• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

امنيتي چارواکي: کـه طالـبان سـول ونـه کړي، د ځپلو لپاره يـې چمتو یو

د ۸صبح پښتو مجله، ژباړه: م. ع. پ

 د ۸صبح پښتو مجله، ژباړه: م. ع. پ د ۸صبح پښتو مجله، ژباړه: م. ع. پ
۲۷ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۱۵ فبروري ۲۰۲۱ [t_time:1613404304]

د امنیتي بنسټونو لوړپوړو مسوولينو په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې سوله د دولت او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، خو که د طالبانو ډله جګړه انتخاب کړي، نو ددې ډلې پروړاندې یې جګړې ته هم چمتووالی نيولی دی.
د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب، د کورنيو چارو وزير مسعود انداربي، د ملي دفاع وزارت لومړی مرستيال شاه محمود مياخېل او د کورنيو چارو وزارت لوی امنيتي مرستيال عبدالصبور قانع د روان کال د سلواغې په اتلسمه، په خبري ناسته کې اعلان وکړ چې، که د سولې مذاکرات بريالي نشي نو امنيتي ځواکونه د طالبانو پروړاندې جګړې ته چمتووالی لري.
د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب په دغه خبري ناسته کې وويل چې، افغان دولت هر وخت سولې ته «ژمن او حاضر» دی او د همدې موخې لپاره يې د دولت مرکچي پلاوی قطر ته استولی دی.
نوموړي وويل: د دې لپاره چې د مذاکراتو د نه بريالي کېدو پړه د افغانستان پر دولت وانه چول شي، نو سره له دې چې طالبانو د مذاکراتو مېز تش پريښی خو د دولت مرکچي پلاوی بيا هم او لا تراوسه په دوحه کې دی.
محب، طالبان په ناموجه پلمو لټولو تورن کړل او ويې ويل چې دا ډله نه غواړي سوله وکړي او په همدې دليل امنيتي ځواکونه جګړې ته چمتووالی لري. نوموړي وويل، که طالبان سوله ونه کړي، نو امنيتي ځواکونه مجبور دي چې له هېواد او خاورې «سپېڅلې دفاع» وکړي.
د ملي امنيت شورا سلاکار وويل چې، طالبان قدرت او د نظام نړېدل غواړي او قدرت ته د رسېدو لپاره که اړتيا وي نو ټول افغانستان به هم ويجاړ کړي. نوموړي د طالبانو ډله يو «ظالم قوت» او د پرديو د لاس آله وګڼله چې د نوموړي په تعبير «بادارن يې» نه غواړي افغانستان ثبات او سوکالۍ ته ورسېږي او طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې سوله وکړي.
محب همداراز وويل چې، د سيمې هېوادونه هم د افغانستان په اړه اندېښمن دي او طالبانو ته يې پرېکنده ځواب ورکړی چې بايد سوله وکړي او په سیمه کې هېڅ هېواد د طالبانو امارت نه غواړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار وويل چې، طالبانو هېڅکله جګړه نه ده درولې، چې د بيا پيلولو لپاره دې خبرداری ورکړي. د نوموړي په وينا د سږني کال د ژمي په جګړه کې دولتي ځواکونو او خلکو ته درانه تلفات اوښتي دي.
محب وويل چې، «طالبان له افغان وژنې» لاس نه اخلي او هر چېرته چې يې وس ورسېږي د ټولنې له بېلابېلو پرګنو قرباني اخلي.
په دغه خبري ناسته کې مسعود انداربي وويل چې، طالبان د هېڅ ښار او ولايتونو د مرکزونو د سقوط ظرفيت او وړتیا نلري او په کندهار کې يې چې په وروستیو کې کومه جګړه پيل کړې، د جنګياليو له کمښت سره مخ شوي دي. اندرابي وويل چې طالبانو په کندهار کې له نورو ولايتونو جنګيالي غوښتي چې دغه جنګيالي په سخت ځپل شوي او درانه تلفات ورته اوښتي دي.
انداربي خبرداری ورکړ که طالبان جګړه انتخاب کړي، نو د دوی د ځپلو لپاره کلک تیاری نيول شوی دی.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال، شاه محمود مياخېل په دې ناسته کې وويل چې طالبان د «محاسبوي تېروتنې» سره مخ شوي ؤ او فکر يې کاوه چې کولی شي د جګړې او تاتريخوالي د ډېروالي له لارې په مذاکراتو کې امتياز ترلاسه کړي، خو ماته يې وخوړله.
د نوموړي په وينا، د دې ډلې مرکچي پلاوی د مذاکرې له مېزه تښتېدلی او داسې ښکاري چې د سولې اراده نلري. مياخېل خبرداری ورکړ چې دولت سوله غواړي او که طالبان جګړه وغواړي، نو امنيتي ځواکونه جګړې ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مذاکراتو د کاري کړنلارې پر سر له هوکړې وروسته د سولې خبرې اترې د روان زېږديز کال په جنورۍ مياشت کې، په امريکا کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره هم مهاله پيل شي، خو تر دې دمه يې د پيلېدو څرک نشته او داسې ښکاري چې طالبانو د مذاکراتو پيلېدو ته لېوالتيا نه ده ښودلې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په افغانستان کې د روغتیايي سیستم ړنګېدل او د انساني ناورین رامنځته کېدل

۱ تله/میزان ۱۴۰۰ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۱ [t_time:1632382788]
خبرونه

چین: د افغانستان پرخلاف اقتصادي بندیزونه باید پای ته ورسېږي 

۱ تله/میزان ۱۴۰۰ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۱ [t_time:1632382178]
خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره: ښځې په تدريجي توګه له عمومې برخو حذف شوی

۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۰ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۱ [t_time:1632296889]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.