• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالب ضد نوموتي قوماندان تش ځای؛ ولې د احمدشاه مسعود تلین په پټه خوله تېر  شو

۸صبح ۸صبح
۱۹ وږی/سنبله ۱۴۰۱ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۲ [t_time:1662819150]
Pascal Maitre

Pascal Maitre

دا د احمد شاه مسعود دویم تلین دی چې په پټه خوله او په هېواد کې د رسمي او نارسمي مراسمو له جوړولو پرته تېرېږي. په داسې حال کې چې له دې وړاندې به هر کال د وږي ۱۸ مه د احمد شاه مسعود تلین په رسمي ډول لمانځل کېده. دا ورځ د پخواني حکومت د کار قانون د ۴۱مادې سره سم «د احمد شاه مسعود د شهادت او د شهید اوونۍ » ورځې په توګه عمومي رخصتي وه؛ خو پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره دا ورځ د هېواد له رسمي کالیزې لرې شوې او د هغه پلویانو ته یې ددې ورځې د لمانځنې اجازه ور نه کړه. د هېواد یو شمیر وګړي او سیاست مداران، د طالبانو دا ډول مخالفت د قومي تعصب او د دوی د سخت دریځو باورونو زېږنده بولي او ټینګارکوي چې له دې ډلې په هېواد کې د یادې ورځې دنمانځنې د اجازې هیله نه لري، ځکه د دوی له نظره د احمد شاه مسعود لیدلوری په بشپړ ډول د طالبانو پر ضد و.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې به هر کال د وږي ۱۸مه د احمد شاه مسعود د تلین په خاطر په هېواد دننه او له هېواده بهر په سیاسي نمایندګیو یا سفارتونو کې دا ورځ د رسمي غونډو په جوړیدو لمانځل کېده او د افغانستان د شهیدانو په ځانګړي ډول احمد شاه مسعود د کارنامو یادونه به کېده. پر دولتي رسمي غونډو سربېره په نارسمي ډول هم د خلکو له لوري د شهید اوونۍ او د احمد شاه مسعود تلین لمانځل کیدل. د غونډو ترڅنګ به د احمد شاه مسعود زرګونه پلویان د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو سړکونو ته راوتل.

طالبانو سږ کال دا ورځ په رسمي ډول د هېواد له کالېزې لرې کړې او د مقاومت جبهې د پخواني مشر پلویانو هم د طالبانو له ویرې، د خپل خدای بښلي قوماندان تلین په «چوپه» خوله لمانځلی دی. له دې سره جوخت د طالبانو له مخالفت سره سره یو شمیر معترضو ښځو او نجونو د وږي ۱۸مه په خواله رسنیو او د فرهنګي غونډو په جوړولو سره لمانځلې ده. دې ښځو او نجونو د احمد شاه مسعود د انځور ترڅنګ خپل انځورونه ډیزاین کړي او په دې ډول یې دا ورځ لمانځلې ده.

د اعتراض کوونکو له ډلې فرزانې موج غفوري له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « هغه که شهید شوی نه وای، نن ورځ به موږ له داسې برخلیک سره مخ نه وای.» هغه ټینګار کوي، طالبان نه یوازې د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوی نه کوي، بلکې هغو ته سپکاوی هم کوي.

اغلې غفوري زیاتوي: «احمدشاه مسعود په رښتني ډول ښځو ته پاملرنه کوله. تل به یې په خپلو ویناوو کې د ښځو د حقونو یادونه کوله او پر هغو به یې ټینګارکاوه، هڅه یې داوه چې ښځې باید د نارینه وو ترڅنګ کار وکړي او په واک کې ونډه ولري.»

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مرضیه احمدي پر دې باور ده چې احمد شاه مسعود، د سیاسي ویښتابه غږ و چې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال د چوپ کېدو په حال کې و. د ښځو د حقونو ددې فعالې په خبره نوموړي هغه مهال خپله زړورتیا وښودله او د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې تر وروستۍ سلګۍ وجنګېد. نوموړې ټینګار کوي چې د ښځو په اړه د احمد شاه مسعود لیدلوری تر کومه ځایه چې په رسنیو کې منعکس شوی، په سیاست او واک کې د ښځو د ګډون او رول ترسره کولو ښکارندويي کوي.

