په تېرو دوو درې ورځو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال درې قومي پېښې شوې دي. لومړۍ پېښه په بدخشان کې وشوه. طالب جنګیالیو د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په پلمه د خلکو مشروع کروندې واړولې او بیا یې د خلکو پر کورونو یرغل وروړ او د ښځو په ګډون یې خلکو ته لاس واچوه. د داریم خلکو د دې لاس اچونې او سپکاوي په غبرګون کې د طالبانو پر ضد اعتراض وکړ او طالبانو یې په ځواب کې پر خلکو ډزې وکړې. كه څه هم ډزو مرګ ژوبله واړوله، خو اعتراض یې ونه دراوه، بلكې لا يې پراخ كړ. طالبانو یې د ځپلو لپاره تازه دمي ځواکونه استولي دي. په دويمه ورځ دغه اعتراضونه د بدخشان دوو نورو ولسواليو (جرم او ارګو) ته هم وغځېدل او لمنه یې لاپسې پراخه شوه. دا اعتراضونه لا نه دي کم شوي او لا هم پیاوړي دي. طالبانو د هېواد له مرکزه بدخشان ته د هغه څه د څېړلو لپاره چې دوی یې د شخړې څېړل بولي، پلاوی ولېږه. خو اعتراض کوونکو د هغوی پر مخ لاره تړلې ده. د دې جګړې قومي اړخ دا دی چې هغه جنګیالي چې د خلکو پر کورونو او ښځو یې یرغل وروړی په قومي لحاظ پښتانه دي او د سیمې اوسیدونکي اکثره تاجيک او ازبيک دي. نو اعتراض کوونکو ویلي چې د دوی یوه غوښتنه له دې ولسوالیو د پښتنو طالب جنګیالیو اېستل دي.
دویمه شخړه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. په دې ولسوالۍ کې هم د تېرو کلونو په څېر وسله والو کوچیانو د خلکو پر کلیو او کروندو یرغل ور وړی، هغوی یې وهلي ډبولي او خبرداری یې ورکړی، چې له خپلو کرنیزو ځمکو دې نوره ګټه نه اخلي او دغه راز یې ویلي، چې خلکو شل کاله دغه ځمکه کارولې او اوس دې یې یې پیسې کوچیانو ته ورکړي. د کوچیانو او په کلیو کې د میشتو خلکو ترمنځ شخړه، په ځانګړې توګه د هزاره خکو په سیمو کې یوه اوږدمهالې شخړه ده. دا لانجه د ځمکې هغې تګلارې ته ورګرځي، چې د عبدالرحمن خان په امر پيل شوه او بيا یې د امان الله خان په امر دوام وکړ. امان الله خان په هېواد کې په لومړي ځل د ځمکې تګلاره قانوني کړه او « د قطغن لور ته یې د ناقلیننو د کوچېدو نظامنامه» تصویب او پلې کړه. د دغو پاچاهانو د حکم له مخې کوچيان بايد خپلې رمې هزاره میشتو مرکزي سيمو او د هېواد د شمال ځينو سيمو ته د څرولو لپاره بوځي او هلته څړځايونه د هغوی ملکیت ګرځيدلي دي. اوس خو هغه کوچيان چې د جمهويت په دوره کې يې د طالبانو د مټ په توګه فعاليت کاوه، خلاص لاس لري او پر خلکو وسله وال بريدونه کوي، کورونه يې سوځوي او کروندې يې ورانوي. اوس کوچیان یوازې څړځایونه خپل نه ګڼي، بلکې د خلکو کورونه او کروندې هم خپل ملکیت ګڼي. هغوی د طالبانو له هر اړخیز ملاتړه برخمن دي او له همدې امله کولای شي وسلې وګرځوي او د خلکو پر وړاندې خپل زور وکاروي. که څه هم د جمهوریت پر مهال هم وضعیت تقریباً همداسې و، خو اوس چې د غیرپښتنو او په ځانګړې توګه د هزاره خلکو لاسونه له واکه لنډ شوي، نو کوچیانو هم پر خلکو خورا بد حالت تحمیل کړی دی. له همدې امله د سیمې خلک چې د قوم او توکم له پلوه له کوچیانو سره تړاو نه لري، د دوی له خوا تر یرغل لاندې راغلي دي. له همدې امله دې شخړې عملاً قومي بڼه خپله کړې ده
درېیمه شخړه په بغلان کې تر هغې وروسته وشوه چې پښتنو طالب جنګیالیو د ځايي خللکو پر ښځو برید وکړ، خلکو اعتراض وکړ او غیر پښتنو طالبانو د خلکو ملاتړ وکړ. په هغې ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قوماندان چې له قومي پلوه پښتون دی، خپل ځواکونه ولېږل او د دې ډلې غیر پښتانه جنګیالي یې سخت سپک کړ، په رنجر پورې یې وتړل او پر ښار یې وګرځول او وروسته یې بندیان کړل. د طالبانو د امنیه قومندان دا عمل یو ډېر قومي عمل وبلل شو او د دې ډلې د غیر پښتون قوماندان د اعتراض لامل شو.
د طالبانو ډله یوه قومي او مذهبي ډله ده چې اکثریت غړي یې پښتانه دي. دا ډله پر دې سربېره چې د نورو مذهبونو پیروان ځپي، خلک هم له قومي پلوه هم پر خپلو او پردیو وېشي، چې پردیو قومونو ته خورا سپکاوی کوي. د دې ډلې د جنګیالیو او قوماندانانو لخوا تر ډېره پر هغو ښځو تعرض کیږي غیر پښتنې دي، لږ تر لږه هغه څه چې تر اوسه په رسنیو کې خپاره شوي همدا ښيي. له همدې امله طالبان د پردیو د ځپلو او سپکولو په موخه پر ښځو له یرغل او تعرضه د وسیلې په توګه کار اخلي او په حقیقت کې په خپل دغه ناوړه کار سره هغوی تنبیه کوي. نو داسې ښکاري چې د دغو لانجو د حل لپاره د پلاوي لېږل به دايمي پايلې ونه لري. طالبان به خپلې قومي او مذهبي تګلارې پرېنږدي او د دې تګلارې دوام به په راتلونکي کې نورو شخړو ته هم لمن ووهي.
له بلې خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر هزاره او شیعه وګړو بریدونه له طالبانو سره بې تړاوه نه دي، ځکه په هرات کې پر شیعه وګړو له وروستي برید وروسته رحمت الله نبیل د طالبانو یو جګپوړی قوماندان په دغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړ. تر دې وړاندې هم شنونکو ویلي چې طالبان له داعشه د افغانستان پر خلکو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او په ځینو مواردو کې د خپلو بریدونو پړه پر داعش اچوي. دا چې داعش ډله د دغو بريدونو مسووليت مني، ښايي له دې امله وي چې هغه هم له دا ډول بريدونو ګټه اخلي.