۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.
د غزني د ولایتي روغتون سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې د دغه ځوان مړی د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۹مه له خواجه عمري ولسوالۍ څخه دغه روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دغه ځوان د وژلو لامل او هويت نه دی روښانه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مرموزو وژنو پېښې زياتې شوې دي.
درې ورځې وړاندې د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ په ګنداب کلي کې یو ۶۰ کلن سړی په مرموز ډول وژل شوی و.