د احمد ولي مسعود په مشرۍ د احمد شاه مسعود بنسټ به تیر کلونه دا ورځ د «افغانستان د ملي اتل» تر سرلیک لاندې د فرهنګي غونډو په جوړولو لمانځله؛ خو سږ کال یې په فیسبوک کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: « د هېواد ملي اتل احمد شاه مسعود تر شهادت ۲۱ کاله وروسته یې دښمنانو یو ځل بیا افغانستان د طالب تر نامه لاندې سقوط کړ او مینه وال یې یو ځل بیا راپورته شوي چې د مقاومت تر نامه لاندې د خپلواکۍ او عدالت له پاره وجنګیږي.» ددې بنسټ په اعلامیه کې ویل شوي چې د خلکو مقاومت په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او له پخوا یې زیات د خلکو هیلې راټکولې دي.

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: « د هېواد ملي اتل احمدشاه مسعود د شهادت ۲۱تلین ته درناوی کوم.» ښاغلي کرزي احمد شاه مسعود ملي اتل، نه ستړي کیدونکی مجاهد او هېوادپال شخصیت بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د «پردیو د دسیسې په پایله کې د پردیو په لاس» وژل شوی دی.

له بل لوري د سولې عالي شورا پخواني رئیس او د احمد شاه مسعود نږدې ملګري عبدالله عبدالله هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: « له دوو لسیزو زیات وخت کېږي چې د احمد شاه مسعود نوم د میړانې، برابرۍ، خپلواکۍ غوښتنې، ټولنیز عدالت رامنځته کېدو او د تیري پر وړاندې د مبارزې په سمبول بدل شوی دی.» ښاغلي عبدالله په دې پیغام کې د طالبانو پر وړاندې د احمدشاه مسعود مقاومت ته اشاره نه ده کړې اویوازې د شوروي پر وړاندې د نوموړې جګړه یې یاده کړې ده.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق هم پر خپله فیسبوک پاڼه لنډ پیغام خپور کړی دی: « د وږي ۱۸ د هېواد ملي اتل احمدشاه مسعود د شهادت یوویشتم تلین او د شهید ورځ دې د هېواد ځوریدلي ملت او د ظلم او استبداد او پردي پالنې پر وړاندې د حق جبهو مقاومت کوونکو ته مبارک وي.»

د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، احمدشاه مسعود په افغانستان کې د ټولنیزو جوړښتونو او قدرت په اړه کره درک درلود او په سیاسي جوړښت او سیاسي تصمیم کې یې د ټولو خلکو پرګډون او د هغوی د ارادې پر تمثیل ټینګارکاوه.

خبریال او د ټاکنو د خپلواک پخواني کمیسیون مرستیال مولانا محمد عبدالله له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د احمد شاه مسعود مبارزه له هغه څه سره په تضاد کې ده چې طالبان یې ترسره کوي. د عبدالله په وینا« د احمد شاه مسعود مبارزه د تیري، ظلم، اشغال، ترهګرۍ، سخت دریځۍ او هرې هغه کړنې پر وړاندې چې د انسانیت روحیې او بشري حقونو د له منځه وړلو لامل ګرځي» روانه وه او له همدې امله طالبان له احمد شاه مسعود سره فکري تضاد لري.

د پخواني دولت د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال زیاتوي، احمد شاه مسعود د ټولنیز عدالت د ټینګښت، د بشري حقونو د خوندي کېدو، د خلکو د رایو له لارې د واک لېږد، د یو بل منل، فرهنګي تنوع، په دیني ارزښتونو کې د نرمو باورونو د بنسټیزه کېدو له پاره مبارزه کوله چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره یو ځل بیا دا په ډاګه کړه چې دوی په بشپړ ډول ددې ارزښتونو مخالف او ضد دي.

ښاغلی عبدالله وايي چې طالبان دا ځل له پخوا زیات توند عمل کوي او د انسانیت او بشري حقونو خلاف یې زندانونه په بې ګناه خلکو ډک کړي دي. هغه ټینګار کوي چې اوسمهاله مقاومت د روایت او داعیې له پلوه د لومړي مقاومت او د احمد شاه مسعود د پروګرامونو دوام دی. نوموړی زیاتوي، اوسنۍ مقاومت «شرعا او اخلاقا» جایز دی او دوی له طالبانو دا هیله نه لري چې دوی دې د احمد شاه مسعود پلویانو ته د نوموړي د تلین لمانځنې اجازه ورکړي.

