د اخلاقو په تړاو فریدریش نیچه د بنسټونو پر بیاکتنه باور درلود، او له همدې امله هغه د مخکنیو خلاف چې اخلاق یې په ښېګنو او بد ګڼو وېشل، اخلاق د بادارانو پر اخلاقو او د مریانو پر اخلاقو وېشل. د هغه له نظره هغه اخلاق چې د ضعف او سستۍ لامل ګرځي او ذلت او غاړه اېښودل دودوي، د مریانو اخلاق دي او له هغه څه سره برابر دي چې مخکنیو اخلاقي بدګڼې ورته ویل. هغه ټینګار درلود، چې د بادارانو اخلاق باید بیا احیا او وده ومومي او دا هغه اخلاق دي چې پرعزت، غرور، پرځان باور او پر ځواک او وړتیا تمرکز ولري. د افغانستان ټولنيزو شرايطو ته په کتو ښايي دغه نظر په دې هېواد کې د ښځو د وضعيت په تړاو زموږ د تحليل او درک لپار مناسب وي. د افغان ښځو ناوړه حالت د هغوی د کمزوري ساتلو پایله ده او څو چې د هغوی د پیاوړتیا لپاره سټراټېژیک پلانونه جوړ نه شي او دغه پلانونه په جدي توګه تعقیب او عملي نه شي، د هغوی په برخلیک او د دې هېواد په برخلیک کې به د پام وړ بدلون رانه شي.
د کار پیل به له دې ځایه وي، چې وګورو څه شی ښځې کمزورې ساتي. د هر انسان، نارینه او ښځې کمروزیتا لومړی په ذهن او روان کې ریښه لري او بیا په بهرنیو شرایطو او مناسباتو کې. کله چې یو څوک له خپلو وړتیاوو خبر نه وي، د خپلو حقونو په تړاو معلومات ونه لري، د خپلې کمزورتیا پر لاملونو او عواملو نه پوهېږي او پر هغه نامطلوب حالت اعتراض نه کوي چې پر ده تحمیل شوی وي، هغه کمزوری پاتې کېږي، له کمزورتیا سره روږدی کیږي او او مصیبت او بدمرغۍ خپل ټاکل شوی برخلیک ګڼي. د انسان په ژوند کې تر ټولو بد اسارت رواني اسارت دی، چې هغه له دننه په زنځیر تړي او د خلاصون او ازادۍ لپاره هر ډول چمتووالی ترې تښتوي او د ژوند د ناخوالو پر وړاندې یې اېل او بې وسه کوي. د ښځو د پیاوړتیا لپاره لومړی ګام هغوی ته د پوهاوي ورکړه او د هغوی د ذهنیت بدلول دي.
د دې لپاره چې ښځې اړین پوهاوي ته ورسېږي، سواد او زده کړې غوره لاره ګڼل کیږي، که څه هم یوازینۍ لاره نه ده. بشري تاریخ ښیي چې ټولیزې زده کړې اوږده مخینه نه لري او په ډېری تاریخي پړاوونو کې د ترلاس لاندې محدودو طبقو خلکو ته ځانګړې شوې وې او یوازې په اوسني عصر کې د هرچا لپاره د زده کړې امکانات برابر شوي دي. په تېرو وختونو کې د رسمي زده کړو محدودیت د خلکو د پوهاوي مخه نه شوای نیولای او ډېر داسې خلک وو چې ان له رسمي زده کړې پرته یې د ژوند اساسي پوهاوی ترلاسه کاوه. که د پوهاوي ورکولو لپاره ان د رسمي زده کړو زمینه برابره نه وي، ډېری نورې لارې شته، په ځانګړې توګه په اوسني پېر کې چې پر راډیو او ټلویزیون سربیره، انټرنیټ او ډیجیټل اسانتیاوو د زده کړې لپاره پراخه زمینه برابره کړې ده. له دې ټولو سره سره، باید ټینګار وشي چې رسمي او سیستماتیکې زده کړې د ښځو بنسټیز حق دی او باید له قید او شرط پرته یې زمینه برابره شي. دا د ښځو د پیاوړتیا لپاره لومړی ګام دی، ځکه پوهه وړتیا ده.
