د هر هېواد ښوونیز نظام د هغه د راتلونکي یو له خورا مهمو ټاکونکو عواملو دی. د پوهنې او ښوونیز نظام اهمیت نن ورځ تر بل هر وخت زیات روښانه شوی او څومره چې د معاصر ژوند پېچلتیا زیاتیږي، د ښوونیز نظام اهمیت څو برابره کیږي. ښوونیز نظام د راتلونکو نسلونو د روزلو مسوولیت لري؛ ځکه چې هم د هغوی ذهن او ادراک جوړوي او هم د هغوی شخصیت او چلند. هغه ټولنې چې بریالي، زیار اېستونکي، نوښتګر، قانون پالونکي او راتلونکي ته هیله من خلک لري، تر بل هر څه ډیر کارنده ښوونیز نظام لري. د دا ډول ټولنو خورا بریالۍ بېلګې په فنلډ، جاپان، سنګاپور او د نړۍ په نورو برخو کې لیدل کېدای شي.
په افغانستان کې د تېرې نیمې پیړۍ د جګړو او ناکراریو په ترڅ کې د پوهنې وضعیت په پرلپسې توګه د سقوط په حال کې پاتي شوی او د خلکو پر ژوند یې عملي اغېزې، بې وزلي، ناامني، له قانونه تېښته، د چاپېریال ویجاړتیا، د ځنګلي ژوو له منځه تلل، د طبیعي زیرمو لوټل کېدل، پراخ تاوتریخوالی، د لرغونو اثارو غلا، نا منظم زېږونونه، دایمي بې ځایه کیدل، د طبیعي پیښو پر وړاندې زیانمنتیا، د هنر پیکه کېدل او د نړۍ د پېښو له بهیر سره ناهمغږي ده. د دې وضعیت ټولیزه پایله په هغو شمېرو کې لیدل کېدای شي چې افغانستان د هر نوملړ په پای کې ښیي، که د هغه د خلکو د خوښۍ له پلوه وي، که د پاسپورټ د اعتبار له پلوه او که راتلونکي ته د هیله مندۍ له پلوه.
د افغانستان د پوهنې د نظام سقوط څو لسیزې وړاندې پیل شو او په پرلپسې توګه یې دوام وکړ، خو د طالبانو په راتګ سره یې د سقوط چټکتیا څو برابره شوه. ګڼ عوامل د یوه هېواد د پوهنې د نظام د کار نه ورکولو او په یوه بې ساه اسکلیت د هغه د بدلېدو لامل کېدای شي، چې د پوهنې په نوم د یوه وزارت له شتوالي او د ښوونځیو د فزیکي ودانیو له ظاهري شتوالي سره سره په عمل کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري او د خلکو پر وضعیت او د هغوی د ژوند پر ښه کېدو کوم اغېز نه لري.
د هرې ټولنې په ښوونیز نظام کې لومړی مهم عامل ښوونکی دی. ښوونکی باید هغه ځانګړتیاوې ولري چې د دا ډول ماموریت له بریالي ترسراوي سره نه شلېدونکی تړاو لري. په واقعیت کې هرڅوک د استادۍ لپاره نه دي جوړ شوي. ښوونکی پر اړینو شخصیتي ځانګړتیاوو سربیره، باید په هغې پوهې او مهارتونو سمبال وي چې د دغه برخلیک ټاکونکي مسلک لپاره اړین دي او طبعاً دا کار د ښوونکو روزنې ته اړتیا لري. یعنې د یوه هېواد ښوونیز نظام باید د ښوونکو روزنه په خپل لومړیتوب کې راولي. که ښوونکي لازمه وړتیا ونه لري، د زده کوونکي ذهن او شخصیت دواړه خرابوي. د دې لپاره چې د ښوونکو پاړکی د ټولنې له غوره لوستو عناصرو جوړ شي، باید دغه پاړکي ته داسې ګټې او امتیازات په پام کې ونیول شي، چې غوره استعدادونه له دغه مسلک سره یو ځای کېدو ته وهڅوي.
د یوه هېواد د ښوونیز نظام بل مهم عامل ښوونیز پروګرام دی، چې په افغانستان کې د نصاب په نوم یادیږي. ښوونیز نصاب یوه نقشه ترسیموي چې زده کونکي یې باید د زده کړو په کلونو په پام کې ونیسي او د هغې پر بنسټ خپل ښوونیز مزل وکړي. په ښوونیز نصاب کې باید هم د پوهې هغې ټولګې ته چې زده کوونکی ورته اړتیا لري او هم د چلند د چارو ټولګې ته چې د هغه رواني او ټولنیز شخصیت جوړوي پاملرنه وشي. د نړۍ په باثباته او پرمختللو هېوادونو کې ښوونیز نصاب هر کال د کارپوهانو لخوا ارزول کیږي، څو هغه د نړۍ د علمي او صنعتي تحولاتو په کچه وساتي او په دې برخه کې له وروستیو تیوریو ګټه پورته کړي. که ښوونیز نصاب په ټپه ولاړ وي، د هېواد ښوونیز نظام د پوهنیزو او علمي پرمختګونو له بهیره وروسته پاتې کیږي او خپل کارندوالی له لاسه ورکوي. د نصاب بیاکتنه او ارتقا پخپله یو دروند ماموریت دی او دا کار له لومړۍ درجې متخصصینو پرته بل څوک نشي کولای، ځکه دا یو ډیر حساس او تخصصي کار دی او د غیر مسلکي کسانو لاس وهنه یې د تباهۍ لامل ګرځي.