د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، طالبان له بنسټ او پیل نه د احمد شاه مسعود له لیدلوري سره مخالف و. د نوموړي په وینا، احمد شاه مسعود له طالبانو سره تر خپل«شهادت» پورې مقاومت وکړ او اوس چې دا ډله د افغانستان زیاتره جغرافیا په واک کې لري، نو کله د هغه پلویانو ته اجازه نه ورکوي چې دا ورځ دې ولمانځي.

د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر زیاتوي: « کله چې یو شمیر طالبان د امان الله خان پر قبر د ګلو ګیډۍ اېږدي او د امر صاحب قبر ته سپکاوی کوي، دا په دې مانا ده چې د طالبانو په چلند کې قومیت له ورایه ښکاري او طالبانو باید دا کار نه وای کړی او دا ډول سپکاوی او توهین د افغانستان له پاره ناوړه پایلې درلودلی شي.

د مقاومت جبهې د جنګي ځواکونو قوماندان خالد امیري هم له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « موږ له طالبانو هېڅ توقع نه لرو چې چاته دې اجازه ورکړي چې د امرصاحب شهادت تلین ونمانځي. ځکه ملي اتل د خپل عمر یوه برخه له طالبانو سره په مبارزه کې تیرې کړې ده.»

ښاغلی امیري په اوسنیو حالاتو کې له طالبانو سره د جګړې موخه داسې په ډاګه کړه: « زموږ موخه داده چې د ټاکنو پر بنسټ قانوني حکومت رامنځته، ټولنیز عدالت ټینګ، بشري حقونو او قوانینو ته درناوی، په هېواد کې د ښځو او نارینه وو اساسي حقونه خوندي، یو هېواد چې ترهګرو له پاره امن ځای نه وي، د ملي اتل په خبره داسې یو هېواد ولرو چې هم له نړۍ سره او هم له ځان سره ژوند وکړای شو.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو سن دیګو ښاره د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۹مه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي له ۱۸مې سره سمون لري «د شهید احمد شاه مسعود» ورځ اعلان کړه. له دې وړاندې د احمد شاه مسعود یوویشتم تلین په اړه ناسته د وږي په ۱۶مه د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا په پارلمان کې د دوو سکاټلنډي استازو الیسون تولیس او پاتریک ګریدي چې د سکاټلنډ د ملي پال ګوند غړي دي او د سکاټلنډ د سیمه ییزې شورا غړي محمد بوستاني په نوښت جوړه شوه. د احمد شاه مسعود پلویانو په امریکا او یو شمیر نورو اروپايي هېوادونو کې سړکونو ته په راوتلو او د سیاسي او فرهنګي غونډو په جوړولو سره دا ورځ ولمانځله. احمد شاه مسعود یوازینی جنګي قوماندان دی چې په اړه یې په نړۍ په بېلا بېلو ژبو ګڼ شمیر کتابونه او څېړنیز مقالې او رسالې لیکل شوې دي. «مسعود د افغانستان ناپلیون» کتاب یو له هغو لسګونو کتابونو څخه دی چې په روان کال کې د انګلستان د نوموتي لیکوال سندیکال له لوري لیکل شوی دی.

په پنجشیر کې د جامع جوماتو له امامانو څخه مولوي حنظله حنیف د جمعې په خطبه کې د احمد شاه مسعود د شخصیت او سیاسي مبارزو په اړه خبرې کړې چې د خواله رسنیو له تاوده هرکلي سره مخ شوې دي.

دغه راز له تیرې شپې بیا تر دې مهال د کابل ښار په ځینو دیوالونو لیکل شوي دي: « مقاومت دوام لري.»

احمد شاه مسعود د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۱۸مه د سپتمبر له یوولسمې دوې ورځې وړاندې، د القاعدې شبکې د دوو عربو ځانمرګو له لوري چې ځانونه یې خبریالان معرفی کړي و، د تخار په خواجه بهاالدین کې ووژل شو. نوموړی د شوروي د تیري او په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یو وتلی قوماندان و.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

طالبانو په بغلان کې د مقاومت جبهې د یو قومندان د څلورو زامنو په ګډون شپږ کسان نیولي

۲ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732262358]
سرچینې: کندز کې یو طالب په یوه شپه کې دوه خویندې خپل ورور ته په نکاح کړي
خبرونه

د مقاومت جبهې په کندوز کې د درېیو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا کړې

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731820102]
د مقاومت جبهې ادعا: په پروان او کاپیسا کې مو درې طالب جنګیالي ووژل
خبرونه

د مقاومت جبهې ادعا: په پروان او کاپیسا کې مو درې طالب جنګیالي ووژل

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731750379]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.