د نوروز تاریخي اهمیت له هېچا پټ نه دی، ځکه چې دا یو لرغونی جشن دی چې زموږ تر وخت پورې یې دوام لرلی او د ملیونونو خلکو د خوښۍ او خوشحالۍ لپاره یې فضا برابره کړې ده. د نوروز یوه ټولنیزه او کلتوري دنده د هند له نیمې وچې نیولې تر چین او منځنۍ اسیا او له افغانستانه تر ایران او اذربایجان پورې او له ترکیې تر بالکان سیمې پورې د بېلا بېلو ملتونو ترمنځ د اړیکو جوړول دي. په همدې مناسبت د نوروز د جغرافيايي حوزې اصطلاح رامنځته شوې چې د دغو هېوادونو د وګړو تر منځ د يووالي یوه عنصر ته نغوته وکړي. کلتوري ښکارندې د ملتونو تر منځ ګډه ژبه رامنځته کوي، څو له دې لارې د انسان او نړۍ په تړاو د هغوی ګډ درک او تفاهم نندارې ته وړاندې کړي. په داسې نړۍ کې چې د شخړې لاملونه او عوامل په پراخه کچه موندل کیږي او د جیو پولیټیکو شرایط په خورا پيچلي کېدو سره، د پخوا په پرتله د ترینګلتیاوو او شخړو زمینې ډېرې برابرېږي، ملتونه اړتیا لري چې د وصل د ټکو په لټه کې وي څو واټنونه کم او همپالنه زیاته کړي.
په افغانستان کې وضعیت اپوټه دی. تر هغې وروسته چې د جمهوریت په دوره کې د سیمه ییزې همپالنې او له ګاونډیانو سره د افغانستان د اړیکو د ټینګښت لپاره څه ناڅه هڅې وشوې او داسې هیلې پیدا شوې چې د سیاست له لوري رامنځته شوی کنګل به د کلتور په ګرمیدو سره ویلي شي، افغانستان یو ځل بیا د انزوا پر لور روان شو او داسې لارې ته سیخ شو، چې له سیمې سره خپلې کلتوري او تمدني اړیکې یو په بل پسې شلوي. په تهران کې د یوه ژباړن په مرسته د ملا برادر خبرې د دغې شلېدا ښکاره نښه وه او د احمد شاه دراني له وخته د دې سیمې د واکمنانو په تاریخ کې بې مخینې وه. دغه چلند د افغانستان په تاریخ کې د یوه نوي پېر د پېل خبر ورکړ. داسې پېر چې ټاکل شوي درزونه خولې پرانیزې او د تاریخ په اوږدو کې بې وسه پاتي شوی ملت له ستوني تېر کړي.
د نوروز مخالفت تر دې وړاندې هم کله نا کله د ځينو متعصبو او سخت دریځو ملايانو له خوا کېده، خو د کلتور ضد غږونه څنډې ته وو او د دې سيمې د خلکو د ژوند پر عمومي برخې يې اغېز نه شوای کولای. له نوروز سره سیسټماټیک مخالفت او له دغه لرغوني دود سره په مبارزه کې د دولتي ادارو مداخله او په یوې رسمي کړنلارې بدلول د هماغه بهیر دوام دی چې ملا برادر په تهران کې پیل کړ. د ملا برادر چلند یوازې فردي سلیقه نه ده، بلکې د یوه رژیم د کړنلارې برخه ده او د سیمې هېوادونو ته وایي، چې زموږ او ستاسو تر منځ سورور دېوالونه شته او موږ یوازې د همدې دېوالونو تر شا له تاسو سره خبرې کوو. د نوروز مخالفت د دېوال پورته کول او د هغو خلکو ترمنځ د پولو جوړول دي چې زرګونه کلونه یې یوځای ژوند کړی او یو ګډ تمدن یې رامنځته کړی دی.
