۸صبح، کابل: د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې یو میلیون او ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي دي.
نوموړي وزارت دوشنبه د غويي پر ۱۷مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د دغو سیرومونو ټولییز ارزښت شاوخوا ۶۰۰ زره ډالره و او د «ملي شفا فارماسیټیکل) فابریکې له خوا جوړ شوي و.
ورته مهال، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني یو عربي هېواد ته د یادې فابریکې په صادراتو خوښي ښودلې ده.
نوموړي ژمنه کړې چې په کور دننه به هم د دغه شرکت تولیدات وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د هېواد روغتیايي سیسټم د درملو د کمي ترڅنګ له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی.
بل پلوه، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له درملتونونو سمه څارنه نه کېږي.
هغوی زیاتوي چې درملتونونه «په هره بېه چې وغواړي» درمل پلوري.