په دې وروستیو کې د طالبانو تبلیغاتي دستګاه له دې ډلې سره د تړلو نورو سازمانونو په همکارۍ د ملا هبت الله اخندزاده د حیثیت د پاموړ ګرځولو او د «امیر المومنین» مقام ته د سپېڅلتیا بخښولو او د هغه د دیني ښودلو لپاره یو لړ هڅې پیل کړې دي. کیسه د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ملا هبت الله د نوم له یادولو او د هغه او د هغه د لښکر لپاره د خیر د دعاګانو له جبري کولو پیل شوه. په دې برخه کې طالبانو په خورا پرېکنده ډول عمل وکړ او هغو خطیبانو ته یې خبرداری ورکړ چې په هر دلیل یې د هبت الله له ستاینې ډډه کوله او د هغه او د هغه جنګیالیو ته یې د خیر او نیکۍ هیله نه کوله. په لومړي ځل یې خبرداری ورکاوه او که چا به سرغړونه کوله نو ژر به یې ګوښه کول او ان مجازات کول. د ملا هبت الله پر لوړ ديني او دنياوي مقام ټينګار په همدې مورد پورې نه محدودېږي. په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حج او اوقافو او امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارتونه او د استخباراتو ریاست له یو بل سره په همغږۍ د ټول هېواد د جوماتونو خطیبانو ته امر کوي چې د ملا هبت الله ځانګړي پیغامونه ولولي او هغو خطیبانو ته چې د طالبانو د کندهار میشتي مشر پیغامونه لولي، انعام ورکوي او که څوک د طالبانو له امره سرغړونه وکړي، ښایي له بېلابېلو سزاګانو سره مخ شي. شواهد ښیي، چې په کندهار کې د طالبانو مشرتابه پریکړه کړې چې د ملا هبت الله د موقف د تثبیتولو لپاره له ټولو وسایلو کار واخلي. دا مهال په ټول هېواد کې لسګونه زره جوماتونه فعالیت لري او طالبان د دغو جوماتونو فعالیت په جدي توګه څاري. طالبانو دا خبره ښه درک کړې ده، چې د عامه افکارو د خپلولو يوه غوره لاره د جوماتونو له منبرونو په سمه توګه ګټه اخيستل دي او له همدې امله يې د عامه ذهنونو د خپلولو لپاره خپل اصلي پام جوماتونو او دیني مرکزونو ته اړولی دی.
دغه راز په تېرو څو میاشتو کې د هبت الله اخندزاده له ادرسه څو غږیز پیغامونه رسنیو ته رسیدلي دي. هبت الله په دغو پیغامونو کې د طالبانو د ډلې د غړیو ترمنځ د یووالي پر اړتیا، د اسلامي شریعت د تطبیق پر اړتیا، د نړیوالې ټولنې د بشري حقونو غوښتنو ته پر نه تسلیمیدو او د ټولنې د اصلاح پر اړتیا ټینګار کړی دی. دا پیغامونه په داسې حال کې یو په بل پسې خپریږي، چې په تېرو وختونو کې په کابل کې د طالبانو د ویاندویانو او چارواکو لخوا د بیلابیلو مسایلو په تړاو د خپل نظر څرګندول معمول وو او د طالبانو مشر غوره بلله چې کارونه د پردې ترشا مدیریت کړي.
پوښتنه دا ده چې ولې اوس د طالبانو تبلیغاتي دستګاه د طالبانو د ایډیالوژۍ او د طالبانو د ټول جوړښت په ګټه د تبلیغ پر ځای د دې ډلې د مشر په ګټه تبلیغ ته مخه کړې او یو په بل پسې د هغه غږیز پیغامونه خپروي او هڅه کوي چې ملا هبت الله اخند زاده ته دیني او معنوي بڼه ورکړي او نوموړی یو کاریزماتیک او پرېکنده او زړور مشر وښيي؟ ښايي څو عوامله د دې لامل شوي وي چې د طالبانو مشرتابه هڅه وکړي چې د دې ډلې په تشکيلاتي جوړښت کې خپل رول او دريځ د پخوا پرتله ډېر د پاموړ وښيي.