دریم عنصر چې د یوه هېواد په ښوونیز نظام کې مهم دی، ښوونیز چاپیریال دی. د ښوونځي، پوهنتون،مدرسې او یا کوم بل ښوونیز بنسټ فضا باید په مسلکي ډول طراحي شي. ښوونیز چاپیریال نه یوازې د زده کونکو د فزیکي شتوالی او د استادانو د درسونو د اورېدلو لپاره دی، بلکه پر دې سربېره د ټولنیز تعامل، ډله ییز کار، د چلند د ادابو او نزاکتونو، رغنده خبرو اترو او د نظرونو د دایمي تبادلې د زده کولو لپاره دی. ښوونیز چاپېریال په واقعیت کې یو داسې لوښی دی چې ټاکل شوې، په هغه کې د راتلونکي نسل د هر فرد شخصیت خپل بنسټیز شکل او بڼه ومومي او د هغه پټ او بالقوه استعدادونه پکې راښکاره او وده وکړي. له همدې امله له یوې خوا ښوونیز چاپېریال باید له اړینو اسانتیاوو لکه لابراتوار، جمنازیوم او کتابتونه برخمن وي او له بلې خوا پرې حاکمه فضا باید له وېرې، اضطراب، تاوتریخوالي، ترینګلتیا او ځپنې لېرې وي. ډېر داسې کسان شته چې شخصیت یې په ناسالم ښوونیز چاپېریال کې ځپل شوی او ټول عمر یې د هغه کړاوونه ګاللي دي. زموږ د ټولنې د لوستو خلکو په منځ کې د رواني اختلالاتو یوه مهمه برخه په هغه ناسالم ښوونیز چاپیریال کې ریښه لري چې د رغنده نه بلکې ویجاړوونکی دی.
له هغه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د هېواد د پوهنې د نظام سیستماتیک تخریب پیل شوی دی. تر دې وړاندې هم ډېرې نیمګړتیاوې وې، خو په سیستماتیک ډول یې د له منځه وړلو اراده نه وه او د پوهنې د نظام د یو شمېر لوړ پوړو مدیرانو له فساد، بې کفایتۍ او ناغیړۍ سره سره د دغو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو هڅې روانې وې او هغه معیارونه چې نړیوالو بنسټونو په پام کې لرل تر یوه بریده مراعاتېدل. طالبان نه د زده کړو نړیوالو معیارونو ته اهمیت ورکوي او نه هم تېرو لاسته راوړنو ته، بلکې اپوټه فکر کوي چې ښوونځي او پوهنتونونه په اصل کې د دې ډلې د دیني ارزښتونو خلاف ځایونه دي او باید له ریښې او بنسټه بدل شي، څو د دوی له نظره اصلاح شي.
طالبان له دیني مدرسو د بهر زده کړو په تړاو د بدبینانه نظر او د ښوونځیو په تړاو د ناوړه شک په لرلو سره، د هېواد د پوهنې د نظام د ماهیت د بدلولو په لټه کې دي او غواړي ښوونځي د ایډیالوژیکو زده کړو پر ځای بدل کړي. د طالبانو د پوهنې وزارت دیني مضمونونه زیات کړي څو په ګڼو دیني مضمونونو سره د زده کوونکو د ذهنونو د بمبارولو تر څنګ، د خپلې خوښې وړ ملاامامانو ته نور فرصتونه برابر کړي چې پر زده کوونکو کار وکړي او د مغزو مینځلو بهیر پراخ کړي. د دې تر څنګ له ښوونیز نصابه د مدني زده کړه په څېر مضمونونه لېرې کوي او د تاريخ په څېر ځينو نورو مضمونونو کې لاسوهنه کوي څو خپلې جګړې او تاوتریخوجنې کړنې د ملي مبارزو د یوې برخې په توګه معرفي کړي. له دې پرته چې د ښوونکو د وضعیت په ښه والي او په ښوونیز چاپیریال کې رغنده بدلون رامنځته شي، د افغانستان په ښوونیز نظام کې په زیاتېدونکي او خطرناک ډول لاسوهنه دوام لري. د افغانستان پوهنه د طالبانو تر سیوري لاندې د ساه ورکولو په حال کې ده. دا ډول پوهنه به یوازې وسله والو ډلو، مافیا او افراطي خوځښتونو په ګټه وي.