۸صبح، غور: په غور کې سیمهییزې سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو سړی وژلی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبهسهار د وري پر ۶مه د فیروزکوه ښار ختیځ ته په «پوزهلیچ» سیمه کې شوې ده.
دا کس جانمحمد نومېده او ناپېژانده وسلهوال يې تر وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
تر اوسه د یاد سړي د وژنې لامل نه دی څرګند.
طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې مرموزې وژنې د بل هر وخت په پرتله زیاتې شوې دي.
د خپاره شويو رپوټونو پر بنسټ، په تېره یوه اونۍ کې د دغه ولايت په پسابند ولسوالۍ کې لږترلږه دوه کسان د چړې او تبرګي پر ګوزارونو وژل شوي دي.