۱ـ له بري وروسته د طالبانو رهبري له نویو ننګونو سره مخ شوې ده. یوه له دغو ننګونو دا ده، چې د دې ډلې د ځینو پلویانو په منځ کې دا شک پیدا شوی چې د طالبانو مشرتابه له امریکا او لوېدیځ سره د معاملې په کولو سره وکړای شول چې واک په لاس کې واخلي او په همدې پار یې خپل پخواني ایډیالوژیک اهداف او شعارونه پریښي او په دې لړ کې یې ژمنه کړې چې د طالبانو د متحدو جنګیالو ډلو لکه القاعدې او ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان د خپلو جنګی موخو لپاره د ټوپ د دړې په څېر وکاروي. اوسمهال د نړۍ د بېلابېلو سیمو ترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور لري او د طالبانو ملاتړ ورسره دی. خو د طالبانو افراطي غړي فکر کوي چې دومره ملاتړ کافي او کارنده نه دی. دغه راز د طالبانو ځینې غړي د دې ډلې رهبري د شرعي احکامو د پلي کولو په برخه کې له لوېدیځ سره په معاملې او جوړجاړي تورنوي اوناهیلي او خواشیني دي، ځکه فکر کوي چې دغه ډله د الهي حدودو په پلي کولو کې لازم قاطعیت نه لري. د ملا هبت الله له آدرسه په خپرو شویو پیغامونو کې له قید او شرط پرته د شریعیت پر پلي کولو او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر بابېزه ګڼلو ټینګار د همدغه شک د له منځه وړلو په موخه کیږي چې ګواکې طالبان له لوېدیځه د اقتصادي او سیاسي ملاتړ په هیله له خپلو اصولو په شا شوي او د امریکا لاسپوځي ګرځيدلي دي.
۲ـ د افغانستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د داعش خراسان حضور او فعالیت د انکار وړ نه دی. په افغانستان کې د دغې ډلې حضور پر دې سربېره چې د طالبانو امنیتی ارګانونه له جدی ننګونې سره مخامخ کړي دي، له دغې ډلې سره یې د طالبانو د ځینو غړیو د یو ځای کېدو احتمال زیات کړی دی، په تېره بیا دې ته په پام سره چې داعش خراسان په ځينو مواردو کې تر طالبانو سخت عمل کوي او ځان د اسلام ریښتینی استازی ګڼي او طالبان له لوېدیځوالو سره په جوړجاړي تورنوي. د احساساتي شعارونه ورکول د افراطي ډلو د جلب او جذب یوه لاره ده او داعش خراسان په دې برخه کې ډیر مهارت لري. دا چې د طالبانو مشر په خپلو پیغامونو کې د جهاد د دوام خبره کوي او دغه راز د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په تړاو د لوېدیځو هېوادونو د غوښتنو پر وړاندې ځان بې پروا ښيي، د دې ډلې په لیکو کې د طالبانو د تندلارو مخالفو ډلو د نفوذ د مخنیوي یوه هڅه ده. د طالبانو او داعش تر منځ د ډېرو فکري اشتراکاتو له امله د دې ډلې د جنګیالیو په منځ کې د داعش د نفوذ احتمال تر پخوا زیات دی.
