د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې یوازې د موقت حکومت د جوړولو په اړه په هوکړې سره سوله نه شي ټینګېدای. هغه زیاته کړه: د داسې سولې لپاره چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي او د خلکو ستونزې او کړاوونه پای ته ورسوي د شخص موقعیت کومه مهمه مسله نه ده.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس چې د سلواغې په ۲۱مه نېټه یې ددغې شورا د رسنیو او عامه پوهاوي د کمېسیون په پرانیستونکې غونډه کې وینا کوله، د موقت حکومت د جوړېدو په اړه بحثونو ته اشاره وکړه.
عبدالله عبدالله ووېل چې په ځلونو یې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه خپل نظر بیان کړی خو مسوولیت لري چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه نظر منعکس کړي.
د هغه په وینا، هېڅ تجربې نه ده ثابته کړې چې که یوازې د موقت حکومت پر جوړولو هوکړه وشي سولې دې راشي.
ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ: «په هېڅ ځای کې دا ډول تجربه نه لرو، په دې مانا چې سوله یو جامع بهیر دی او د خلکو برخلیک باید له ځان سره ولري او پرې هوکړه وشي. وروسته چې کوم ګامونه پورته کېږي او پړاوونو ته یې چې هر نوم ورکوو بېله خبره ده.»
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس وایي چې د موقت حکومت موضوع کله کله د افغانستان د سیاستوالانو له خوا مطرح کېږي چې ګواکي پر هغې په هوکړې سره وضعیت ښه کېږي. عبدالله زیاته کړه چې دا بحثونه هم ګټور نه دي.
د ښاغلي عبدالله په وینا، کله طالبان وایي چې له فلاني شخص سره ستونزه لري او له بل یوه سره ستونزه نه لري، خو باید پوه شي چې ستونزه د یوه شخص نه بلکې د افغانستان د خلکو مسله ده او باید د خبرو پر میز د خلکو له استازو سره پایلې ته ورسېږي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس زیاته کړه: «که د عبوري ترتیبات په پام کې نیول کېږي پایله یې باید روښانه وي، موخه د افغانانو ښه راتلونکی دی او باید دواړه لوري پرې موافقه وکړي چې خلک خپل برخلیک وټاکي.»
عبدالله عبدالله ووېل: که په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یوه شېبه هم امکان موجود وي او څوک پکې ناغېړي وکړي تاریخي تېروتنه او نه بښوونکې ګناه کوي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس همداراز ټینګار وکړ چې د موقت حکومت په شان مسایلو په اړه د بحث ځای د خبرو میز دی. د هغه په وینا د خبرو میز او ځای مالوم دی او کومه پلمه نشته چې نور مسایل د حل لارې په توګه مطرح شي.
عبدالله عبدالله زیاته کړه، د جامع حل لارې په اړه باید د دواړو لوریو له خوا د مذاکراتو له لارې هوکړه وشي.
هغه د مذاکراتو چټکتیا د ملي روغې جوړې او د افغانستان د اسلامي دولت مسوولیت وباله، خو وې وېل: اوسنی وضعیت داسې دی چې طالبانو خبرې نه دي بندې کړې، خو مذاکرات هم روان نه دي.
عبدالله عبدالله د سولې مذاکراتو او د خبرو د بندولو په هکله د طالبانو پر اوسنۍ کړنلارې نیوکه وکړه او وې وېل چې دا دریځ د سولې د ټینګښت سبب نه کېږي. عبدالله همداراز په هېواد کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې په وړاندې خنډ وباله.