم جمعه د اپرېل پر ۱۹مه په اصفهان ښار کې د څو چاودنو د غږونو اوېدو خبر ورکړی دی.
فارس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې دا چاودنې د اصفهان په شمال لوېدیځ کې د قهجاورستان ښار شکاري پوځي اډې ته څیرمه، چېرته چې د ایران د سپاهپاسداران جنګیالي دېره دي، شوې دي.
دغې رسنۍ همداراز ویلي چې دا چاودنې د اصفهان په فضا کې د هوايي دفاعي سیسټم له خوا د څو ناپېژانده شیانو د نښه کولو له کبله شوې دي.
امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي، د جمعې شپه پر ایران د اسرائیل له برید دمخه واشنګټن تمه لرله چې تل ابیب به د ایران ملکي او اټومي تاسیسات په نښه نه کړي.
د دغې پېښې په پایله کې تهران، اصفهان او شیراز ته الوتنې ځنډول شوې دي.
دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې اسرائیلي چارواکو د ایران له خوا د دغه هېواد پر خاوره د توغندیو له بریدونو وروسته د غچ اخیستنې ژمنه کړې وه.
اسرائیل تر اوسه د یادې چاودنې پړه نه ده منلې.
په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په هکله اندیښنې زیاتې شوي دي.
دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان تېره شپه ویلي و چې د اسرائیل هر اقدام ته به د تهران غبرګون ډېر قوي او پراخ وي.