۳ـ د طالبانو په ډله کې د خپل منځي اختلافاتو خطر هم یوه له هغو ننګونو ده، چې د دې ډلې مشرتابه یې د مخنیوي هڅه کوي. کله چې هبت الله د طالبانو د مشرانو لخوا د ملا منصور د ځای ناستي په توګه وټاکل شو، د دې ډلې پوځي قومندانان پر دې باور وو، چې دغه کس تر دې ډېر کمزوری دی چې د پوځي اړخونو پرېکړې وننګوي او د پوځي قومندانانو له مشورې پرته پرېکړې وکړي. خو وروسته په ډاګه شوه چې هبت الله تر خپلې شاوخوا کړۍ پورې د واک په انحصارولو کې بې باکه دی. د طالبانو ځینې مهم مشران لکه سراج الدین حقاني چې په دې ډله کې د حقاني شبکې مشر دی او د جمهوریت پر ضد د طالبانو د جګړې پر مهال د لویو او پیچلو عملیاتو په پلانولو کې د طالبانو د نورو اړخونو پرتله پیاوړی راښکاره شوی، د طالبانو د مشر له ځینو پرېکړو سره موافق نه دي، خو بیا هم دا مناسبه نه ګڼي چې دغه اختلاف په جدي توګه نندارې ته وړاندې کړي، که څه هم کله ناکله له ملا هبت الله سره خپل اختلاف ته نغوته کوي. د ځینو طالب چارواکو او ملا هبت الله تر منځ د اختلاف یوه موضوع له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کړو ته د اجازې ورکولو مسأله ده. ځینې طالب چارواکي فکر کوي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو په تړاو د هبت الله ټینګار د طالبانو ډله له نړیوالې ټولنې سره په تقابل کې درولې ده او پر دغې ډلې یې بې ځایه لګښتونه تحمیل کړي دي. د امتیازاتو او امکاناتو د وېش پر سر د طالبانو د مشرانو ترمنځ هم ناندرۍ او اختلاف شته. د طالبانو نورې ډلې ګومان کوي چې د دې ډلې کندهاري مشرانو هڅه کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د عوایدو سرچینې انحصار کړي او نورو ډلو ته لږ امتیازات ورکړي. دا ټول موارد د طالبانو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو د زیاتیدو لامل شوي دي. په خپل وروستي پیغام کې پر يووالي او یوموټي توپ د طالبانو د مشر ټينګار د دې ښکارندويي کوي چې هغه په خپله هم پر هغو خطرونو ښه پوهيږي، چې ښايي د خپل منځي اختلافونو له امله طالبان له ګواښ سره مخ کړي. د طالبانو رهبري چې په کندهار کې متمرکزه ده، د ملا هبت الله په پلوۍ د تبلیغاتو په پیلولو سره په یو ډول هڅه کوي چې د هغه لپاره کاریزما جوړه کړي او دریځ یې تر پخوا ټینګ کړي او په دغې ډله کې دننه د مخالفینو په منځ کې د هغه مقام پیاوړی کړي.
۴ـ تر اوسه له پاسپورټي عکس پرته د طالبانو د مشر کوم عکس نه دی خپور شوی. د طالبانو مشر په لویو غونډو کې کم حضور لري او که کله دا کار کوي هم، نو امنیتي او محافظتي تدابیر دومره سختیږي چې د دې امکان له منځه ځي چې عام خلک د طالبانو مشر وویني. هغه نه غواړي چې په خلکو کې راڅرګند شي یا یې تصویر خپور شي. د ملا هبت الله د مقام د پیاوړتیا لپاره د طالبانو د تبلیغاتي دستګاه هڅې هم له دې امله دي چې هغه د اوس لپاره له عامو خلکو سره د مخامخ اړیکو د ټينګولو جوګه نه دی. طالبان غواړي دا نیمګړتیا د منبري تبلیغاتو او د هبت الله د پرلپسې غږیزو پیغامونو په خپرولو سره له منځه یوسي.
په هر صورت، تر اوسه چې د طالبانو له واکمنېدو څه باندې دوه نیم کاله تېر شوي، د طالبانو جوړښت د پخوا په څېر نه دی وېشل شوی او خپل یووالی یې ساتلی دی. په دغې ډله کې د ملا هبت الله مخالفینو په ښه توګه درک کړې چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د مرکزي واک د جوړښت له امله له یوې خوا د هبت الله د کمزوري کولو هر ډول هڅه په زیات احتمال سره له ناکامۍ سره مخ کیږي او مخالفین انزوا ته کاږي او له بلې خوا د طالبانو پایښت له ګواښ سره مخ کوي. سراج الدین حقاني او نور پر دې پوهیږي چې د طالبانو د جوړښت پایښت په ملا هبت الله اخندزاده پورې اړه لري او د هغه د رهبرۍ د بنسټونو د کمزوري کولو هر ډول هڅه په ترخځ د خپلې رېښې وهل او د دې ډلې د ټولیزو ګټو خلاف کار دی.