۸صبح، کابل: له سیاستوالو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د خبرواترو په دوام کې، دا ځل هغه د افغانانو ترمنځ د رښتینو ملی خبرواترو د اړتیا په تړاو د مخکیني حکومت د سولې عالي شورا له رییس سره خبرې کړې دي.
د ټامس وېسټ او عبدالله عبدالله ترمنځ ټلیفوني خبرېاترې دوشنبه د لړم پر نهمه نېټه ترسره شوې دي.
په دې اړیکه کې دواړو لوریو د افغانانو ترمنځ ملي خبرېاترې د ثبات، د یووالي د ټینګښت، ملي ګډون او د شته ستونزو د هواري لپاره اړینې بللې دي.
وېسټ او عبدالله همداراز د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی دی.
وېسټ له دې مخکې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرېاترې کړې دي.