حقیقي پوهه هغه ده چې د اقتصادي وړتیا لامل شي او ښځو ته د ځان بسیاینې لار ورزده کړي. اقتصادي تړلتیا، د پانګې د تولید له مهارتونو سره د بلدتیا نشتوالی، او د تولید له څرخه لېرېوالی د نارینه او ښځینه دواړو د کمزورتیا او زیانمنتیا لامل ګرځي. که موږ د افغان ښځو پیاوړي کول غواړو، باید د عاید لارې چارې ور زده کړو. موږ باید په مناسبو شعارونو سره یو پراخ کمپاین پيل کړو، څو ټولنه په دې لاره کې یو موټې کړو. دغه راز د ښځو د کارګرۍ اتحادیه باید جوړه شي او په کاري برخو کې د هغوی له حقونو دفاع وکړي. اقتصادي پوهه او د دې کار مهارت باید په هممهالی توګه د ښځو په منځ کې وده ومومي څو هغوی د سوداګرۍ او تولید د څرخ یوه برخه وي. د ټولنې متوازن پرمختګ په تولید کې د نارینه او ښځینه د مشارکت په مانا دی.
په ډېرو هیوادونو په تېره بیا په پرمختللو هیوادونو کې ښځو دا وښودله چې په ټولنیزو او سیاسي برخو کې تر نارینه وو کمې نه دي. نن ورځ موږ کافي ښځینه سیاستوالې پېژنو چې د خپلو هېوادونو په رهبرۍ کې د ډېرو نارینه مشرانو په پرتله بریالۍ دي. په افغانستان کې به هم په سیاست او ټولنه کې د ښځو حضور د ښځو د پیاوړتیا د بهیر یوه برخه وي. د ښځې غږ باید همدومره واورېدل شي لکه د نارینه چې اورېدل کیږي. قانون باید د ښځو په حضور سره ولیکل شي، څو پکې لازم انډول رامنځته شي. هغه قانون به چې یوازې نارینه یې ولیکي، غیر متوازن وي. لکه څنګه چې نارینه او ښځینه په ټول انساني ژوند کې ګډ رول او حضور لري، دا ډول ګډون باید د قوانینو په جوړولو کې وساتل شي څو تبعیض د تل لپاره له منځه ولاړ شي.
د ښځو د پیاوړتیا لپاره وروستی ګام دا دی چې د خپلو حقونو د دفاع له ټولو امکاناتو سره بلدې شي او د دې کار لپاره ټولې اړینې وړتیاوې ومومي. طبيعي خبره ده، چې ښځه د تاوتریخوالي غوښتونکې موجوده نه ده او د هغې د طبعې لطافت او د روح ظرافت اجازه نه ورکوي چې د ټولنې په ناامنه کوونکو چلندونو کې لاس ولري. خو کله چې د ښځو مبارزه له سوله ییزو لارو هېڅ ځای ته ونه رسیږي او د هغوی سوله ییزې هڅې له تاوتریخوالي او ځپنې سره مخ شي، نو بیا به حق ولري چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره له زوره کار واخلي. هغوی باید رزمي تخنیکونه زده کړي او د خپل عزت د دفاع لپاره وجنګېږي. که د کوباني نجونو د داعش پر وړاندې وسله نه وای پورته کړې او د نارینه وو ترڅنګ ګرمو سنګرونو ته نه وای تللې، نو د یزیدي نجونو په څېر به په اسارت نیول شوې وای او د مریانو په بازارونو کې به پلورل شوې وای. په افغانستان کې که د دې هېواد ښځې وګوري چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې بله لار نشته، د پیاوړتیا یوه لاره دا ده چې پر دغو وړتیاوو سمبالې شي.
په افغانستان کې د ښځو د غورځنګ د زیانمنتیا ټکي باید وڅېړل شي او پر شالید یې باید له دې پلوه بیاکتنه وشي چې تر کومه بریده یې ښځې د کمزورتیا او زیانمتیا له حالته د ځواکمنتیا او پیاوړتیا پر لور بیولې دي. دغه راز، د سیاسي او ټولنیزو ګوندونو او ډلو کړنې باید وارزول شي څو معلومه شي چې ایا د ښځو پیاوړتیا د هغوی په پروګرامونو کې ځای درلود کنه. په هیواد کې پر رسمي قوانینو او لوایحو هم باید بیا کتنه وشي، څو هغه څه ترې لېرې شي چې د ښځو د کمزورتیا او زیانمنتیا لامل کیږي. د نرواکۍ کلتور باید د انسان واکۍ پر کلتور بدل شي، داسې چې انسانیت له قید او شرط پرته د وګړو د کرامت، عزت او حقونو بنسټ وي، نه ثانوي مسایل لکه نارینه او ښځینه. ښځه باید حق ولري چې د ټولنې مشره وي او ټولیز برخلیک رهبري کړي. ډېری پوښتي او دا یوه پر ځای پوښتنه هم ده، چې که د نړۍ مشري د ښځو په لاس کې وای، نو موږ به ښه نړۍ نه درلوده؟ لږترلږه پر دې پوهیږو چې پیاوړې مېرمنې به ښه نړۍ رامنځته کړي.