د کلتور او تمدن مخالفت د مذهبي بنسټپالنې یوه له مهمو ځانګړتیاوو ده، چې په اوسني پېر کې یې سر راپورته کړی دی. لیکوال او د بنسټپالو ډلو یوه کارپوه الیور روا د بنسټپالنې دا ځانګړتیا د «سپېڅلی جهل: له کلتور پرته د مذهب پایښت» کتاب کې په تفصیل سره بیان کړې. هغه هلته څرګندوي چې دغه ډلې غواړي د خپلو مذهبي انګېرنو د چتر په پراخولو سره کلتوري ښکارندې له منځه یوسي او څو زره کلنې بشري لاسته راوړنې په نښه کړي. دا ډلې دین هویتي چارې ته راټیټوي او هویتونه په دیني چاره پورې رالنډوي او په پایله کې نور بېلابېل عناصر چې د انسانانو د هویت په جوړولو کې ونډه لري، په رسمیت نه پیژني. د کلتور او مدنیت ضدیت د بنسټپالو ډلو د تګلارې یوه برخه ده او هرکله چې دا ډلې سیاسي واک ترلاسه کړي، نو په دې لاره کې د عمومي برخې له ټولو اسانتیاوو کار اخلي او خپله د تمدن راپرځونې پروژه پرمخ وړي. دا په تاریخ کې لومړی ځل نه دی چې دیني معتصبانو د انسانانو د کلتوري او تمدني لاسته راوړنو یوه برخه له منځه وړې ده، بلکې بشري تاریخ دا ډول ډېرې ترخې تجربې په خپلې حافظه کې لري او په دې لاره کې یې سخت زیانونه زغملي دي. افغانستان اړتیا لري چې لومړی په ملي کچه د همپالنې چلند ومومي څو قومي، مذهبي او ژبني تنوع په رسمیت وپیژندل شي او بیا په سیمه ییزه کچه داسې تګلاره غوره کړي چې د همپالنې او له یو بل سره د تړاو پر بنسټ ولاړه وي او د سیمه ییزو همکاریو زمینې د هغو تر ممکنو لوړو ظرفیتونو پراخې کړي او بيا په نړيواله کچه د همپالنې لاره خپله کړي څو د نړۍ د هېوادونو په جرګه کې د درناوي وړ غړی شي. له نړیوالې جرګې سره د هیوادونو یو ځای کېدل د نړیوال تعامل د اصولو درناوي، د میثاقونو او کنوانسیونونو مراعاتولو او د هغو ادابو او نزاکتونو پیروۍ ته اړتیا لري، چې په نننۍ نړۍ کې مهم دي او د هیوادونو اړیکې تنظیموي.
نوروز د خپل اهمیت له امله د ملګرو ملتونو له خوا هم د نوروز اختر د نړیوالې ورځې په توګه پیژندل شوی او د یونسکو په علمي او کلتوري سازمان کې د نړیوال میراث په توګه ثبت شوی دی. هغه کسان چې په افغانستان کې د نوروز مخالفت کوي، د دې سیمې د تمدني مخینې پر له منځه وړلو سربیره، په اوسني پېر کې له منل شویو نړیوالو نورمونو سره هم مخالفت ښيي. دا چلند په ډاګه کوي چې په یوه هیواد باندې د یوې وسله والې بنسټپالې ډلې واکمني داسې یو ناورین دی چې بېلابېل اړخونه لري او د هیوادوالو په ورځنیو ستونزو پورې نه محدودېږي. هغه حاکمیت چې یوم او کلنګ یې را اخیستی او هره ورځ د افغانستان، سیمې او نړۍ تر منځ نوې کندې کني، په اوږد مهال کې به یې تمدني هویت له منځه یوسي او د هر ډول کلتوري او تمدني پرمختګ مخه به ډب کړي، داسې چې همدا اوس د افغانستان د لرغونو خزانو يوه برخه د طالبانو په جوړښت کې د ښکېلې مافيا له خوا په ټول هېواد کې استخراجېږي او په تور بازارونو کې پلورل کېږي او هېڅوک د څارنې او اعتراض حق نه لري.
هم افغانستان او هم سیمه همپالنې ته اړتیا لري. د نړۍ د سیاست لوړې او ژورې او هغه ترینګلتیاوې چې د نړۍ د قدرتونو د سیالۍ له امله په دې سیمه کې رامنځته کیږي، یوازې په تدبیر او معقول درک سره کابو کېدای شي. هغه څه چې کولای شي د ترینګلیتاوو مخه ونيسي او د سيمې د ملتونو تر منځ د ورورګلوۍ لار هواره کړي او د همکارۍ فضا پراخه کوي، کلتور او تمدن دی. د نوروز او مهرګان هرکلي، د کلتوري ميراثونو نمانځنه، لرغونو شتمنيو ته ارزښت ورکول او د دې سيمې په تاریخ کې د شته رنګارنګۍ تصویرول کولاى شي د پخوا په پرتله د همپالنې فضا رامنځته کړي او د متقابل تفاهم لپاره لاره پرانيزي. د افراطي ایډیالوژیو له منګولو د افغانستان خلاصون نه یوازې د افغانانو یوه اساسي اړتیا ده، بلکې یوه سیمه ییزه او نړیواله اړتیا ده. د افغانستان خلک او د سیمې خلک هله کولای شي چې ښه ژوند ولري چې د پرديتوب دېوالونه ړنګ کړي او د تمدن ګډه ژبه ومومي. باید ګډ بازارونه جوړ شي، ګډ کلتوري کورونه تاسیس شي، ګډې تصویرې رسنۍ جوړې شي او داسې نور ډېر ګامونه واخیستل شي چې راتلونکي نسلونه د خپلو نیکونو په مدني هڅو وویاړي او په ګډه د ښې راتلونکې په جوړولو کې برخه واخلي. راځئ چې نوروز ونمانځو او د نوروز جغرافیه اباده او سوکاله وغواړو.