۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له زندان څخه د کلید راډیو خبریالانو «فقیرمحمد فقیرزي او جان اغا صالح » د خلاصون خبر ورکړی.
یاد بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه دوه خبریالان له درېیو اوونیو وروسته د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۹مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له بند څخه ازاد شول.
د افغان خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، فقیرمحمد او جان اغا درې اونۍ وړاندې د ننګرهار له مرکز جلال اباد ښاره نیول شوي وو.
د دغه سازمان د اعلامیې پر بنسټ، طالبانو تر اوسه د دغو خبریالانو د خوشې کېدو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی او دا هم نه ده څرګنده چې دوی په کومو شرایطو خوشې شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې طالبانو دغه دوه خبریالان له «ممنوعه رسنیو» سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، دا مهال څه باندې لس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په زندانونو کې دي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې په هېواد کې د خبریالانو له حقونو او د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۳۶۶ پېښې، چې د رسنیو د کارکوونکو وژل، ګواښل، نیول او له تاوتریخوالي ډکې پېښې شاملې دي، ثبت شوې دي.